د هندې او غربي سريالونو ضرورونه

د تېلويزيوني او راديويي خپرونو ګټه او زيان

اوسني الکتروني وسائل لکه: تلويزيون، راډيو، تيلفون او انټرنټ په خپل ذات کې مباح وسائل دي چې د خير لپاره کارول يې لوی خير دی او د شر لپاره کارول يې ستر شر او بربادي را مينځته کوي.

په کم مصرف او لږ کار سره تر ډيرو خلکو پورې سړی د خير او اصلاح خبره او د خير دعوت رسولی شي.

همداسې که د شر لپاره وکارول شي نو ډير خلک به د هغه د شر او ضرر سره مخ شي.

او بيا په دغو وسائلو کو تر ټولو مهم يې تيلويزيون او راډیو ده چې هر څوک کولای شي هغه په آسانی سره تر لاسه کړي.

متأسفانه زمونږ په هيواد کې اکثره دغه وسائل د کفري اشغال او يا هم فاسقو عناصرو په لاس کې دي چې سختې زهرجنې خپرونې کوي.

د غربي او کفري سريالونو ضرورونه :

دا شيطاني زهرجنې خپرونې د هر مسلمان او هرې مسلمانې کورنۍ په عقيدوي او اخلاقي تربيه سخت بد اثر لري چې اوس مهال يې په ټولنه کې بد اثرات هر چا ته څرګند دي او څوک چې يو زره ايمان او عقل لري هغوی ورباندې قانع دي چې دا خپرونې واقعاً خطرناکې پايلې لري چې ددې زهرجنو خپرونو ځينې اضرار په لاندې ډول دي :

۱- د هندي، ترکي او نورو سريالونو او ډرامو له لارې په پوره چل او فريب سره په اسلامي ټولنه کې د نصرانيت، یهوديت او بوديږم عقائد خپرول.

۲- د سريال، ډرامې، اعلان او تبليغاتو له لارې په اسلامي ټولنه کې د رزيلو او فاسدو اخلاقو خپرول.

۳- په خلکو کې د بيګانه نارينه او ښځو کډ ژوند، بې حجابي، فحشاء او موسيقي رواجول.

۴- خلک په وړو مسائل مصروف ساتل او د سترو قضاوو څخه د هغوی غافله کول. مثلاً: د درس او تعليم پرځای، لوبو او ورزش ته دومره وده او تبليغات چې بلاخره ټول ورباندې مصروف شي.

۵- خاوند ته د ښځې پرېښودلو درس ورکول او همدارنګه ښځې ته د خاوند څخه د بغاوت درس ورکول، کورنۍ نظام خرابول او د زوجينو تر مينځ د اعتماد او اطمنان ختمول.

۶- په اسلامي ټولنه کې سمت پرستۍ، قوم پرستۍ او ژب پرستۍ ته زمينه برابرول.

۷- د فاسقانو اظهار او د متقيانو لرې ساتل، ددغو شيطاني مډيا په پردو اکثراً هغو کسانو ته موقع ورکول کيږي چې هغوی ښکار فساق، په ټولنه کې منکرات او فساد خپروي، په غلا چور او غصب او ظلم مشهور وي.

۸- په اسلامي ټولنه کې شيطاني اقصتادي بازار رواجول، سودي ادارو ته تلبيغات کول او په ټولنه کې د سود، قمار اقتصادي احتکار او انحصار رواجول.

ځکه ډير کسان چې علم او پوهه نلري او يا د دوی منافقت او فساد ته متوجه نه وي هغوی فکر کوي چې څه د تيلويزون له صفحې خپريږي هغه به نو مباح وي او څه باک به نلري (الغاذ بالله)، خلک په چل او فريب په ګناه او فساد اخته کول. او د اسلام په خاوره کې په پوره جرأت سره خلک د ګناه او فساد لورې ته بلل.

۹- په سترګو د منکر ليدل او د هغه څخه انکار او کرکه نه کول. چې د ګناه او منکراتو څخه کرکه او نفرت د ايمان ورستی درجه ده. يعنې سره له دې چې ډير د دغو شيطاني مډيا په اضرارو پوه دي خو بيا هم د خپلې کورنۍ سره يو ځای د هغه ننداري کولو ته ناست او د کور مشر او مسئول د دغه فساد پر وړاندې خپل سقوط اختيار کړی وي.

۱۰- ټول وخت د فکر مشغول ساتل ځکه ځينې ډرامي او سريالونه زيات وخت نيسي د هغه د مسلسل ليدلو او تعقيب په فکر کې وي.

۱۱- د درس په زده کړه، کورني کار او درسي مسئوليتونو کې پاتې راتلل.

۱۲- د ماشومانو په خوب کې ډارېدل ځکه چې ځينې صحنې ماشومانو ته بدي وي او د نجونو او ځواناتو د آینده ژوند په اړه سوچونه او تشويشونه پيدا کېدل ځکه چې دغه سريالونه د کفري ټولنو انعکاس کوي او په کفري ټولنه کې کورنۍ نظام پاشل شوی وي د زوجينو د محبت پر ځای د بيګانه سره د ملګری سيستم کارول کيږي، او د دغو صحنو ليدل په مسلمانه پيغله او مسلمان ځوان سخت بد اثر کوي.

۱۳- د بيګانه نارينه او ښځو تر مينځ د عشقي قصو بيانول، نجونو او ځوانانو ته د واده مخکې د عشق، اختلاط، د بيګانه سره ملګري او ارتباط درس ورکول او د ذهن څخه يې د پاک اسلامي با عفطه او پاکدامنه ژوند ايستل.

۱۴- د اسلامي اخلاقو، مينې محبت او ورورولی پر ځای د ماشومانو په ذهن کې د جنګ، قتل، وهلو او په قهر او غصه کېدو درس ورکول ځکه جنګي فلمونه، د وهلو او ټکولو جاهلانه لوبې او ورزش کوچنيو ماشومانو ته همدا پيغام رسوي.

۱۵- په اسلامي ټولنه کې د کفري دود او رواج خپرول ځکه چې د غربي درامو او سريالونو څخه لباس، اخلاق، بې حجابي او نور سلوک او فوچ عادات زده کوي.

۱۶- د سريالونو بل ستر هدف دا دی تر څو په خلکو کې خصوصاً په ځوانانو او نجونو کې شهوت خپور کړي او دوی د شهوت رانۍ او شهوت پرستۍ باندې وروزل شي او د حيا او غيرت، مړانې جذبه يې ورختمه کړي.

لکه د نصرانيت يو مبلغ چې خپلو ملګرو ته د بيان په يو برخه کې وايي:

مونږ د مسلمانانو داسې نسل برابر او چمتو کړی چې استعمار د هغه په انتظار کې دی، داسې نسل چې د سختۍ په وړاندې مقابله نشي کولای، بې پروا،راحت طلبه اوټمبل دی کچيرې کوم لوړ مقام او مرتبه تر لاسه کړي د عيش او شهوت پرستۍ له کبله کومه د ځوانمردۍ سخا نلر ي (مسيحيت و پيژنئ ، دراسات في الاديان ص ۳۸۳(.

۱۹- په ټولنه کې د مخدراتو او په خاصه ټوګه خمر (شرابو) رواجول.

۲۰- د وخت ضايع کېدل، انسان دنيا ته د يو ستر هدف لپاره راغلی دی چې هغه د الله تعالی عبادت دی (په ټولو چارو کې د الله تعالی فرمانبرداري کول) او دې دنيا ته بيا راتلل نشته. دوهم چانس، دريم چانس نلري، که چا د اسلامي شريعت موافق ژوند تر سره کړ کامياب او که د هغه مخالفت يې وکړ نامراد دی.

۲۱- منکراتو، ګناهونو او فساد ته رسمي بڼه ورکول. عام خلک داسې فکر کوي چې څه د تېلويزون او يا راډیو له شيطاني صفحو خپريږي، کيدای شي هغه مباح وي څه باک ونلري (الغاذ بالله) ځکه هغوی ګمان کوي چې دا شيان خو د وخت د رژيم له سلطې لاندې تر سره کيږي، خبر نه دي چې په دې کې د اشغال ستر اهداف پراته دي هغه دا چې غواړي قصداً پر ځمکه کې فساد خپور کړي او خلک په ګناهونو او فساد اخته کړي.

۲۲- د اسلامي شعائرو او ملي کلتور سپکاوی، د ډرامو او تبليغاتو په ځينې صحنو کې ږيره، لګوټه او افغاني لباس واله کس مجرم ښودل او د نيکتايي او درشي او غربي ماډل واله کس ښه او صالح ښکاره کول.

۲۳- د اسلامي شريعت په احکامو لکه: حجاب، ديني عالم، اسلامي اخلاقو او آدابو ملنډې وهل.

۲۴- د کفارو او منافقينو او فاسقانو جرمونه پټول او يا کم معرفي کول او د مسلمانان کوچنی جرم او خطاء ستر ښودل او معرفي کول.

۲۵- په اخبارو کې درواغ ويل، پر خلکو بهتان لګول، او پر ځينې ډرامو او پروګرامونو کې پر خلکو باندې ټوکې او منډې وهل.

۲۶ – د صحي، تعلمي او ګټورو پروګرامونو پر ځای د لهو، لعبو او عبثو شيانو خپرول .

۲۸- د عام خلکو د غلولو او تيرايستلو لپاره د ځينې مذهبي پروګرامونو ځای پر ځای کول. تر څو عام خلک ورباندې وغلوي چې پر دغه تيلويزون او راډيو کې خو ديني خپرونې لکه: څه د قرآن تلاوت او يا د ملا لخوا د ديني پوښتنو ځوابول او داسې نور تر څو ددې په وسيله د خلکو غبرګون او مخالفت کم کړي

لکه چې يو تيلويزون خپله داسې اعتراف کوي :

شیوهٔ آزاد این تلویزیون در پخش موسیقی در اوایل موجب بروز مخالفت‌هایی در محافل مذهبی افغانستان گردید بطوریکه برای مثال پس از افتتاح فرستنده زمینی این تلویزیون در شهر هرات جمعی از نماز گزاران در مسجد جامع هرات به گفته خودشان برای غروب تلویزیون ؟؟ دست به دعا برداشتند. پس از ماجرای محکوم شدن تلویزیون ؟؟ که خلاف اصول اسلامی تشخیص داده شد، بیشتر شبکه‌های خصوصی افغانستان اقدام به خودسانسوری ی برنامه‌های خود کردند و تلویزیون ؟؟ نیز از این قائده مستثنا نبود.

اخیرا تلویزیون ؟؟ اقدام به پخش برنامه‌ای مذهبی کرده‌است تا حدودی از مخالفت‌ها بکاهد اگرچه شدت مخالفت‌ها نیز کم شده و مخالفین این تلويزيون تا حدودی با شرایط جدید رسانه ای افغانستان کنار آمده‌اند.

اوس چې چا ته د دغو شيطاني ورکشاپونو د زهرجنو خپرونو يادونه وکړې، نو هغوی د خپل دليل د پاره وايي: په هغه کې ځېنې ديني او مذهبي خپروني هم شته، د قران قرائت هم شته.

مسلمانانه وروره ! دغه لږ لږ مذهبی خپروني يې ستا د غلولو لپاره ځای پر ځای کړي دي که نه هغه اصلاً ستا د دين او کلتور نړول غواړي

۲۹- د ذکر، عبادت او ديني واجباتو ترک، ځينې کسان چې په ډرامه او مسلسل سريال سره او ګرم راشي نو بيا جماعت هم ورڅخه فوت شي او د شپې تر ناوخته پورې ناسته وي بلاخره خوب ورباندې ورشي او بې لمانځه بيده شي او بيا د سهار لمونځ هم ورڅخه قضاء شي.

پورته ټکې د مشت نمونه خروار په ټوګه بیان شول نور دا تر لمر واضح خبره ده

مسلمانانه وروره د کورنۍ مسئوله ! دا څرګند حقيقت دی چې هيواد مو د کفارو لخوا اشغال شوی دی هر ډول فتنو او منکراتو ته ښه زمينه مساعده ده، خو واورئ چې د الله تعالی د جانبه پر مونږ باندې امتحان دی، مسلمان د خپلې کورنۍ پر وړاندې مسئول دی

ښايې چې خپل ځان او خپل اهل عيال د دوزخ د اور څخه بچ کړې.

ځکه الله تعالی فرمايي:[يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا قُوا أَنْفُسَكُمْ وَأَهْلِيكُمْ نَاراً]

ژباړه: ای مؤمنانو خپل ځانونه او خپل اهل عيال مو د دوزخ له اوره وساتئ.

که د الله تعالی رضا او د اور څخه نجات غواړئ نو بيا صبر وکړئ او له ناروا امرو څخه پرهيز وکړئ.

په دې کې شک نشته چې ټول ناروا کارونه څه مؤقتي خوند لري خو ګورئ پايلې يې ډير خطرناکې دي.

چا چې د ناروا کارونو څخه ځان وساتلو الله تعالی به هغه ته په دنيا کې مطمئن او خوشحاله ژوند ورکړي په آخرت به يې له سخيو وژغوري او د الله تعالی لوی مېلمستون (جنت) ته به داخل شي.

*نَحْنُ أَوْلِيَاؤُكُمْ فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَفِي الْآخِرَةِ وَلَكُمْ فِيهَا مَا تَشْتَهِي أَنْفُسُكُمْ وَلَكُمْ فِيهَا مَا تَدَّعُونَ ] (فصلت: ۳۰، ۳۱).

ژباړه: مونږ په دنيا کې ستاسې دوستان يو او په آخرت هم او په جنت کې به تاسې ته ټول هغه څيزونه وي چې تاسې يې هيله وکړئ او ټول هغه څه به مو په مخکې وي چې تاسې يې وغواړئ.

و ما علينا الا بلاغ

آن لاين اسلامي لارښود


Print Friendly, PDF & Email
(Visited 121 times, 1 visits today)

اترك تعليقاً