انس رضی الله عنه وايي: آوريدل مې چې رسول اكرم صلی الله عليه وسلم فرمايل:

«قَالَ اللهُ تَعَالَى: يَا ابْنَ آدَمَ، إِنَّكَ مَا دَعَوْتَنِي وَرَجَوْتَنِي، غَفَرْتُ لَكَ عَلَى مَا كَانَ مِنْكَ وَلاَ أُبَالِي، يَا ابْنَ آدَمَ، لَوْ بَلَغَتْ ذُنُوبُكَ عَنَانَ السَّمَاءِ ثُمَّ اسْتَغْفَرْتَنِي، غَفَرْتُ لَكَ، يَا ابْنَ آدَمَ، إِنَّكَ لَوْ أَتَيْتَنِي بِقُرَابِ الأَرْضِ خَطَايَا، ثُمَّ لَقِيْتَنِي لاَ تُشْرِكُ بِي شَيْئاً، لأَتَيْتُكَ بِقُرَابِهَا مَغْفِرَةً»([1]).

ژباړه : ای د ادم زويه ، کله چې ته ما بولي او په ما اميد لرې تا به د هغه څه په وجه چې تا لره دي ( د اعمالو په وجه ) بښم او ستا هيڅ پروا نلرم ، ای د آدم زويه ، کچېرې ستا ګناهونه د آسمان ورېځو ته ورسيږي او هغه وخت زما څخه بښنه وغواړي زه تاته بښنه کوم ، ای د آدم زويه ، کچېرې ته ما ته په داسې حال کې راشي چې ځمکه دې په ګناهونو ډکه وي خو زما سره دې څه شی نه وي شريک کړي زه به د مغفرت او بخشش څخه د ډکې ځمکې سره ستا په لور درشم .

تشريح :

په دې حديث شريف کې لوی زېری ، او الله تعالی ستر حلم او کرم او بې انتها فضل او احسان دی او ددې په مثل دا قول د رسول الله صلی الله عليه وسلم چې فرمايي : «: اللهُ أفْرَحُ بِتَوْبَةِ عَبْدِهِ مِنْ أَحَدِكُمْ سَقَطَ عَلَى بَعِيرهِ وقد أضلَّهُ في أرضٍ فَلاةٍ (متفق عليه ).

له ابي حمزه انس بن مالک انصاری رضی الله عنه  خادم رسول الله صلی الله عليه وسلم  نه روايت دی چه رسول الله  صلی الله عليه وسلم  فرمايلی :

چه د يوه کس نه په يوه دښته يا صحرا کې خپل اوښ ورک شوی وي او هغه پيدا شي نو دغه کس به څومره خوشحاليږي –  بس الله تعالی ددی نه هم زيات د خپل بنده په توبه ويستلو خوشحاليږي .

عن ابن عباس رضی الله عنه  قال قال رسول الله صلی الله عليه وسلم  : من لزم الاستغفار جعل الله له من کل ضيق مخرجاً و من کل هم فرجاو رزقه من حيث لا يحسب (سنن ابی داؤد ) .

چا چې استغفار کول پر خپل ځان لازم وګرځول نو الله جل جلا له  به ده ته د هرې سختۍ څخه د خلاصون لاره پيدا کوي او د هر درد او غم څخه به يې خلاصوي او د داسې طرف نه به رزق ورکوي چې د ده ګمان هم نه وي .

او پوه شئ چې د توبې لپاره دری شرطونه دي :

۱-  د کومې ګناه نه چې توبه کوي هغه ګناه به فوراً پريږدي اوبيا دې هغه عمل جايري نه ساتي .

۲-  په ګناه پښيمانه کيدل او شرمنده ګي ښکاره کول .

۳-  دريم داچه د آينده لپاره به کلکه او پخه اراده کوي چې بيا به دا ګناه نه کوم  .

که په دې دریو شرطونو کې يو هم نه وي توبه نه قبليږي .

او که کومه ګناه د بنده له حق سره تعلق ولري لکه ، په ناحقه د چا مال خوړل ، بهتان ،غيبت ،قرض او داسې نور نو پداسې ګناه کې څلورم شرط هم شته چې هغه د بنده د حق ور سپارل يا له هغه نه پخښنه تر لاسه کول دي .

او قول د « يَا ابْنَ آدَمَ، إِنَّكَ مَا دَعَوْتَنِي وَرَجَوْتَنِي، غَفَرْتُ لَكَ عَلَى مَا كَانَ مِنْكَ وَلاَ أُبَالِي »: په دې حديث کې خطاب دی بني آدم ته ، کوم چې شامل په دې چې د ګناهونو د بښني اسباب عبارت دي له : الله تعالی ته په اخلاص دعا پرته له مايوسۍ او ناهيلۍ ، استغفار او د شرک څخه ځان ساتل دي .

قول د «يَا ابْنَ آدَمَ، لَوْ بَلَغَتْ ذُنُوبُكَ عَنَانَ السَّمَاءِ ثُمَّ اسْتَغْفَرْتَنِي، غَفَرْتُ لَكَ، يَا ابْنَ آدَمَ، إِنَّكَ لَوْ أَتَيْتَنِي بِقُرَابِ الأَرْضِ خَطَايَا، ثُمَّ لَقِيْتَنِي لاَ تُشْرِكُ بِي شَيْئاً» : مطلب دا چې د بنده ګناهونو هر څومره زيات هم وي خو چې په اخلاص بښنه وغواړي الله تعالی بښنه ورته وکړي .

الله سبحانه وتعالی فرمايي :

[يَا عِبَادِيَ الَّذِينَ أَسْرَفُوا عَلَى أَنفُسِهِمْ لاَ تَقْنَطُوا مِن رَّحْمَةِ اللَّهِ إِنَّ اللَّهَ يَغْفِرُ الذُّنُوبَ جَمِيعًا إِنَّهُ هُوَ الْغَفُورُ الرَّحِيمُ ] (الزمر ۵۳ ).

ژباړه : ای زما  بنده ګانو!  کومو کسانو چه پر خپلو ځانونو تېری کړی دی د الله له رحمت څخه مه ناهيلې کيږی يقينًا الله ټولی ګناوی بښي هغه خو بښونکی اومهربان دی .

د [الذنوب جميعاً] څخه مطلب د کفر او شرک په شمول ټول ګناهونه دي ، ابن کثير رحمه الله ليکي : هذه الآية الكريمة دعوة لجميع العصاة من الكفرة وغيرهم إلى التوبة والإنابة، وإخبار بأن الله يغفر الذنوب جميعا لمن تاب منها ورجع عنها، وإن كانت مهما كانت وإن كثرت وكانت مثل زبد البحر. ولا يصح حمل هذه الآية على غير توبة؛ لأن الشرك لا يغفر لمن لم يتب منه (تفسير ابن کثير ، سورة الزمر ) .

يعنې : دا آیت کريمه دعوت دی ټولو ګناه کارو لره له کفر او نورو کناهونو څخه د توبې کولو او پیښمانتيا ، او دا خبر دی چې الله تعالی ټول ګناهونه بښي هغه چا لره چې له ګناهونو څخه توبه او رجوع وکړي ، هغه که ډيرې هم وي او په مثل ځګ د درياب وي . او دا صحيح نه ده چې د مشرک توبه نه قبليږي ، بلکي د ټولو توبه قبليږي ځکه شرک د هغه چا نه بښل کيږي چې توبه يې نه وې ايستلې د شرک او کفر په حالت د توبې پرته مړه شوي وي (تفسير ابن کثير ) .

مګر په توبه کولو کې بيړه په کار ده :

[1]– رَوَاهُ التَّرْمِذِيُّ وَقَالَ: حَدِيثٌ حَسَنٌ صَحِيحٌ

و ما توفيقی الا بالله عليه توکلت و اليه انيب

و صلی الله تعالی علی محمد صلی الله عليه وسلم و علی اله و صحابه اجمعين

خاتمه الأربعون النوويه مع شرح

ژباړه : آن لاين اسلامي لارښود حفظه الله

.

Print Friendly, PDF & Email