د کفارو د تهديداتو په اړه مسلمانانو ته توصیه

په نن زمان کې مونږ د کفارو د اشغال ، حملو ، تهديداتو او فشار سره مخ يو ، هغوی غواړي چې اسلامي امت تسخير کړي ، خپل خبيث قانون ورباندې وتپي ، په اقتصادي منابع يې خيټه واچوي او ددې اهدافو لپاره يې په ټولو اسلامي هيوادو کې بې امني جنګ او جګړې پيل کړې دي ، مسلمانان خپل آرام ژوند کولو ، خپل اسلامي حکومت او استقلال ساتلو ته نه پرېږدي ، د خپلو اجيرانو په ملتيا یې پر مسلمانانو باندې سره ورځ جوړه کړې ده .

مسلمانان دې په دې باندې پوره یقين ولري چې عاقبت د متقیانو دی ، او مسلمانان به هيڅکله د هغوی د تهديداتو او ظاهري قوت او پټکو څخه نه ورېږي بلکي مسلمانان به يوازې له الله تعالی څخه ورېږي .

إِنَّمَا ذَلِكُمُ الشَّيْطَانُ يُخَوِّفُ أَوْلِيَاءَهُ فَلاَ تَخَافُوَهُمْ وَخَافُونِ إِن كُنتُم مُّؤْمِنِينَ [آل عمران: 175]

ژباړه :يقيناً خبره همدا ده چې همدا شيطان مو له خپلو ملګرو څخه ډاروي ، بايد له هغوی څخه ونه ډار شئ او يوازې له (الله) نه وډار شئ که تاسې مؤمنان ياست.

پورته آیت شريف د احد له غزوې وروسته په « حمراء الأسد » نومي ځای کې نازل شو ، په دغه غزا کې مسلمانانو ته ډير مصيبت رسېدلی وو ، او دوی ددې څخه وېرېدل چې مشرکان به را پسې مدينې منورې ته راشي ، بيا دغه ايت نازل شو ، مسلمانان د هغوی مخکې ته ورغلل مګر مشرکين وورېدل او د جنګ څخه په شا شول.

لقوله سبحانه وتعالی:﴿الَّذِينَ قَالَ لَهُمُ النَّاسُ إِنَّ النَّاسَ قَدْ جَمَعُوا لَكُمْ فَاخْشَوْهُمْ فَزَادَهُمْ إِيمَاناً وَقَالُوا حَسْبُنَا اللَّهُ﴾ [آل عمران: 173].

ژباړه: هغه کسان چې خلکو ورته وويل چې د مکي خلک ستاسې پر خلاف را ټول شوي دي نو بايد ترې وډار شئ . دغو خبرو يې ايمان او هوډ نور هم زيات او ويې ويل : زمونږ لپاره الله کافي دی او هغه ښه کارجوړونکی دی .

بس د مؤمنان لپاره د الله تعالی مدد او نصرت کافي دی .

مسلمانان به په راحت او سختی دواړو کې د الله تعالی اطاعت کوونکي وي :

الله سبحانه وتعالی فرمايي: ﴿وَمِنَ النَّاسِ مَن يَقُولُ آمَنَّا بِاللَّهِ فَإِذَا أُوذِيَ فِي اللَّهِ جَعَلَ فِتْنَةَ النَّاسِ كَعَذَابِ اللَّهِ﴾ [العنكبوت: 10] }.

ژباړه: او ځينې خلک وايي چې مونږ په الله ايمان راوړی خو چې د الله (په لار کې) اذيت شي نو د خلکو سختي داسې ګڼې لکه د الله عذاب .

پس په مصيبتونو او تکليفونو مه خفه کيږئ او هغه الهي عذاب مه ګنئ دا ټول د مؤمن په حق رحمت دی .

رسول صلی الله عليه وسلم فرمايلي : « إِنَّ عِظَمَ الْجزاءِ مَعَ عِظَمِ الْبلاء، وإِنَّ اللَّه تعالى إِذَا أَحَبَّ قَوماً ابتلاهُم، فَمنْ رضِيَ فلَهُ الرضَا، ومَنْ سَخِطَ فَلَهُ السُّخْطُ » (رواه الترمذي وقَالَ: حديثٌ حسن).

ژباړه : لوی اجر او بدله له سترو او لويو ابتلاوو سره دی ، او کله چې الله يو قوم خپل دوست ولري هغه امتحانوي نو څوک چې د الله تعالی په امتحان راضي شي الله تعالی د هغه څخه راضي کيږي او که ناراضه شي الله تعالی له هغه څخه ناراضه کيږي .

مسلمان ته پکار ده چې پخپل دين باندې کلک ووسي ، د اسلامي شعائرو په لوړوالی کې د خلکو د خوښی او نا خوښی لحاط ونکړي .

معاويه رضی الله عنه چې کله د مسلمانانو امير مقرر شو بی بی عايشې رضی الله عنها ته يې ليک وليږلو چې ما ته نصيحت وکړه ، عائشې رضی الله عنها په ځواب کې ورته وليکل چې جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي :

«من التمس رضى الله بسخط الناس، رضي الله عنه، وأرضى عنه الناس، ومن التمس رضى الناس بسخط الله، سخط الله عليه، وأسخط عليه الناس».

ژباړه: هر چا چې د الله تعالی رضا او خوښی د خلکو په ناخوښۍ کې و لټوله ، الله تعالی به له ده څخه راضې او خوښ شي او خلک به هم له ده څخه خوښ شي، او څوک چې د الله تعالی په نا خوښۍ کې د خلکو خوښي لټوي ، الله تعالی له ده څخه نا خوښه او خلک به هم له ده څخه نا خوښه شي .

په پورته حديث شريف کې د اسلامي شرعيت ستره قاعده بيان شوې ده .

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً