اسلام عليکم ورحمته الله وبراکاته
زماپښتنه داده دماښام اذان څخه 5مينټه وروسته جمعه دريزى مخکي دينه مونږنفل کواى شو

حاجی محمد اجان – الکويت


ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

په دې مسئله کې د مذاهبو د فقهاء کرامو تر مينځ اختلاف دی ، زمونږ په نزد (احناف) په دغه وخت کې نفل لمونځ نشته .

د ماښام د لمانځه مخکې نفل کول د امام ابی حنيفه او امام مالک رحمهما الله په نزد جايز نه دي ځکه په دغه وخت په مطلق ډول له لمانځه ادا کولو منع راغلی ده ، په دليل د لاندې احاديثو :

اول حديث: «لا صلاة بعد صلاة العصر حتى تغرب الشمس، ولا صلاة بعد صلاة الفجر حتى تطلع الشمس».

ژباړه: لمونځ نشته پس د سهار د لمانځه څخه تر لمر ختلو پورې او لمونځ نشته د مازديګر د لمانځه څخه تر لمر لوېدو پورې

دوهم حديث : روى الطبراني في مسنده عن جابر قال : ( سألنا نساء رسول الله صلى الله عليه وسلم: هل رأيتن رسول الله صلى الله عليه وسلم يصلي الركعتين قبل المغرب ؟ فقلن : لا , غير أم سلمة قالت : صلاها عندي مرة ، فسألته ما هذه الصلاة ؟ فقال صلى الله عليه وسلم : نسيت الركعتين قبل العصر فصليتهما الآن.

دريم حديث : عن إبراهيم النخعي رحمه الله قال : لم يصل أبو بكر ، ولا عمر ، ولا عثمان ، الركعتين قبل المغرب . رواه عبد الرزاق في ” المصنف ” (2/434) عن الثوري ، عن منصور ، عن إبراهيم به .

مګر د امام شافعي رحمه الله په نزد د ماښام مخکې دوه رکعته لمونځ کول مستحب او د امام احمد رحمه الله په نزد جايز دی

دليل دا حديث شريف دی : كنا نصلي على عهد رسول الله صلّى الله عليه وسلم ركعتين بعد غروب الشمس قبل صلاة المغرب.

جاء في کتب الحنفية :

يكره تحريماً فيها كل صلاة مطلقاً، فرضاً أو نفلاً، أو واجباً،ولو قضاء لشيء واجب في الذمة، أو صلاة جنازة أو سجدة تلاوة أو سهو، إلا يوم الجمعة على المعتمد المصحح، وإلا فرض عصر اليوم أداء.

فتح القدير مع العناية:161/1-166، مراقي الفلاح: ص31، الدر المختار:1/343-349

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email