عبدالله بن عمر رضی الله عنه روايت کوي چې : «أَخَذَ رَسُولُ اللهِ صلی الله عليه وسلم بِمَنْكِبِي فَقَالَ: كُنْ فِي الدُّنْيَا كَأَنَّكَ غَرِيبٌ أَوْ عَابِرُ سَبِيلٍ.

وَكَانَ ابْنُ عُمَرَب يَقُولُ: إِذَا أَمْسَيْتَ فَلاَ تَنْتَظِرِ الصَّبَاحَ، وَإِذَا أَصْبَحْتَ فَلاَ تَنْتَظِرِ الْمَسَاءَ، وَخُذْ مِنْ صِحَّتِكَ لِمَرَضِكَ وَمِنْ حَيَاتِكَ لِمَوْتِكَ»([1]).

رسول الله صلی الله عليه زه تر اوږه ونيوله او ويې فرمايل :په دنيا کی د مسافر او لاری تېريدونکي په شان ګزاره او ژوندکوه.

او عبدالله بن عمرt به هميشه ويل: کله چې شپه شوه د سبا انتظار مه کوه او کله چې درباندې سبا شو د بيګا تمه مه کوه ، د صحت او جوړتيا په وخت کې دې د مرض د ورځو توښه واخله او په ژوند کې دې د مرګ لپاره توښه برابره کړه .

تشريح:

د « غَرِيبٌ » نه مراد داسې کس دی چې د قرار او اوسيدو لپاره جوړ کړی ځای نلري .

د « عَابِرُ سَبِيلٍ » نه مراد تلونکی چې هميشنۍ استقرار او سکون نلري او عابر السبيل له غريب څخه کامل زهد بلل کيږي ځکه عابر السبيل ناست نه وي مګر غريب ناست وي خو غريب وي ،او ددې مثال څخه د جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم مطلب د دنيا زهد دی يعنې دا چې په دنيا به زړه نه بايلوئ ځکه چې دنيا کې ژوند هميشنی نه دی بلکي د څو ورځو داسې ژوند دی چې بقا نلري ، خوشحالي يې د غم سره يو ځای او آرام له مشقت سره يو ځای دی .

[1]– رَوَاهُ الْبُخَارِيُّ.

الأربعون النووية

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email