ددغه دووحدیثوپه بارہ کی که معلومات راکی مننه به مووی اول
ظن المؤمنین خیرامالم یرہ شرہ
او ومارآہ المؤمنون حسنافھوعندالله حسن
ددغواحادیثواسنادکه راته تشریح کی مننه به مووی

قانت

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

په دغه متن (ظن المؤمنين خيراً ما لم يره شره) حديث مې پیدا نه کړ . والله اعلم

د مؤمن ښه ظن (ګمان) عبادت دی ، لقوله رسول صلی الله عليه وسلم : «حسن الظن من العبادة» (رواه احمد و ابوداود ) .

او بد ګماني کول حرام دي .

لقوله سبحانه وتعالی : [يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اجْتَنِبُوا كَثِيرًا مِّنَ الظَّنِّ إِنَّ بَعْضَ الظَّنِّ إِثْمٌ .…] (الحجرات :۱۲ ) .

ژباړه: ای مؤمنانو ځانونه وساتئ تاسې له ډيرو بد ګمانيو او تهمتونو يقيناً ځينې بدګمانونه او تهمتونه ګناه ده .

دوهم :

دا حديث « ما رآه المسلمون حسناً فهو عند الله حسن» موقوف دی د عبدالله ابن مسعود رضی الله عنه قول دی .

ملا علي قاري په الأسرار المرفوعه کې صحيح بللی دی .

ابن حجر عسقلاني په نصب الدراية کې حسن بللی دی .

ددې حديث معنی دا ده چې کوم څوک د مسلمانانو په نزد ښه وي ، طبعي خبره چې مسلمان څوک خوښوي هغه کس چې په شرعيت برابر وي نو هغه کس د الله تعالی په نزد هم ښه سړی دی .

او يا دا چې په کوم شي کې د مسلمانانو اجماع وي نو هغه حجت او دليل دی او حق دی او د الله په نزد هم د قبول وړ دی .

المبسوط للسرخسي (12/138)

په دې باره کې د بخاري شريف حديث دی :

څوک چې مسلمانانو ته خوښ وي الله تعالی ته خوښ دی

رسول صلی الله عليه وسلم فرمايلي :«إذا أحبَّ الله العبد نادى جبريل إن الله يحب فلاناً فأحببه فيحبه جبريل فينادي جبريل في أهل السماء إن الله يحب فلانا فأحبوه فيحبه أهل السماء ثم يوضع له القبول في الأرض (البخاري :۳۲۰۹ ).

ژباړه: کله چې الله تعالی ته کوم بنده خوښ وي نو جبرئيل ته آواز کوي چې فلانی بنده يې خوښ دی ته هم هغه خوښ کړه نو جبرئيل هغه خوښ کړي او د آسمان اهل ته آواز وکړي چې فلانی بنده الله تعالی ته خوښ دی نو تاسې هم هغه خوښ کړئ (له هغه سره مينه وکړئ ) نو د آسمان اهل هم هغه خپل دوست او خوښ جوړ کړي بيا په همدې توګه د ځمکې د اهل هم خوښ او مقبول شي .

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email