ډالر په کلدارو بدلول

السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته داسلامی ان لائن وٹولوکارکنانوته دزړ‎ہ له کومی سلامونه اونیکی ھیلی وړ‎اندی کوم پوښتنه می دادہ کله چه موږ ‎په کالدارو ډالر اخلوکه ددغه ډالروقیمت مثلا۱۰۶روپی په نغدواوکه دیوی ھفتی بعدموږ‎کالداری ورکړ‎ودوئ خو ڈالر نن راکړ‎ی وی لیکن موږ‎کالداری یوہ ھفته بعد ورکوو بیا ڈالر په ۱۰۸روپئ حسابی په دغه رکم معامله کی خوبه شرعاکم نقصان نوی لطفا دجواب په انتظار

عبدالهادي قانت

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د نغدو پيسو بدلول يا تبادله اسعار کې لکه ډالر په افغانۍ او افغانۍ په کلدارو په مختلف نرخ جايز دي په دې شرط چې لاس په لاس وي ځکه چې جنس يې سره مخالف دی .

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي :[ فَإِذَا اِخْتَلَفَتْ هَذِهِ الْأَصْنَافُ فَبِيعُوا كَيْفَ شِئْتُمْ إِذَا كَانَ يَدًا بِيَدٍ] (مسلم ) .

(کله چې دا اجناس مختلف وي څنګه چې غواړی لاس په لاس يې معامله کړئ) .

لاس په لاس داسې چې د معاملې په مجلس کې به د تبالې نرخ فيصله کيږي او روپۍ به قبض کيږي تأخير او ځنډ پکې جايز نه دی

يشترط أن يكون عقد الصرف خالياً عن الأجل لكل من المتعاقدين أو لأحدهما، وإلا فسد الصرف؛ لأن قبض البدلين مستحق قبل الافتراق، كما عرفنا، والأجل يؤخر القبض، فيفسد العقد، فإن أبطل صاحب الأجل أجله قبل الافتراق، ونفذ ما عليه، ثم افترقا عن تقابض، ينقلب العقد جائزاً خلافاً لزفر
فقه الاسلامي و ادلته، مختصر الطحاوي: ص 75، فتح القدير: 367/5، البدائع: 219/5، الدر المختار: 246/4.

مګر که د حوالې او قرض خبره وي هغه بيا جلا مسئله ده

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً