فاسق او بدکاره ته سيد او آغا ويل څه حکم لري؟

دغه فاسق او بدکاره پير ته خلق ددي وجهي عزت وركوي چې دوي اغاصاحبان دي او دنسب له وجهي عزتمند خلق دي اوخلق وايي دنبي ع دنسب نه دي نودوى ته رد بد ويل يايي مخالفت كول زيان لري اياداحقيقت ده سي يو سوك دي نبي ع له نسب نه وي هغه كه دشريعت داحكامو فابند هم نه وي ورته رد بد ويل زيان لري اوكنه ?

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

کافر او ښکار فاسد او بد کار ته سيد ، آغا ، حضرت او نور د احترام او عزت الفاظ ويل جايز نه دي ، هغه که په رښتيا هاشمي او يا بل څوک .

سيد په عربي کې مشر ، عالم او فقهي ته وايي ، فاسق او بد کار ته د دغو الفاظو کارول د شريعت اهانت دی .

او د فاسق او بدکا سړي سره ملګري ، کيناستل او مجلس کول جايز نه دی .

جاء في الموسوعة الفقهية :

اتَّفَقَ الْفُقَهَاءُ عَلَى أَنَّهُ لا يَجُوزُ التَّوَدُّدُ لِلْفَاسِقِ لأَجْلِ فِسْقِهِ ، وَلا الْجُلُوسُ مَعَهُ وَهُوَ يُمَارِسُ شَيْئًا مِنَ الْمَعَاصِي إِينَاسًا وَمُجَارَاةً لَهُ ، لِقَوْلِهِ تَعَالَى : { وَلا تَرْكَنُوا إِلَى الَّذِينَ ظَلَمُوا فَتَمَسَّكُمُ النَّارُ } (سوره هود) ، وَلِقَوْلِ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : ” لا تُصَاحِبْ إِلا مُؤْمِنًا وَلا يَأْكُلْ طَعَامَكَ إِلا تَقِيٌّ ” (الترمذي) ، وَقَوْلِهِ : < الرَّجُلُ عَلَى دِينِ خَلِيلِهِ ، فَلْيَنْظُرْ أَحَدُكُمْ مَنْ يُخَالِلُ (الترمذي) .

مسلمان ته بد رد او لعنت ويل حرام دي ، او همدارنګه فاسق ته په معين او مشخص ډول چې فلانی او …. بد رد او لعنت ويل جايز نه دي .

عن ابن مسـعود رضي الله عنه قال: قـال رسول الله صلى الله عليه وسلم: «… لا يكون المؤمن لعَّاناً»

و في حاشيه ابن عابدين :

في الأحاديث جواز لعن العصاة من المسلمين لا على التعيين (حاشية ابن عابدين: 3/416).

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

ځواب دلته پرېږدئ

آن لاين اسلامي لارښود حفظها الله په افغانستان کې د اهل سنت والجماعت (مذهب امام ابوحنيفه رحمه الله ) د ديني څيړنو او تحقيقاتو يوه معتبره پاڼه ده چې هدف يې ټولنې ته د شرعي اوامرو رسول د کفر ، شرک ، بدعت او ټولو نا روا کړنو پر وړاندې په دلائلو ولاړه کلکه مبارزه ده دا پاڼه کاملاً شخصي ده او مصارف يې کاملاً شخصي د انفاق فی سبيل الله څخه دي