د موسيقۍ اورېدلو ضررونه

۱- موسيقي په زړه کې نفاق ته وده ورکوي :

ابن مسعود رضی الله عنه وايي : ‹‹ العناء ينبت النفاق في قلب کماينبت الماء الزرع ‍‌›› (ابوداود بيهقي ).

ژباړه: موسيقي په زړه کې نفاق داسې تازه کوي لکه اوبه چې کښت تازه کوي .

يعنې موسيقي اورېدل د نورو ګناهونو په نست داسې ګناه ده چې په زړه کې نفاق را مينځته کوي .

په زړه کې نفاق داسې مرض دی چې ددې په وجه د بنده په زړه کې د اسلامي شعائر څخه نفرت او له جنسي خواهشاتو او باطلو منکراتو سره علاقه پيدا کيږي ، د عبادت په ادا کولو کې سستي او رياء او د درواغو ، په وعده وفاء نه کول ، خيانت او نور رزيل صفات او اخلاق پکې را مينځته کيږي .

نو پوه شئ چې غناء او موسیقي په زړه داسې اثر کوي چې له ذکر ، قرآن ، شرعي علم ، تدبر او تفکر د نفس د محاسبې څخه سړی غافله کوي او زړه ته رزيل خيالونه ور اچوي نو کله چې زړه فاسد شو ټول بدن په فساد اخته کوي .

۲- د الله تعالی د ذکر څخه د زړه غفلت :

موسيقي انسان د شهواني او عشق رانۍ په خيالونو کې زنګوي چې د الله تعالی د عبادت او ذکر څخه زړه غافله کوي ، تلاوت او ذکر خو پر ځای پرېږده چې کله يې د لمانځه او فرضي عباداتو قضاء کولو او ترک کولو ته هم اړ باسي ، په تيره چې د نن زماني فاحشه موسیقي او بيا د هغه سره نچا هم وي (اغوذ بالله من ذالک ) .

دا حقيقت تر لمر واضح او ښکاره دی د هيچا څخه پټ نه دی .

د سفر پر مهال چې کله په سپرلۍ کې موسیقي غږيږي د موټر ټوله سپرلي يې د الله تعالی د ذکر څخه محروم کړي وي .

او کله چې په کوم هوټل او بل ځای کې فاحشه موسيقي او د هغه سره نچا وي ، نو تاسې دوی ليدلي دي چې د لمانځه د ادا کولو لپاره جومات تللي وي ؟ او يا يې پر خپل وخت لمونځ ادا کړی وي ؟

او بس د دوی د نچا او نخرو فلمبرداري روانه وي .ځکه چې دلته د شيطان حکمراني وي ځکه چې خلک صوت شيطان نیشه کړي وي .

نو کله چې کوم زړه د الله تعالی د ذکر څخه غافله شو ، نو دا زړه به دايم سرګرانه او هيڅ سکون به پکې نه وي .

قال تعالى:[وَمَنْ أَعْرَضَ عَنْ ذِكْرِي فَإِنَّ لَهُ مَعِيشَةً ضَنكًا] (طه :۱۲۴ ) .

ژباړه : او هر چا چې مخ وګرځاوه له ذکر زما ( زما اطاعت يې پرېښود او د خواهشاتو او طاغوت لاره يې غوره کړه ) پس يقيناً هغه لره به تنګ او سخت ژوند وي .

ډيرو خلکو چې کله موسيقي ترک کړې ده د ژوند په اصلي سکون او اطمان پوه شوي دي ، د زوجينو تر مينځ محبت او ښه سلوک باندې پوه شوي دی او په کور او ژوند کې يې سالمه او روغه فضاء را مينځته شوې ده .

۳- موسيقی د زنا له اسبابو څخه ده :

موسيقي د زنا او فاحشو اعمالو د اسبابو داسې يو سبب دی لکه شراب نو ځکه موسیقي د شرابو او زنا سره يو ځای ذکر شوي ده ، لکه په دغه حديث کې : «لَيَكُونَنَّ مِنْ أُمَّتِي أَقْوَامٌ يَسْتَحِلُّونَ الْحِرَ، وَالْحَرِيرَ، وَالْخَمْرَ، وَالْمَعَازِفَ…»

ژباړه: يقيناً زما په امت کې به داسې کسان پيدا شي چې دوی به د زنا فاحش عمل ،ابريشم ،شراب،ساز او موسيقي حلال بولي .

موسيقي هغه لومړنی صوت شيطان دی د بيګانه ښځو او سړيو سره د تعلق جوړلو او عشق بازۍ نغارې وهي ، د بيګانه شنه او تور خالونه ، تورې سترګې ، تور زلفان او د عشق او ناوليې مينې سندرې وايي . په تيره چې نچا ور سره وي د ويديو او فلم په بڼه وي .

موسيقۍ لومړی شيطاني دام دی چې شهوت ته حرکت ورکوي ، د عشق الهام ورکوي او د فجورو خواته دعوت ورکوي ، فضل بن عياض وايي : (الغناء رقية الزنا). د سندرغاړو او د هغو د کلکو لارويان احوال له چا څخه پټ نه دي .

۴- د الله تعالی د رحمت څخه لرېوالی :

د موسيقي په غږ باندې د الله تعالی لغت دی ، دا ملعون غږ دی ، د موسیقي په مجلس باندې د الله تعالی لعنت اوريږي او داسې مجلسونه د الله تعالی د رحمت څخه لرې دي .

«صوتان ملعونان في الدنيا والآخرة، مزمار عند نعمة، ورنة عند مصيبة »

۵- د متقيانو پر ځای د فاسقان سره مينه او علاقه :

په مسلمان باندې واجبه ده چې د خپل رب (جل جلاله ) او پيغمبر صلی الله عليه وسلم او متقيانو سره مينه ولري .

الله تعالی حکم کړی دی چې تاسې د متقيانو او نيک خلکو سره ملګري شئ :

[ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ اتَّقُواْ اللّهَ وَكُونُواْ مَعَ الصَّادِقِينَ] (التوبه ۱۱۹)

ژباړه: ای مؤمنان له الله څخه وويريږی او له صالحانو خلکو سره ملګري شی.

د محبت په شرک اخته کيدل

لقوله سبحانه وتعالی : [وَمِنَ النَّاسِ مَنْ يَتَّخِذُ مِنْ دُونِ اللَّهِ أَنْدَاداً يُحِبُّونَهُمْ كَحُبِّ اللَّهِ وَالَّذِينَ آمَنُوا أَشَدُّ حُبّاً لِلَّهِ وَلَوْ يَرَى الَّذِينَ ظَلَمُوا إِذْ يَرَوْنَ الْعَذَابَ أَنَّ الْقُوَّةَ لِلَّهِ جَمِيعاً وَأَنَّ اللَّهَ شَدِيدُ الْعَذَابِ] (سورة البقرة ) .

ژباړه :او ځېنې خلک داسې هم شته چې د الله پرته نور شيان شريکان نيسي او مينه کوي د هغوی سره ، له هغوی سره دومره مينه کوي چې بايد يوازې له الله سره شوی وای او مؤمنان له الله سره کلکه مينه لري .

مګر په موسيقۍ باندې عادت کس له هغو سره مينه لري چې د هغه سندرې يې خوښې وي .

او بلاخره د متقيانو پر ځای د فاسقانو او شيطانانو ملګری شي .

لقوله سبحانه وتعالی:[وَمَنْ يَعْشُ عَنْ ذِكْرِ الرَّحْمَنِ نُقَيِّضْ لَهُ شَيْطَانًا فَهُوَ لَهُ قَرِينٌ وَإِنَّهُمْ لَيَصُدُّونَهُمْ عَنِ السَّبِيلِ وَيَحْسَبُونَ أَنَّهُمْ مُهْتَدُونَ](الزخرف :۳۶-۳۷ ).

ژباړه: او هغه څوک چه سترګی پټی کړي او ځان ناخبره ونیسي د الله تعالی له یاد څخه نو ورپسی به کړو، او مسلط به کړو په ده باندې شیطان، نو همدا شیطان به یي ملګرې وي، او بیشکه دوﺉ خامخا اړوي د لاری حقی څخه، او سره له دی ګومان هم کوي چه دوﺉ ګنې په سمه لار دي.

۶- د موسیقۍ د اورېدونکی شهادت نه قبليږي .

ذَهَبَ جُمْهُورُ الْفُقَهَاءِ إِلَى أَنَّهُ لا تُقْبَلُ شَهَادَةُ الْمُسْتَمِعِ لِلْمِزْمَارِ وَتُرَدُّ شَهَادَتُهُ وَتَسْقُطُ عَدَالَتُهُ (موسوعة الفقيهة ۳۷/۱۰۸ حاشیه ابن عابدين ۴/۳۸۴ ).

يعنې : د جمهورو فقهاؤ په نزد د موسيقۍ اورېدونکي شهادت د قبول وړ نه دی او د هغه عدالت له مينځته تللی دی .
۷- په موسيقۍ باندې د مال مصرفوونکي د شيطان وروڼه دي :

څوک چې ډمان راولي سندې ورباندې وايي اجرت ورکوي، يا د موسیقي سامان اخلي دا مال په حرامو کې لګول شوی مال دی او په حرامو کې د مال لګولو ته «تبذر» وايي .

لقوله سبحانه وتعالی :[ولا تبذر تبذيراً ، إن المبذرين كانوا إخوان الشياطين ] (سورة الإسراء /۲۶-۲۷).

ژباړه: او اسراف مه کوﺉ په اسراف کولو سره ، يقيناً اسراف کونکي د شيطان وروڼه دي .

او د قيامت په ورځ به پوښتنه ورڅخه کيږي چې مال دې په څه کې لګولی وو .

۸- د ګناه د پيټې درنيدل :

د موسیقي اورېدل پخپل ذات کې ګناه او د هغه سربيره د نورو ګناهونو سبب کيږي ، هر ورځ يو ساعت يا څو ساعته يا هر ورځ او بلاخره ټول عمر اورېدلو ګناه يې په عمل نامه ليکل کيږي ، او سړي ته به دغه ګناه عادي څرګنديږي خو يو وخت به داسې پلې ته رسيدلی وي چې وزن به يې تر ښو او نيکو کارونو اوښتی وي .

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً