۳- په فقه او د فقهاوو په اقوالو کې د موسيقۍ حرمت :

په موسوعة الفقهية کې (هئيت کبار علماء الاسلام ) راغلي :

ذَهَبَ الْفُقَهَاءُ إِلَى أَنَّ الاسْتِمَاعَ إِلَى الْمَعَازِفِ الْمُحَرَّمَةِ حَرَامٌ ، وَالْجُلُوسُ فِي مَجْلِسِهَا حَرَامٌ (موسوعة الفقهية ۳۸/۱۷۰).

د فقهاؤ مذهب دا دی چې د موسيقۍ اورېدل حرام او د هغه په مجلس کې کيناستل حرام دي .

په فقه اسلامي و ادلته کې راغلي :

يحرم الغناء وسماعه من غير آلة مطربة.

وأما الآلات: فيحرم في المشهور من المذاهب الأربعة (الحنفية والمالكية والشافعية والحنابلة) استعمال الآلات التي تطرب كالعود والطنبور والمعزفة والطبل والمزمار والرباب وغيرها من ضرب الأوتار والنايات والمزامير كلها .

فمن أدام استماعها، ردت شهادته، لقوله صلّى الله عليه وسلم : «ليكونن من أمتي أقوام يستحلون الخمر والخنازير والخز والمعازف» وفي لفظ : «ليشربن ناس من أمتي الخمر، يسمونها بغير اسمها، يعزف على رؤوسهم بالمعازف والمغنيات، يخسف الله بهم الأرض، ويجعل منهم القردة والخنازير» .
واستدلوا على تحريم المعازف من القرآن بقوله تعالى: {ومن الناس من يشتري لهو الحديث ليضل عن سبيل الله } [لقمان:6/31] قال ابن عباس: إنها الملاهي.
وبالمعقول: وهو أن هذه الآلات تطرب، وتدعو إلى الصد عن ذكر الله تعالى وعن الصلاة، وإلى إتلاف المال، فحرمت كالخمر.

يعنې : د موسيقۍ د آلاتو پرته د سندرو اورېدل حرام . او هر چې د موسيقۍ آلات دي حرمت يې په څلورو مذاهبو سره مشهور او د سندرو د آلاتو کارول لکه : عود يو ډول تار لرونکي آله ،طنبور ، رباب ، طبله ، ډول او سورڼی او نورو ټولو آلاتو کارول حرام دي.

څوک چې د موسيقۍ په اورېدو هميشوالی کوي شهادت يې د قبول وړ نه دی ، په دليل د قول د رسول صلی الله عليه وسلم « ليكونن من أمتي أقوام يستحلون…» او په دليل د دغه حديث « ليشربن ناس من أمتي الخمر …»

او د موسيقۍ حرمت په قرآن سره په دغه قول د الله تعالی ثابت دی چې [ومن الناس من يشتري…] ، ابن عباس وايي ددې نه سندرې او موسیقي مراد دي .

معقول قول دا دی چې : د سندرو او موسيقۍ آلات د الله تعالی د ذکر او لمانځه مانع ګرځي او د مال د ضايع سبب دی نو داسې حرام دي لکه خمر (شراب) .

(فقه اسلامي وادلته – باب خظر و اباحه) .

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email