د موسيقۍ د حرمت او د هغه د وعيدونو په باره کې ډير احاديث ذکر شوي دي دلته څو صحيح أسناد احاديث ذکر کوو :

۱- رسول صلی الله عليه وسلم فرمايلي :«لَيَكُونَنَّ مِنْ أُمَّتِي أَقْوَامٌ يَسْتَحِلُّونَ الْحِرَ، وَالْحَرِيرَ، وَالْخَمْرَ، وَالْمَعَازِفَ، وَلَيَنْزِلَنَّ أَقْوَامٌ إِلَى جَنْبِ عَلَمٍ، يَرُوحُ عَلَيْهِمْ بِسَارِحَةٍ لَهُمْ، يَأْتِيهِمْ لِحَاجَةٍ، فَيَقُولُونَ: ارْجِعْ إِلَيْنَا غَدًا، فَيُبَيِّتُهُمُ اللَّهُ وَيَضَعُ الْعَلَمَ، وَيَمْسَخُ آخَرِينَ قِرَدَةً وَخَنَازِيرَ، إِلَى يَوْمِ الْقِيَامَةِ». (بخارى:5590).

ژباړه : يقيناً زما په امت کې به داسې کسان پيدا شي چې دوی به د زنا فاحش عمل ،ابريشم ،شراب،ساز او موسيقي حلال بولي . او همدارنګه داسې کسان به هم پيدا شی چې د غرو په څوکو کې به ژوند کوي او د ماښام پر وخت چې کله سپون د هغوی پسونو کور ته راولي ، کچېرې مسکين هغوی راشي او د هغوی څخه څه شی وغواړي ، نو هغوی به وايي: سبا مونږ ته راشه . مګر د شپې په وخت کې به الله تعالی هغوی هلاک کړي او پر هغوی به د پاسه غر وغورځوي او بله ډله به يې مسخ شي او د قيامت تر ورځې به د خنزير او شادي په شکل وي .

۲- بل حديث شريف کې راغلي:

«يكون في أمتي قذف ومسخ وخسف ، قيل يا رسول الله: ومتى ذلك؟ قال»: إذا ظهرت المعازف وكثرت القيان وشربت الخمور» ( رواه الترمذي في الجامع و ابن ابی الدنيا في ذم الملاهي و ، السلسلة الصحيحة 2203).

ژباړه: زما په امت کې به د ډبرو باران يا ويشتونکي عذابونه، مسخ (شکل بدلېدل) ، خسف (په ځمکه کې غرقېدل ) را مينځته شي . چا پوښتنه وکړه يا رسول الله صلی الله عليه وسلم کله به دا را مينځته کيږي ؟ ويې فرمايل : کله چې موسيقي ظاهره او ښکاره شي ، سينګار ډير شي او شرابو څښل کيږي .

د علم حديث د علماؤ په نزد «يکون» دوې معناوې لري ، دا چې دغه ګناهونه حلال وګڼې ، او يا دا چې دغه ګناهونه داسې ښکاره او ظاهر شي چې نه څوک پرې شرميږي او نه يې څوک منع کوي .

د القيان او القيانة په معنې کې ځينې شارحين وايي چې ددې څخه هغه ښځې مراد دي چې نورو ښځو ته سينګار ورکوي او ناوې ګانې جوړوي په نن عصر کې ددې څخه مراد (آرايشګاوې) دي .

۳- له انس بن مالک رضی الله عنه نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي :«صوتان ملعونان في الدنيا والآخرة، مزمار عند نعمة، ورنة عند مصيبة » (رواه براز في مسنده، إسناده حسن، السلسلة الصحيحة 427 باسناد حسن)
) .

ژباړه: په دنيا او آخرت کې دوه ملعون (واجب لعنت ) آوازونه دي ، چې : يو د موسيقۍ د آلاتو غږ د سندرو په وخت کې او بل د مصبت په وخت کې آواز دی .

لعنت ( د الله تعالی د رحمت څخه لرې والی ) د ګناه د سخت وعيد لپاره راغلی وي چې په پورته حديث شريف د دوو صوتونو (غږونو) لپاره لعنت ذکر شوی دی چې يو د سندرو او موسيقۍ اواز او بل د مصبت په وخت کې د جغو وهل دي .

۴- عبدالرحمن بن عوف رضی الله عنه روايت کوي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي :

» إني لم أنه عن البكاء .ولكني نهيت عن صوتين أحمقين فاجرين، صوت عند نعمة لهو ولعب ومزامير الشيطان، وصوت عند مصيبة لطم وجوه وشق جيوب ورنة شيطان.«(رواه حاکم ، و البيهقي و ابن ابی الدنيا في ذم الملاهي و صحيح الجامع 5194 ) .

ژباړه: زه د ژړا نه وايم ( د مصيبت پر مهال عږ او چيغو پرته ژړا منع نه ده ) ، مګر ما د دوو احمقو او فاجرو آوازونو څخه منع کړې ده، د لهو لعبو او شيطاني موسيقۍ آواز او د مصبت پر مهال آواز چې خپل مخ وهي ، ګرېبان څېروي ، شيطانې آواز .

۵- له عبدالله بن عباس رضی الله عنه نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي:« إن الله حرم الخمر والميسر والكوبة وكل مسكر حرام« (رواه ابوداود في سننه ، و ابن حبان في صحيحه ، احمد في مسنده ) .

ژباړه : يقيناً الله تعالی حرام کړي دي شراب ، قمار ، طبله او هر نېشه کوونکی شی .

طبله د موسيقۍ آله ده چې د مثال په توګه ذکر شوی ده د موسيقۍ نور ټول آلات په همدې حکم کې راځي .

په پورته حديث شريف کې شراب ، قمار او د موسيقۍ آلات يو ځای ذکر شول چې د ګناه په لحاظ په يو رديف کې راغلل .

۶- ابو داود له نافع څخه روايت نقل کړی دی چې :« سمع ابن عمر مزمارا، فوضع أصبعيه على أذنيه، ونأى عن الطريق، وقال لي: يا نافع هل تسمع شيئا؟ فقلت: لا ، فرفع أصبعيه من أذنيه، وقال: كنت مع النبي صلى الله عليه وسلم، فسمع مثل هذا! فصنع مثل هذا » (حديث صحيح، صحيح أبي داوود 4116).
ژباړه : نافع وايي : ابن عمر رضی الله عنه د سندرو د آلاتو عږ واوريد نو په عوږونو کې يې ګوتې واچولې او له لارې تير شوو ، ما ته يې وويل : ای نافع ايا ته څه آروې ؟ ما وويل : نه ، نو د عږونو څخه يې ګوتې لرې کړې او ويې ويل : زه له رسول صلی الله عليه وسلم سره وم او په شان ددې مو واورېدل نو همداسې مو وکړل .

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email