تعريف :

موسیقي اصلاً يوناني لفظ دی چې په غناء او مزامير يې اطلاق کيږي .

غناء : هغو سندرو ته وايي چې د عشق بازۍ فحشاء او درواغو او نورو لهو لعب طرف جذب کوونکي وي ، يا هر هغه غږ او آواز ويلو ته وايي چې د موسیقي له آلاتو سره غږول کيږي .

او مزامير د موسيقی آلاتو ته وايي .

د موسيقي اوريدل په قرآن ، سنتو او د امت د جمهورو فقهاؤ په نزد حرام دي :

اول – په قرآنکريم کې د موسیقۍ حرمت :

الله سبحانه وتعالی فرمايي :[وَمِنَ النَّاسِ مَنْ يَشْتَرِي لَهْوَ الْحَدِيثِ لِيُضِلَّ عَنْ سَبِيلِ اللَّه بِغَيْرِ عِلْمٍ ِ  وَيَتَّخِذَهَا هُزُواً أُولَئِكَ لَهُمْ عَذَابٌ مُهِينٌ] (لقمان 6 ) .

ژباړه: او ځينې له خلکو هغه دي چې عبثې خبري اخلي تر څو خلک د الله له ليارې نه په بې علمۍ سره واړه وي او ونيسي دا (حقه لار) په ټوکو مسخرو ، نو د همدغو خلکو لپاره سپکوونکی عذاب دی .

ابن مسعود رضی الله عنه د «لهو الحديث» په تفسير کې وايي :« والله الَّذي لا إله إلاَّ هو إنَّه الغنا» .

دری ځله يې دا کلمات تکرار کړل  چې پر الله قسم چې د هغه پرته بل معبود بر حق نشته د لهو الحديث نه مراد سندرې او موسيقي ده .

قال ابن عباس رضي الله عنه : هوالغناء،وقال مجاهد رحمه الله: اللهوالطبل (تفسيرالطبري) وقال الحسن البصري رحمه الله: “نزلت هذه الآية في الغناء والمزامير” (تفسيرابن كثير).

يعنې : ابن عباس رضی الله عنه وايي چې د «لهو الحديث» نه مراد سندرې دي او د هغه شاګرد مجاهد رحمه الله وايي چې ددې څخه د طبلې وهل مراد دي ، حسن بصري رحمه الله وايي دا آيت کريمه په سندرو او د هغه آلاتو کې نازل شوی .

د رسالت د مکتب شاکردانو (صحابه کرامو ) او په خاصه ټوګه د صحابه کرامو د تفسير د دوو رئيسانو (ابن عباس او ابن مسعود رضی الله عنهما ) او د هغوی د شاګرانو (تابعينو ) تفسير د لهو الحديث په باره کې کفايت کوي .

ابن عباس رضی الله عنه په مکه مکرمه د علم تفسير د مدرسې رئيس وو او ابن مسعود رضی الله عنه په کوفه کې د تفسير او شرعي علومو رئيس وو چې د هغوی څخه ټول امت ته شرعي علم رسيدلی دی .

جناب رسول صلی الله عليه وسلم ابن عباس رضی الله عنه ته داسې دعا کړې ده: «اللهم فقه في الدين وعلمه التأويل»

الله ! په دين کې پوهه ورکړي او د تأويل (تفسير) علم ورکړې .

ابن مسعود رضی الله عنه د قرآن د پوهې په باره کې خپله اعتراف کوي چې «والله ما من آية في كتاب الله إلا وأعلم أين نزلت -المكان- ومتى نزلت -الزمان- وفيمن نزلت -سبب النزول» .

يعنې: و الله چې د الله تعالی په کتاب کې داسې آيت نشته مګر دا چې زه د هغه د نزول پر ځای، او دا چې کله نازل شوی او سبب د نزول يې څه دی عالم او پوه يم.

پس په پورته آيت کې د صحابه کرامو د دغو دوو سترو مفسرين تفسیر کفايت کوي .

همدارنګه الله سبحانه وتعالی فرمايي:[وَاسْتَفْزِزْ مَنِ اسْتَطَعْتَ مِنْهُم بِصَوْتِكَ وَأَجْلِبْ عَلَيْهِم بِخَيْلِكَ وَرَجِلِكَ وَشَارِكْهُمْ فِي الْأَمْوَالِ وَالْأَوْلَادِ وَعِدْهُمْ ۚ وَمَا يَعِدُهُمُ الشَّيْطَانُ إِلَّا غُرُورًا] (سورة الإسراء:64) .

ژباړه: ويي ښويه او ذليل يې کړه څومره دې چه وس وي له دوی نه په عږ خپل او خپل سواره اوپلي لښکرې ورباندې راوله او په مالونو او اولادونو کې ورسره برخه وال شه او هغوی د وعدو په دام کی ونښلوه او د شيطان وعدې پرته له غولونې نور هيڅ نه وي .

تفسير جلالين او همدارنګه تفسير ابن کثير ليکي : چې د «صوتک» څخه غناء (سندرې) او مزامير (د موسيقي آلات) او هر هغه دعوت چې د ګناه طرف ته وي مراد دی .

او تفسير قرطبي ليکي : دا آيت د سندرو او موسيقۍ او لهو په حراموالي باندې دلالت کوي .

فَمِنْ هَذَا الْحَدِيثِ تَعْجَبُونَ*وَتَضْحَكُونَ وَلاَ تَبْكُونَ *وَأَنتُمْ سَامِدُونَ (النجم ۵۹-۶۱ ).

ژباړه: آيا همدا همغه خبری دی چه تاسی پری تعجب ښکاره کوئ خاندی اوژاړی نه او په سندرو ويلو سره دهغه مخه نيسئ.

تفسير ابن کثير د رئيس المفسرين ابن عباس قول نقل کړی چې هغه ويلي : «سامدون» څخه مراد سندرې او موسیقي ده ، «سمود» د يمن د خلکو په ژبه کې سندرو ويلو او د هغه آلاتو عږولو ته وايي .

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email