بسم اللہ الرحمن الرحیم ، بعد سلامه که ددغہ حدیث شریف لږ ‎تشریح راکی چه انت ومالک لابیک که باالفرض یوورور پخپل لاس مال گٹلئ وی دھیڅ چا کومک نور نوی ورسرہ یعنی دوڑونوکومک نوی ورسرہ اوپلار ئی ژوندئ وی اود پلارڅخہ ئی دنیاھم نوی پاته ایادغه وڑونه ددی حق لری چه ددغه دنیادارورورسرہ زان شریک کړ

طارق غزنيوال


ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

اول :

د الله سبحانه و تعالی د حق نه وروسته پر اولاد باندې د والدينو حق دی چې هغوی ته د احتياج پر مهال نفقه او استوګن ځای برابروي ، د هغوی درملنه به کوي او د هغوی خدمت او احترام به کوي .

د الله سبحانه وتعالی :[وقضى ربك ألا تعبدوا إلا إياه وبالوالدين إحساناً] (الإسراء:۲۳/۱۷) .

ژباړه : ستا رب حکم کړی دی چې له هغه پرته (د بل هيچا او هيڅ شي ) عبادت مه کوئ او له مور او پلار سره ښه وکړئ

جناب نبی کريم صلی الله عليه وسلم فرمايي : « رِضَا الرَّبِّ مِن رِضَا الوالدين وَسَخَطُ الرَّبِّ فِي سَخَطِ الْوَالِدين» (ترمذی ۱۸۹۹-، البزار ۲۳۹۴ او حاکم).

يعنې :د الله تعالی رضا د مور او پلار په رضا او خوښۍ کې ده او د الله غضب د مور او پلار په خفګان او نا خوښۍ کې دی .

دوهم ، د حديث معنی :

عمرو بن شعيب له خپل پلار او هغه له خپل جد څخه روايت کوي چې نبی صلی الله عليه وسلم ته يو اعرابي راغی او ويې ويل : چې ما لره مال او اولاد دی ، زما پلار مال ته احتياج دی او زما څخه مال غواړي : نبی صلی الله عليه وسلم ورته وفرمايل :«أَنْتَ وَمَالُكَ لأَبِيكَ » ( رواه ابن ماجه – ۲۲۹۱ ) ، (وابن حبان في صحيحه – ۱۴۲/۲ )، ) أحمد في مسنده (۶۸۶۳).

د جمهورو فقهاء قول دا دی چې پلار د نفقې او ضرورت څخه پرته د زوی په خپل سر د هغه اجازې پرته نشي اخيستلای او نه هم د يو زوی حق بل زوی ته ورکولای شي .

لا يحق للأب أن يأخذ من مال ولده الا ما احتاج الیه في نفقته ، فمال الولد معصوم فی ملک نفسه ، ولا يحل لأبيه أن يأخد منه فوق حاجته الا بطيب نفس من الولد .

و بهدا قال جمهور اهل العلم من الحنفية ، مالکية ، شافعية و روايت عن احمد .

مراجع من الحنفية :

شرح معاني الأثار للطحاوي ۴/۱۵۸ ، المبسوط للسرخسي ۷/۱۷۵ ، تبين الحقائق ۵/۹۵ ، فتح القدير ۴/۲۲۳ ، حاشيه ابن عابدين ۵/۶۹۶ ، مواهب اللطيفة شرح منسد امام ابی حنيفه .

ځکه چې اسلامي شريعت پلار او زوی د جلا جلا مکليت خاوندان ګرځولي دي ، په پلار او زوی جلا جلا زکات فرض دی ، کله چې زوی وفات شي د هغه اولاد موجود وي شپږمه حصه پلار او باقي اولاد ته پاتې کيږي .

که زامن د پلار سره په يوه کسب کې کار وکړي او زامنو لره څه نه وي مثلاً د پلار سره په تجارت کې کار کوي يا کوم بل کسب وي مطلب دا چې د پلار او زامنو کسب يو وي او په شريکه کار کوي نو په دې صورت زامن د پلار مددکاران بلل کيږي او ملک ټول د پلار دی ، د پلار ميراث به داولاد تر مينځ مساوي تقسيم کيږي .

(أَنْتَ وَمَالُكَ لأَبِيكَ ) رواه ابن ماجه ( 2291 ) ، وابن حبان في صحيحه ( 2 / 142 ) ، وصححه الألباني في صحيح ابن ماجه ، وروى الإمام أحمد في مسنده برقم (6863)

الاب والابن يکتسبان فی صنعة واحة ولم يکن لهما شیء فی الکسب کله للاب (الشامي ج۴ ص ۸۲

نقل في الفتاوي دارالعلوم ديوبند .او محمود الفتاوي

و في شر‌ح المجلة للآتاسي‌:

«‌اذا عمل شخص في صنعة هو ابنه الذي في عياله فجميع الكسب لذالك الشخص و ولده يعد معيناً له».(شرح المجلة للآتاسي مادة1398)

درالحکام ليکي :

په دريو شرطو د زامنو کسب د پلار ملک ګڼل کيږي : ۱- چې زامن د پلار سره په يوه کسب کې کار کوي ، ۲- د کار بار د پاره لومړې سرمايه او مال د پلار وي ۳- اولاد د پلار عيال وي د نفقي مصارف پلار تر سره کوي :

و يوجد ثلاثة شروط لاجل اعتبار ا‌لولد معيناً لابيه 1-‌اتحاد الصنعة ٢- فقدان‌ الاموال سابقاً، اذا كان للاب اموال سابقة كسبها و لم يكن معلوم للابن اموال بأن ورث من مورثه اموالاً معلومة فيعد الابن في عيال الاب ٣- ان يكون الابن‌في عيا‌ل ابيه‌»‌.(دررالحكام شرح مجلة لعلي حيدر:3/421)

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email