کافر ته ورور او ملګری ويل څه حکم لري ؟

​اسلام علیکم ورحة الله وبرکاته!

  بیا هم عبدالولی ل​ه هندوستان څخه پدی هیله چی جوړ یاست، دژوند په کامیاب او دلاکامیابی په هیله.

​زما په شان ډیر کسان دی چی په هند کی اوسی ممکن زما په شان له دغو دوټکوسره مشکل ولری.

 ۱- په اسلام ټولنی کی کله چی څوک نه پیژنی نو د ورور په نامه خطاب ورته کوی چیرته چی زه اوسم  ډیری وختونه له داسی مشکل سره مخ یم ځکه زما دبای یعنی ورور کلیمه می زړه نه غواړی چی استعمال یی کړم ​ که چیرته یی زه یابل څوک غیری مسلم ته استعمال کړی څه شرعی کم لری؟

​وسلام ښه وخت!​


ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

اول کافر ته د ورور خطاب او عږ کول :

کافر ته د ورور ويل جواز نلري مګر دا چې هغه یې نسبي ورور وي ، د اسلام په دين کې کافر د مسلمان ورور نشي کيدای .

نوح عليه السلام خپل زوی ته د اهل خطاب کوي ، مګر الله تعالی د هغه رد کوي چې ای ! نوح دا ستا د اهل څخه نه دی ځکه چې اهل ايمان نه دی ، لقوله سبحانه وتعالی : [رَبِّ إِنَّ ابْنِي مِنْ أَهْلِي وَإِنَّ وَعْدَكَ الْحَقُّ وَأَنْتَ أَحْكَمُ الْحَاكِمِينَ قَالَ يَانُوحُ إِنَّهُ لَيْسَ مِنْ أَهْلِكَ]

دوهم کافر د ملګري ، اڼديوال ، رفيق په لفظ بلل:

د ملګري ، رفيق او يا بل لفظ باندې غير مسلم ته غږ کول په هغه صورت کې چې سړی ته يې نوم معلوم نه وي يا يې نه پيژني باک نه لري (جايز دی) خو د نږدېوالی ، دوستۍ او احترام په نيت او قصد داسې ويل جواز نلري .

لقوله سبحانه وتعالی : لَا تَجِدُ قَوْمًا يُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ يُوَادُّونَ مَنْ حَادَّ اللَّهَ وَرَسُولَهُ وَلَوْ كَانُوا آبَاءَهُمْ أَوْ أَبْنَاءَهُمْ أَوْ إِخْوَانَهُمْ أَوْ عَشِيرَتَهُمْ (مجادله :۲۲) .

ژباړه: هيڅکله به دا و نه مومې ، کوم خلک چې پر الله او آخرت ايمان لرونکي دي چې هغوی له هغو خلکو سره مينه کوونکي اوسي چې د الله او د هغه د رسول مخالفت يې کړی دی ، که څه هم د هغوی پلرونه وي يا يې زامن وي او يا يې وروڼه وي او يا يې ټبر او کورنۍ وي .

دريم کافر او فاسق ته سيد ، آغا او مشر ويل :

او کافر او فاسق ته د سيد ، آغا ، مشره او دې ته ورته الفاظ کارول حرام دي او ددې څخه منع شوې ده ، رسول صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي : «لاَ تَقُولُوا لِلْمُنَافِقِ سَيِّدٌ ، فَإِنَّهُ إِنْ يَكُ سَيِّدًا فَقَدْ أَسْخَطْتُمْ رَبَّكُمْ عَزَّ وَجَلَّ»

يعنې : منافق ته سيد مه وایئ ، ځکه که هغه سيد شي نو الله تعالی مو ناراضه کړو .

جاء في فتاوی عالم الحرمين شريفين / محمد بن صالح العثميمين رحمه الله :

جواب :”أما قول : ” يا أخي ” لغير المسلم : فهذا حرام ، ولا يجوز ، إلا أن يكون أخاً له من النسب ، أو الرضاع ؛ وذلك لأنه إذا انتفت أخوة النسب والرضاع : لم يبق إلا أخوَّة الدين ، والكافر ليس أخاً للمؤمن في دينه ، وتذكر قول نبي الله تعالى نوح : (رَبِّ إِنَّ ابْنِي مِنْ أَهْلِي وَإِنَّ وَعْدَكَ الْحَقُّ وَأَنْتَ أَحْكَمُ الْحَاكِمِينَ قَالَ يَانُوحُ إِنَّهُ لَيْسَ مِنْ أَهْلِكَ) .
وأما قول : “صديق ” ، ” رفيق ” ، ونحوهما : فإذا كانت كلمة عابرة يقصد بها نداء من جهل اسمه منهم : فهذا لا بأس به ، وإن قصد بها معناها تودداً وتقربّاً منهم : فقد قال الله تعالى : (لَا تَجِدُ قَوْمًا يُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ يُوَادُّونَ مَنْ حَادَّ اللَّهَ وَرَسُولَهُ وَلَوْ كَانُوا آبَاءَهُمْ أَوْ أَبْنَاءَهُمْ أَوْ إِخْوَانَهُمْ أَوْ عَشِيرَتَهُمْ) ، فكل كلمات التلطف التي يقصد بها الموادة : لا يجوز للمؤمن أن يخاطب بها أحداً من الكفار .
وكذلك الضحك إليهم لطلب الموادة بيننا وبينهم : لا يجوز ، كما علمت من الآية الكريمة” انتهى . “مجموع فتاوى الشيخ العثيمين ” ( 3 / 42 ، 43 ) .
*- وأما النهي عن قول “سيد” ، أو “سيدي” لأحدٍ من الكفار : فقد جاء ذلك في نص صحيح . عَنْ عَبْدِ اللَّهِ بْنِ بُرَيْدَةَ عَنْ أَبِيهِ قَالَ : قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم : (لاَ تَقُولُوا لِلْمُنَافِقِ سَيِّدٌ ، فَإِنَّهُ إِنْ يَكُ سَيِّدًا فَقَدْ أَسْخَطْتُمْ رَبَّكُمْ عَزَّ وَجَلَّ) . رواه أبو داود ( 4977 ) ، وصححه الألباني في ” صحيح أبي داود
وإذا كان هذا الحكم في المنافق فالكافر مثله ، وقد جعل النووي رحمه الله هذا الحكم شاملاً للفاسق ، والظالم ، والمبتدع ، فقد بوَّب في كتابه “رياض الصالحين” ، فقال : “باب النهي عن مخاطبة الفاسق والمبتدع ونحوهما بـ “سيِّد” ، ونحوه ” .
و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً