د کليزې يا سالګيرې د خوراک خوړل څه حکم لري ؟

سلامونه او نیکی هیلی می ومنی هیله ده چی روغ او جور یاست او د صحت جامی مو په تن ولری. زه دو سوالونه لرم.
۱. زما پوشتنه په دی دول ده چی د کلیزی یا سالگیری لمانزل خو حرام دی خو دا خوراک چی ورته تیار شوی وی د دی خوړل هم حرام دی او کومی تحفی چی ورته راوړل شوی وی د هغه ساتل څنګه دی؟
۲. که چیری یو کس د چا څخه پور (قرض) اخیستی وی او اراده لری چی پور به یی ورکووم او که دا کس د پور له ادا کوولو څخه مخکی مړ شی نو دی سره به حساب او کتاب د الله په دربارکی څنګه کیږی؟
مننه!

خاليد ظريف

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

هر کال د خپل پيداښت د ورځې لمانځلو ته سالګره وايي دا عمل بدعت دی او د کافرانو سره مشابهت دی ، په داسې مجلسونو کې کډون کول او د هغه خوراک خوړل د بدعت په قبيح عمل کې شرکت کول دي او د دغه بدعت د تائید او اقرار معنی لري، مسلمان ته ښايي چې ددې ډول بدعاتو څخه عملاً او قولاً انکار وکړي .

جاء في فتاوی الاسلام سوال جواب :

الاحتفال بميلاد الإنسان وجعله عيدا يعود كل عام ، بدعة محدثة ، وتشبه بالكفار ، ولهذا يحرم الاحتفال به سواء فعل على وجه العبادة أو العادة .

وقد أحسنت في عدم الاحتفال به ، ونسأل الله أن يجزيك على ذلك خيرا .

وإذا كان أهلك يقيمون هذا الاحتفال فإن المطلوب منك أمران :

الأول : بذل النصيحة لهم ، وبيان أن هذا من الأمور غير المشروعة في ديننا .

الثاني : عدم المشاركة في الاحتفال ، وتجنب ما يفهم منه الرضى والإقرار .

وهذا الضابط يعينك فيما يتعلق بالهدايا التي تقدم لك ، وفي الأكل من الطعام أو الحلوى التي تصنع بهذا الخصوص .

فالأصل ألا تقبلي شيئا من الهدايا التي جيء بها لهذه المناسبة ، سواء قدمت لك في نفس اليوم أو بعده ؛ لأن قبولها فيه إقرار للمناسبة ، وإعانة على الاستمرار فيها ، فتعتذري عن قبولها بأسلوب حسن ، فإن خشيت فساد العلاقة بينك وبين صديقتك ، فبيني لها أنك تقبلين منها الهدية لأجل صداقتها ، لا أجل هذه البدعة ، مع إفهامها أنك لن تقبلي ذلك مستقبلا ، ولن تهدي لها في عيد ميلادها .

وما صنع من الطعام أو الحلوى لخصوص هذه المناسبة ، يتأكد اجتنابه ، لأن صناعته والأكل منه جزء من شعائر الاحتفال ، فعدم أكلك منه يعني الإنكار الواضح للبدعة ، وقد يكون سبببا في إقلاعهم عنها .

والله أعلم .

د دوهم سوال ځواب

په حديث شريف کې راغلي :

مَنْ أَخَذَ أَمْوَالَ النَّاسِ يُرِيدُ أَدَاءَهَا أَدَّى اللَّهُ عَنْهُ وَمَنْ أَخَذَ يُرِيدُ إِتْلَافَهَا أَتْلَفَهُ اللَّهُ (رواه البخاري )

ژباړه : كوم سړی چه د خلکو نه په قرض مال واخلي ،او د ده نيت او اراده د ادا کولو وي ، نوالله تعالی به يې ادا کړي (په ادا کولو کی به د ده مدد وکړي ،او که په ژوند کې هغه ادا نشيٍ کړای نو په آخرت کې به يې د هغه د طرف نه ادا کړي ) او چه څوک د چا نه قرض واخلي او د هغه اراده د خوړلو وي ، نو الله تعالی به يې برباد کړي (په دنيا کی به هم د هغه بد نيت د سړي امداد ونه کړي او په آخرت کې به هم د هغه د پاره وبال جوړشي ).

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً