ابوهريره رضی الله عنه  له رسول اكرم صلی الله عليه وسلم نه روايت کوي چې فرمايي: «إِنَّ اللهَ تَعَالَى قَالَ: مَنْ عَادَى لِي وَلِيًّا فَقَدْ آذَنْتُهُ بِالْحَرْبِ، وَمَا تَقَرَّبَ إِلَيَّ عَبْدِي بِشَيْءٍ أَحَبَّ إِلَيَّ مِمَّا افْتَرَضْتُهُ عَلَيْهِ، وَلاَ يَزَالُ عَبْدِي يَتَقَرَّبُ إِلَيَّ بِالنَّوَافِلِ حَتَّى أُحِبَّهُ، فَإِذَا أَحْبَبْتُهُ كُنْتُ سَمْعَهُ الَّذِي يَسْمَعُ بِهِ، وَبَصَرَهُ الَّذِي يُبْصِرُ بِهِ، وَيَدَهُ الَّتِي يَبْطِشُ بِهَا، وَرِجْلَهُ الَّتِي يَمْشِي بِهَا، وَلَئِنْ سَأَلَنِي لأُعْطِيَنَّهُ، وَلَئِنْ اسْتَعَاذَنِي لأُعِيذَنَّهُ»([1]).

ژباړه: الله سبحانه وتعالی په حديث قدسي کې فرمايي : څوک چې زما د دوست سره دوښمني کوي د هغه سره د جنک اعلان کوم ، او زما بنده پر بل هيڅ ښه څيز باندې دومره ما ته نه نږدې کيږي لکه : په فرضو سره چې ماته نږدې کيږي ، او هغه د نوافلو په ادا کولو سره ماته نږدې کيږي تر څو زه هغه خوښ کړم خپل دوست يې وګرځم ، کله يې چې زه خپل دوست وګرځوم نو زه د هغه سترګې شم چې ليدل ورباندې کوي ، غږونه يې شم چې اورېدل ورباندې کوي ، لاسونه يې شم چې نيول ورباندې کوي ، پښې يې شم چې تلل ورباندې کوي ( دا ټول اندامونه د خير په کار کي مشغول وي ، د ګناه او نافرمانۍ کار نه کوي) ، او کله چې زما څخه څه وغواړي زه يې هغه ته ورکوم ، که له ما څخه پنا وغواړي پناه ورکوم .

تشريح:

 « إِنَّ اللهَ تَعَالَى قَالَ: مَنْ عَادَى لِي وَلِيًّا فَقَدْ آذَنْتُهُ بِالْحَرْبِ »: دا قدسي حديث دی ځکه رسول الله صلی الله عليه وسلم د الله تعالی (جل جلاله) څخه روايت کړی دی.

الولي (دوست ) ضد د العدو (دوښمن ) دی او د الله تعالی دوستان مؤمنان او متقيان دي لقوله سبحانه وتعالی : [أَلَا إِنَّ أَوْلِيَاءَ اللَّهِ لَا خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَلَا هُمْ يَحْزَنُونَ (62) الَّذِينَ آمَنُوا وَكَانُوا يَتَّقُونَ ] [يونس62-63] .

ژباړه :واورئ يقيناً د الله دوستانو لره نشته هيڅ قسم وېره او نه به دوی غمجن شي ،(دغه دوستان ) هغه کسان دي چې دوی ايمان راوړی او دي متقيان .

« آذَنْتُهُ بِالْحَرْبِ » : چا چې آزار او ازيت ورسولو د الله تعالی دوست ته نو الله تعالی د هغه پر وړاندې د جنګ اعلان کړی دی .

« وَمَا تَقَرَّبَ إِلَيَّ عَبْدِي بِشَيْءٍ أَحَبَّ إِلَيَّ مِمَّا افْتَرَضْتُهُ عَلَيْهِ »:الله تعالی د نږدې والی غوره وسيله فرائض دي ، يعنې دوه رکعته فرض لمونځ تر دوه رکعته نفلو غوره دی ، فرضي حج تر نفلي حج غوره دی او فرضي روژه تر نفلي روژې غوره ده .

« عَبْدِي يَتَقَرَّبُ إِلَيَّ بِالنَّوَافِلِ حَتَّى أُحِبَّهُ »: يعنې : د فرضو د اداکولو وروسته د نوافلو په هميشوالی باندې بنده د الله تعالی محبوب جوړيږي .

«فَإِذَا أَحْبَبْتُهُ كُنْتُ سَمْعَهُ الَّذِي يَسْمَعُ بِهِ، وَبَصَرَهُ الَّذِي يُبْصِرُ بِهِ، وَيَدَهُ الَّتِي يَبْطِشُ بِهَا، وَرِجْلَهُ الَّتِي يَمْشِي بِهَا، وَلَئِنْ سَأَلَنِي لأُعْطِيَنَّهُ، وَلَئِنْ اسْتَعَاذَنِي لأُعِيذَنَّهُ»: ددې ټولو معنی دا ده چې کله يو بنده د الله تعالی مجبوب شي بيا د هغه اندامونه لکه : غږونه ، سترګې ، لاسونه ، پښې ټول د خير په کارونه کارول کيږي او الله تعالی پخپل فضل هغه له شر څخه ساتي ، او د هغه دعا قبلوي او د هغه مدد کوي .

[1]– رَوَاهُ الْبُخَارِيُّ.

الأربعين النووية

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email