السلام علیکم ..قدرمنو دوستانو ..
سوال می دادی چه بعضی خلک د مړی دفن نه ورسته د مړی سر ته د سورت البقری اخری ایتونو تلاوت کوی ایا دا په صحیح خدیث ثابت دیی والسلام
جزاک الله

حنظمه عزيزی

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د مړي د دفن څخه وروسته دعا کول سنت دي ، ځکه د جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم عادت مبارک دا ؤ چې کله به مړی خښ شو و به دريده او فرمايل به يې : خپل ورور ته مو د بخښنې او ثبات دعا و کړئ ځکه اوس د هغه څخه پوښتنې کيږي . په دليل د دغه حديث شريف : لما رواه أبو داود (3221 ) من حديث عثمان بن عفان رضي الله عنه قال : كان النبي صلى الله عليه وسلم : (إِذَا فَرَغَ مِنْ دَفْنِ الْمَيِّتِ وَقَفَ عَلَيْهِ ، فَقَالَ : اسْتَغْفِرُوا لِأَخِيكُمْ ، وَسَلُوا لَهُ بِالتَّثْبِيتِ ، فَإِنَّهُ الْآنَ يُسْأَلُ) (ابوداود او سلسلة الصحيحية ) .

موسوعة الفقهية ليکي : د مړي د دفن وروسته د مسلمانانو د يوې ډلې توقف کول او مړې د پاره دعا او بخښنه غوښتل مستحب دي ځکه په دغه وخت له مړې څخه منکر او نکير سوال کوي .

وجاء في “الموسوعة الفقهية” (4/41) : “الاستغفار عبادة قوليه يصح فعلها للميت … وعقب الدفن يندب أن يقف جماعة يستغفرون للميت , لأنه حينئذ في سؤال منكر ونكير … وصرح بذلك جمهور الفقهاء ” انتهى .

کفايت المفتي ليکي : د دفن وروسته د مړي سر طرف ته د البقرې سورت اوله حصه او پښو طرف ته يې آخره حصه تلاوت کول مستحب دي .

و کان ابن عمر يستحب ان يقرا علی القبر بعد الدفن اول سورة البقرة ، و خاتمها (ثم بعد صفحات ) فقد ثبت انه عليه السلام قرأ اول سورة البقرة عند رأس الميت ، وآخرها عند رجليه ( ردالمختار ، باب جنائز ۲/۲۳۷- ۲۴۲ ) .
مګر په قبر باندې په زوره د کلمې ويل او همدارنګه اذان کول له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه نه دي ثابت شوې کوم چې په ځينې سيمو کې رواج لري .
والله سبحانه وتعالی أعلم

آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email