له ابى‌هريره رضی الله عنه نه روايت دی چې پيغمبر اكرم صلی الله عليه وسلم وفرمايل: «مَنْ نَفَّسَ عَنْ مُؤْمِنٍ كُرْبَةً مِنْ كُرَبِ الدُّنْيَا، نَفَّسَ اللهُ عَنْهُ كُرْبَةً مِنْ كُرَبِ يَوْمِ الْقِيَامَةِ، وَمَنْ يَسَّرَ عَلَى مُعْسِرٍ، يَسَّرَ اللهُ عَلَيْهِ فِي الدُّنْيَا وَالآخِرَةِ، وَمَنْ سَتَرَ مُسْلِمًا سَتَرَهُ اللهُ فِي الدُّنْيَا وَالآخِرَةِ، وَاللهُ فِي عَوْنِ الْعَبْدِ مَا كَانَ الْعَبْدُ فِي عَوْنِ أَخِيهِ، وَمَنْ سَلَكَ طَرِيقاً يَلْتَمِسُ فِيْهِ عِلْماً، سَهَّلَ اللهُ لَهُ بِهِ طِرِيقاً إِلَى الْجَنَّةِ، وَمَا اجْتَمَعَ قَوْمٌ فِي بَيْتٍ مِنْ بُيُوتِ اللهِ، يَتْلُونَ كِتَابَ اللهِ وَيَتَدَارَسُونَهُ بَيْنَهُمْ، إِلاَّ نَزَلَتْ عَلَيْهِمُ السَّكِينَةُ، وَغَشِيَتْهُمُ الرَّحْمَةُ، وَحَفَّتْهُمُ الْمَلاَئِكَةُ، وَذَكَرَهُمُ اللهُ فِيمَنْ عِنْدَهُ، وَمَنْ بَطَّأَ بِهِ عَمَلُهُ لَمْ يُسْرِعْ بِهِ نَسَبُهُ»([1]).

ژباړه: څوک چې په دنيا کې د يو مسلمان نه غم او سختې لري کړي الله تعالی به د قيامت په ورځ دهغه نه پريشاني او تکليف لرې کړي ،څوک چې د بې وسه اوتنګ لاسي سره آساني او کومک وکړي الله تعالی به په دنيا اوآخرت دواړو کې دده سره آساني وکړي ، اوڅوک چه د مسلمان عيب پټ کړي الله تعالی به په دنيا اوآخرت دواړو کې د ده په عيبونو پرده واچوي ،الله تعالی د خپل بنده سره تر هغه وخته مرسته کوي ترڅو چه بنده د مسلمان ورور سره مرسته کوي .

څوک چې هڅه کوي او د علم لاره لټوي ، الله پاک به جنت ته د داخلېدو اسباب ورته برابر کړي او هر ټولګی چې د قرآن لوستلو او د هغه زده کړې لپاره د الله تعالی د کورنو څخه په يو کور (جومات) کې را غونډ شي په هغوی باندې روحي او باطني ډاډګيرنه نازليږي او د الله پاک مهرباني ور په برخه کيږي او د رحمت پرښتې يې په شا او خوا کې دريږي او الله تعالی هغوی د هغو (په مجلس کې ) چې له ده سره دي يادوي . او څوک چې ښه عمل نه لري او له دې کبله وروسته پاتې وي نو د قبلې او نسب په وسيله مخکې نشي تلای .

تشريح :

دا حديث د علومو ، قواعدو او آدابو او اسلامي اخلاقو يو جامع حديث دی چې په دې کې د مسلمانانو د حوائجو او ضروروياتو پوره کولو ، مصلحت او نصيحت او نورو فضيلت بيان شوی دی .

« كُرْبَةً » : سختي او غم هغه که د مال يا بدن او د ټولنيزو چارو وي .

« وَمَنْ سَتَرَ مُسْلِمًا »: او د ستر څخه د هغه څه پټول مراد دي چې په هغه کې خير وي د شر او فساد سبب نه ګرځي ، مګر که څوک پخپل مسلمان ورور کې څه ګناه وويني نو د هغه څخه به انکار کوي او هغه به ورڅخه منع کوي کچېرې عاجز وو نو ولی الامر به ورباندې خبروي ، ځکه چې ګناه د فساد او هلاکت سبب کيږي .

او همدارنګه امام د هغو مسئولينو څخه خبرول چې د کار او مسئوليت اهليت نلري ځکه دا په غيبت کې نه راځي بلکي دا يو واجب نصيحت دی .

مثلاً : يو سړی مو وليد چې په هغه کې څه غيب وو ، خو هغه په خپل غيب پیښمانه وي او د اصلاح وړ وي نو د هغه دغه غيب پټول پکار دي .

مګر که يو سړي وي چې په ګناه اخته وي او يا پر چا باندې ظلم کوي نو د هغه پټول نه دي پکار بلکي ښکاره کول او بيانول يې هغو چا ته واجب دي څوک چې د اصلاح توان او صلاحيت لري .

مګر که داسې حالت وي چې سړی د پټولو او نه پټولو په خير او شر نه پوهيږي نو په دې صورت پټول غوره دي .

قول د «وَاللهُ فِي عَوْنِ الْعَبْدِ مَا كَانَ الْعَبْدُ فِي عَوْنِ أَخِيهِ» : يعنې څو پورې چې بنده ايماناً د خپل ورور سره مرسته کوي ، الله تعالی له هغه سره مرسته کوي .

مګر دا مرسته کول مقيد دي په کار د خير نه په کار شر او ګناه ، لقوله سبحانه وتعالی : وَتَعَاوَنُوا عَلَى الْبِرِّ وَالتَّقْوَى وَلَا تَعَاوَنُوا عَلَى الْإِثْمِ وَالْعُدْوَانِ ) (المائدة الآية: ۲ ) .

قول د « وَمَنْ سَلَكَ طَرِيقاً يَلْتَمِسُ فِيْهِ عِلْماً، سَهَّلَ اللهُ لَهُ بِهِ طِرِيقاً إِلَى الْجَنَّةِ » : اشاره ده خالص نيت ته يعنې که څوک د الله تعالی د رضا لپاره او د دين د قيام لپاره د علم لاره غوره کړي ، الله تعالی به هغه ته د جنت لاره برابره کړي ، مګر که د دينوي مقصد لپاره وي نو هغه ددې مطلب نه لرې وي .

قول د « وَمَا اجْتَمَعَ قَوْمٌ فِي بَيْتٍ مِنْ بُيُوتِ اللهِ يَتْلُونَ كِتَابَ اللهِ وَيَتَدَارَسُونَهُ بَيْنَهُمْ » : دليل دی په فضيلت د جمع کېدو په جوماتونو کې د قرآن د تلاوت او تعليم د پاره .

د « وَمَا اجْتَمَعَ قَوْمٌ » څخه عام او خاص ټول مراد دي ، يعنې : نبی صلی الله عليه وسلم عالمان او قاريان خاص نه کړل بلکي په عام ډول هر څوک چې جمع شي هغوی به دا مقام تر لاسه کوي .

د « السَّكِينَةُ » : څخه مراد رحمت دی او ځينې وايي « السَّكِينَةُ » څخه مراد اطمنان او وقار دی .

د «وَغَشِيَتْهُمُ الرَّحْمَةُ» او دوی به د الله تعالی رحمت او مهرباني داسې وپوښي لکه غشاء (پرده) .

او د «حفتهم الملائکة» معنی دا ده چې د دوی څخه به ملائکې چاپيره شي او د شيطان د ورتللو لاره به بنده شي .

قول د « وَذَكَرَهُمُ اللهُ فِيمَنْ عِنْدَهُ » : الله تعالی به هغوی د ملائکو په مجلس يادوې .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

شرح الأربعين النووية

[1]– رَوَاهُ مُسْلِمٌ بِهذَا اللَّفْظِ.

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email