د ټولنيزو روابطو بنسټيز اصول

له ابى‌هريره رضی الله عنه نه روايت دی چې رسول اكرم صلی الله عليه وسلم فرمايل: «لاَ تَحَاسَدُوا، وَلاَ تَنَاجَشُوا، وَلاَ تَبَاغَضُوا، وَلاَ تَدَابَرُوا، وَلاَ يَبِعْ بَعْضُكُمْ عَلَى بَيْعِ بَعْضٍ، وَكُونُوا عِبَادَ اللهِ إِخْوَاناً، الْمُسْلِمُ أَخُو الْمُسْلِمِ: لاَ يَظْلِمُهُ، وَلاَ يَخْذُلُهُ، وَلاَ يَكْذِبُهُ، وَلاَ يَحْقِرُهُ، التَّقْوَى ههُنَا -وَيُشِيرُ إِلَى صَدْرِهِ ثَلاَثَ مَرَّاتٍ- بِحَسْبِ امْرِئٍ مِنَ الشَّرِّ أَنْ يَحْقِرَ أَخَاهُ الْمُسْلِمَ، كُلُّ الْمُسْلِمِ عَلَى الْمُسْلِمِ حَرَامٌ: دَمُهُ، وَمَالُهُ، وَعِرْضُهُ»([1]).

ژباړه: تاسو يو بل سره حسد او کينه مه کوﺉ (ځکه چه حسد نيکی له منځه وړي ) او يو بل ته په زيان اړولو کې سازش مه کوئ ، او يو د بل سره بغض مه ساتئ او يو د بل نه مخ مه اړوﺉ او د يو بل په سودا کې مداخله مه کوﺉ (چه کله څه څيز اخلئ او په تاسې کې څوک د هغه څيز د اخستلو خبرې له تجار سره شروع کړې وي نو تر څو پورې چې هغه خبره نه وي خلاصه کړې نو د هغه په سودا کې مداخله کول د اخلاقو خلاف کار دی ) .

د الله تعالی خالص بندګان پخپلو کې سره وروڼه جوړ شئ، يا شئ ای ! د الله بندهګانو ورورنه ، يو مسلمان د بل مسلمان ورور دی ، نه به پرې ظلم کوي ، او نه به ورته په سپک نظر ګوري ، او نه درواغ خبره پسې تړي ، او نه به يې رسوا کوي، تقوا دلته (په زړه کې ) ده . (راوي وايي ) نبی کريم صلی الله عليه وسلم خپلې سينې ته دری ځله اشاره وکړه .

د مسلمان د پاره دا ډیره بده خبره ده چې دی خپل مسلمان ورور سپک وګني . یو مسلمان ته د بل مسلمان وينه تويول ، د هغه مال خوړل او دهغه عزت له منځه وړل حرام دي .

تشريح :

«لاَ تَحَاسَدُوا» : الحسد : د بل کس څخه د نعمت د زوال تمنی کولو ته وايي چې حرام دی په بل حديث شريف راغلي : « ایاکم و الحسد فان الحسد يأکل الحسنات کما تأکل النار الحطب و الخشب » .

ژباړه : د حسد څخه ځانونه وساتئ ، ځکه چې حسد نيکۍ داسې له مينځه وړي لکه : اور چې خس او خاشاک له مينځه وړي .

مګر غبطة باک نلري ، غبطه داسې چې د بل کس د نعمت تمنی ولري پرته له دې چې هغه څخه نومړی نعمت واخيستل شي ، يا پرته دهغه څخه د نعمت له زوال څخه (شرح ابن سابق ) .

مګر شرح اربعون النوويه لعثيمين ليکي : ) والحسد هو كراهية ما انعم الله على أخيك من نعمة دينية أو دنيوية سواء تمنيت زوالها أم لم تتمن) .

يعنې : او حسد دا دی چې مسلمان ورور ته دې الله تعالی کوم نعمت ورکړی وي هغه بد ګڼې هغه که د دنيا او يا آخرت نعمت وي ، برابره خبره ده که د زوال تمنی ولري يا نه .

حسد لره ډير اضرار دي لکه : د الله تعالی د قضاء او قدر بل ګڼل ، او د خپل ورور سره دوښمني رامينځته کېدل ، او حسد د حاسد په زړه کې مايوسي پیدا کوي چې بلاخره د الله تعالی د نعمتونو نا شکري کوي .

« وَلاَ تَنَاجَشُوا » : بل ته د زيان رسولو لارې جوړول هغه که هر قسم وي ، ځينې علماء وايي : چې مناجشه په نرخ کې زيادت او بې انصافۍ ته وايي ، داسې چې په هغه کې بائع (خرڅونکي ) ته ګټه وي خو مشتري (اخيستونکی ) ته تاوان وي .

« وَلاَ تَبَاغَضُوا » : يو د بل څخه نفرت کول چې د مينې او محبت ضد دی او داسې کول حرام دي ځکه الله تعالی مونږ ته حکم کړی دی چې : [لا يكره بعضكم بعضا].

« وَلاَ تَدَابَرُوا » : يو له بل څخه مخ مه اړوئ او يو د بل مخالفت مه کوئ .

« وَلاَ يَبِعْ بَعْضُكُمْ عَلَى بَيْعِ بَعْضٍ » : يعنې تاسې د خپل ورور په بيع کې مداخله مه کوئ تر هغه پورې چې معامله فيصله شي چې اخلي يا نه ، مثلاً يو کس يو جنس اخلي په ۱۰ افغانۍ بل کس په هغه کې مداخله کوي او وايي زه يې په ۱۱ افغانۍ او تر هغه زيات اخلم چې په دې سره بغض او عداوت را مينځته کيږي .

« وَكُونُوا عِبَادَ اللهِ إِخْوَاناً »: شئ ای د الله بنده ګانو! ورورنه ، يعنې : د يو له بل سره الفت او محبت کوئ کينه او بغض مه کړئ يو بل ته ضرر مه رسوئ ، او بيا په تأکيد سره وايي :« المسلم أخو المسلم » مسلمان د مسلمان ورور دی يعنې په اسلام کې د مسلمانانو تر مينځ د اسلامي ورورولۍ ټينګه ريشته ده .

« لاَ يَظْلِمُهُ »: يو پر بل تيری مه کوئ ، که په مال باندې وي ، بدن او يا عزت او آبرو بلندې وي .

« وَلاَ يَخْذُلُهُ » : د خپل ورور سپکه به نه کوي .

« وَلاَ يَكْذِبُهُ »: په هغه باندې درواغ نه تړي ، داسې خبره به نه پرې تړې چې حقيقت نه لري .

« وَلاَ يَحْقِرُهُ » : هغه به نه سپکوي ، په هغه باندې به ټوکي او مسخرې نه کوي .

« التَّقْوَى ههُنَا » : يعنې د الله تعالی څخه د وېرې محل زړه دی کله چې په زړه کې ويره راشي د بدن په نورو جوارحو کې هم راځي ، او دری ځله يې خپلې مبارکې سينې طرف ته اشاره وکړ .
« بِحَسْبِ امْرِئٍ مِنَ الشَّرِّ أَنْ يَحْقِرَ أَخَاهُ الْمُسْلِمَ »: يعنې : د مسلمان د پاره تر دې ستر شر نشته چې هغه حقير شي او سپک وګڼل شي .

او وروسته زياتوي : « كُلُّ الْمُسْلِمِ عَلَى الْمُسْلِمِ حَرَامٌ: دَمُهُ، وَمَالُهُ، وَعِرْضُهُ » : د هر مسلمان وينه ، مال او عزت او آبرو د بل مسلمان لپاره حرام دي يعنې : يو د بل په وينه ، مال او عزت به تيری نه کوي .

[1]– رَوَاهُ مُسْلِمٌ.

شرح الأربعين النووي

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً