د سود خور په زوی پسې لمونځ کيږي او که نه ؟

اسلام علیکم داسلامی لارښوني ټولوکارکونکوته زه یوڅوپشتني لرم اول داچي دسودخور په زوی یا ورور پسی جمعه کول سنګه دی لمونځ یی کیزی کنه چه دسودخور زوی قارې وی اویا لیژ علم ولری چه دی پخپله سود نکوی خو خوریی مثال یو ځای ژوند کوی دوهم     دسود په پیسو جوړشوي ځای کی لمونځ کیژې اوکنه مثال په دوکان یا مارکیټ چه ده سود په بیسو جوړشوی وي که په تفصل سره ځواب راکړۍ په حدیث یا په ایات سره ډېره مننه د ځواب په هیله

اختر محمد

ځواب


بسم الله الرحمن الرحيم

په فاسق امام پسې لکه : سود خور ، زاني ، رشوت خور ، حرام خور او بدعت کوونکي پسې لمونځ کول مکروه دي .

او همدارنګه د سود خور زوی چې خوراک او څښاک يې حرام وي او دی ورباندې عالم وي فاسق بلل کيږي لمونځ ورپسې مکروه دي او په حرامو پيسو باندې جوړ شوي جومات کې لمونځ کول مکروه دي (لمونځ صحي کيږي ولی ثواب يې کميږي ) .

جاء في رد المحتار على الدر المختار 1 / 376 – 378 :

(وَيُكْرَهُ ) تَنْزِيهًا ( إمَامَةُ عَبْدٍ ) وَلَوْ مُعْتَقًا قُهُسْتَانِيٌّ . عَنْ الْخُلاصَةِ , وَلَعَلَّهُ لِمَا قَدَّمْنَاهُ مِنْ تَقَدُّمِ الْحَرِّ الأَصْلِيِّ , إذْ الْكَرَاهَةُ تَنْزِيهِيَّةٌ فَتَنَبَّهْ ( وَأَعْرَابِيٌّ ) وَمِثْلُهُ تُرْكُمَانٌ وَأَكْرَادٌ وَعَامِّيٌّ ( وَفَاسِقٌ وَأَعْمَى ) وَنَحْوُهُ الأَعْشَى نَهْرٌ ( إلا أَنْ يَكُونَ ) أَيْ غَيْرُ الْفَاسِقِ ( أَعْلَمَ الْقَوْمِ ) فَهُوَ أَوْلَى ( وَمُبْتَدِعٌ ) أَيْ صَاحِبُ بِدْعَةٍ وَهِيَ اعْتِقَادُ خِلافِ الْمَعْرُوفِ عَنْ الرَّسُولِ لا بِمُعَانَدَةٍ بَلْ بِنَوْعِ شُبْهَةٍ وَكُلُّ مَنْ كَانَ مِنْ قِبْلَتِنَا ( لا يَكْفُرُ بِهَا ) حَتَّى الْخَوَارِجُ الَّذِينَ يَسْتَحِلُّونَ دِمَاءَنَا وَأَمْوَالَنَا وَسَبَّ الرَّسُولِ , وَيُنْكِرُونَ صِفَاتِهِ تَعَالَى وَجَوَازَ رُؤْيَتِهِ لِكَوْنِهِ عَنْ تَأْوِيلٍ وَشُبْهَةٍ بِدَلِيلِ قَبُولِ شَهَادَتِهِمْ , إلا الْخَطَّابِيَّةِ وَمِنَّا مَنْ كَفَّرَهُمْ ( وَإِنْ ) أَنْكَرَ بَعْضَ مَا عُلِمَ مِنْ الدِّينِ ضَرُورَةً ( كَفَرَ بِهَا ) كَقَوْلِهِ إنَّ اللَّهَ تَعَالَى جِسْمٌ كَالأَجْسَامِ وَإِنْكَارُهُ صُحْبَةَ الصِّدِّيقِ ( فَلا يَصِحُّ الاقْتِدَاءُ بِهِ أَصْلا ) فَلْيُحْفَظْ ( وَوَلَدُ الزِّنَا ) هَذَا إنْ وُجِدَ غَيْرُهُمْ وَإِلا فَلا كَرَاهَةَ بَحْرٌ بَحْثًا . وَفِي النَّهْرِ عَنْ الْمُحِيطِ : صَلَّى خَلَفَ فَاسِقٍ أَوْ مُبْتَدَعٍ نَالَ فَضْلَ الْجَمَاعَةِ , وَكَذَا تُكْرَهُ خَلْفَ أَمْرَدَ وَسَفِيهٍ وَمَفْلُوجٍ , وَأَبْرَصَ شَاعَ بَرَصُهُ , وَشَارِبِ الْخَمْرِ وَآكِلِ الرِّبَا وَنَمَّامٍ , وَمُرَاءٍ وَمُتَصَنِّعٍ.

بالكذب وأكل الحرام والتعدي على الأعراض تصح الصلاة خلفه مع كراهة (فتاوی اسلام ويب ) .

قال تاج الشريعة : اما لو انفق فی ذالک مالاً خبيث و ما لا سببه الخبيث و الطيب فيکره (درالمحتار ۱باب مايفسد الصلاة وما یکره فيها / ۶۸۵ سعيد ) .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

ځواب دلته پرېږدئ

آن لاين اسلامي لارښود حفظها الله په افغانستان کې د اهل سنت والجماعت (مذهب امام ابوحنيفه رحمه الله ) د ديني څيړنو او تحقيقاتو يوه معتبره پاڼه ده چې هدف يې ټولنې ته د شرعي اوامرو رسول د کفر ، شرک ، بدعت او ټولو نا روا کړنو پر وړاندې په دلائلو ولاړه کلکه مبارزه ده دا پاڼه کاملاً شخصي ده او مصارف يې کاملاً شخصي د انفاق فی سبيل الله څخه دي