سلامونه ومنی ستاسو ورور د جرمني له مونشن نه پوښتنه لرم .؟ زما ملګری ده دپښو درد لري. ډېر علاج يې وکړ خو ښه نشو . اوس ورته ډاکتر ملهم ورکړي چې په دې ملهمو کې د خنځير (خوګ) وينه ګډه ده او د دې ملهمو سره يې درد بخي کم شو کله چې له دې ملهمو ګټه نه اخلي نو درد کوي پښې يې ، اوس که تاسو پوره ځواب راکړی چې دغه ملهم چې دې خنځير وينه پکې ده استعمالول يې ګناه لري او کنه ؟


ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د خنزير غوښه او وينه شرعاً جنس او مردار دي ، لقوله سبحانه وتعالی : [أَن يَكُونَ مَيْتَةً أَوْ دَمًا مَّسْفُوحًا أَوْ لَحْمَ خِنزِيرٍ فَإِنَّهُ رِجْسٌ …] (الأنعام :۱۴۵ ) .

د فقهاؤ کرامو په دې باندې اتفاق دی چې په حرام او جنس شي باندې علاج او درملنه کول حرام دي ، په دليل د دغه د دغه قول د بنی صلی الله عليه وسلم : « إِنَّ اللَّهَ لَمْ يَجْعَلْ شِفَاءَكُمْ فِيمَا حَرَّمَ عَلَيْكُمْ “».

يعنې : يقيناً الله تعالی ستاسې شفاء نه ده ګرځولې په هغه څه کې چې پر تاسې حرام دي .

او فرمايي : «” إِنَّ اللَّهَ أَنْزَلَ الدَّاءَ وَالدَّوَاءَ ، وَجَعَلَ لِكُلِّ دَاءٍ دَوَاءً ، فَتَدَاوَوْا ، وَلا تَتَدَاوَوْا بِالْحَرَامِ ».

يعنې : يقيناً الله تعالی نازل کړی درد او دواء ، او د هر درد او مرض لپاره يې دواء پيدا او ګرځولې ده ، او تاسې په حرامو باندې درملنه او علاج مه کوئ .

جاء في موسوعة الفقهية (هيئت کبار علماء الاسلام ) :

اتَّفَقَ الْفُقَهَاءُ عَلَى عَدَمِ جَوَازِ التَّدَاوِي بِالْمُحَرَّمِ وَالنَّجَسِ مِنْ حَيْثُ الْجُمْلَةُ ، لِقَوْلِ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : ” إِنَّ اللَّهَ لَمْ يَجْعَلْ شِفَاءَكُمْ فِيمَا حَرَّمَ عَلَيْكُمْ “

وَلِقَوْلِهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : ” إِنَّ اللَّهَ أَنْزَلَ الدَّاءَ وَالدَّوَاءَ ، وَجَعَلَ لِكُلِّ دَاءٍ دَوَاءً ، فَتَدَاوَوْا ، وَلا تَتَدَاوَوْا بِالْحَرَامِ ” (الموسوعة الفقهية

ج ۱۱ ص ۱۱۸).

قال علماء اللجنة الدائمة :
إذا تأكد المسلم أو غلب على ظنه أن لحم الخنزير أو شحمه أو مسحوق عظمه دخل منه شيء في طعام أو دواء أو معجون أسنان أو نحو ذلك : فلا يجوز له أكله ، ولا شربه ، ولا الادهان به ، وما يشك فيه : فإنه يدعه ؛ لقوله صلى الله عليه وسلم : ( دع ما يريبك إلى ما لا يريبك ) .
” فتاوى اللجنة الدائمة ” ( 22 / 281 ) .

او ځينې معاصر فقهاؤ وايي چې که چېرې کيمياوي ترکيب صورت ونيسي اصلي شکل او خاصيت له لاسه وکړي استعمال يې جايز دی .

 مګر پورته قول بيا د فقهاؤ لخوا رد شو

د للجنة الدائمې څخه پوښتنه شوې چې ډير داسې ويل کيږي چې په مصنوعي پنير کې د خنزير وازده او غوړ دي هغوی په ځواب کې وايي: چې په دې باره کې مونږ سره څه ثبوت نشته او په اشياؤ کې اصل دا دی چې پاک دي مګر که غالب ګمان دا وي چې پکې شته نو د هغه استعمال حرام دی .

الجبن الصناعي الذي كثر القول فيه على أن فيه شحم الخنزير: فنحن لم يثبت عندنا أن فيه شحم خنزير ، والأصل في الأشياء الحل ، ومن تيقن أن فيه شحم خنزير أو غلب على ظنه : لا يجوز له استعماله .
الشيخ عبد العزيز بن باز ، الشيخ عبد الرزاق عفيفي ، الشيخ عبد الله بن غديان ، الشيخ عبد الله بن قعود .
” فتاوى اللجنة الدائمة ” ( 22 / 111 ) .

که څه هم د درد د ظاهري تسکين لپاره دواء کارول اصلي علاج نه دی ځکه هر درد يو عامل لري چې بايد هغه عامل د معالج طبيب لخوا کشف او د هغه موافق درملنه وشي .

او که بيا د ظاهري تسکين خبره وي نو د ظاهري تسکين لپاره نور ډير درمل شته ، طبعي او طبي دواړه د چې په هغه کې د خنزير د وينې ترکيب نشته .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email