د خاوند د دوهمې ښځې يا بنې قبلول

سلام محترمو !
زه څو پوښتنی لرم هیله ده چی د اسلام په رڼا کی رانه ځواب را کړی.
۱- ایا کومه ښځه چی د داسی کس سره واړه کولو ته حاضریږ چی دوهمه ښځه ولری ورته اجر او ثواب شته کنه
۲- که د انجلی داسی خاوند د یوی ښځی د درلودلو په وجه رد کړی ورته عذاب شته که نه؟
۳- که دا انجلی دا رشته په دی خاطر رده وی جی اینده به مساوات د ده او د دوهم ښځی تر منځ نه مراعت کیږی او بیا ټول عمر مجرده پاتی شی د اسلام لار ښونه دی له پاره څه شی دی. هیله ده چی د قران او حدیثو په رڼا کی مفصل ځواب راکړی. مننه

مسلمانه خور

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

اول :

دوهمه ښځه په هغه صورت کې مباح او جايز ده چې سړی د عدالت د پلې کولو توان ولري ، کچېرې غالب ګمان دا وي چې عدالت به نشي کولای نو بيا تعدد زوجات حرام دی ، لقوله سبحانه وتعالی : {فإن خفتم ألا تعدلوا فواحدة } [النساء:3/4]

د دوهم واده او تعدد زوجات حکمت او شرعي مصلت دلته ولولئ :

https://dawat610.com/archives/9857

دوهم :

کومه ښځه چې د بنې قبلولو ته حاضريږي ، هغه اصلاً د اسلامي شريعت د حکم منلو او په هغه رضا کېدو ته حاضريږي او د اسلامي شريعت حکمونو ته غاړه ایښودل اطاعت او د بنده کاميابي ده هغه که نارينه وي يا ښځينه .

الله سبحانه وتعالی فرمايي : [وَمَن يُطِعِ اللّهَ وَالرَّسُولَ فَأُوْلَـئِكَ مَعَ الَّذِينَ أَنْعَمَ اللّهُ عَلَيْهِم مِّنَ النَّبِيِّينَ وَالصِّدِّيقِينَ وَالشُّهَدَاء وَالصَّالِحِينَ وَحَسُنَ أُولَـئِكَ رَفِيقًا] (النساء : ۶۹) .

ژباړه :

همدارنګه فرمايي : [انَّ الْمُسْلِمِينَ وَالْمُسْلِمَاتِ وَالْمُؤْمِنِينَ وَالْمُؤْمِنَاتِ وَالْقَانِتِينَ وَالْقَانِتَاتِ] (الاحزاب :۳۵ )

ژباړه : يقيناً مسلمانان نارينه او مسلمانانې ښځې ،مؤمنان نارينه او مؤمنانې ښځې ، اطاعت کوونکي نارينه او اطاعت کونکی ښځې .

او ددې نه پس فرمايي : أَعَدَّ اللَّهُ لَهُم مَّغْفِرَةً وَأَجْرًا عَظِيمًا (35 الاحزاب ) .

ژباړه : تيار کړی دی الله تعالی دوی (ټولو ته ) معفرت او لوی اجر (جنت) .

د بنې په قبلولو کې د ستر مقصد ښځو لپاره دا مصلحت دی چې هغوی په دې ټينګ ايمان لري چې دنيا د څو ورځو امتحان ځای دی ، هغوی د دين د قيام لکه: نورو ته شرعي علم ور زده کولو ، اسلامي دعوت او عبادت ته تر جيح ورکوي او د بني په قبلولو سره د دنيايي ژوند نيمه برخه په غاړه اخلي او نيمه برخه د دين قيام او عبادت او د خپل پروردګار سره خالصې بنده ګۍ ته پرېږدي .

دريم : په شرعي نکاح کې د طرفينو رضا او همدارنګه د جمهورو په نزد د ولي او سرپرست اجازه شرط ده ، مګر د بنې څخه د عذر پرته مخ اړولو په باره کې مې د اوس لپاره شرعي دليل پيدا نه کړ ، و الله اعلم .

څلورم :

اسلامي نکاح په عادي حالت کې سنت او په ځينې حالاتو کې واجب او فرض ده ، د اسلامي نکاح څخه مخ اړول د شرعې خلاف عمل دی .

جناب رسول صلی الله عليه وسلم فرمايي :النکاح من سنتي فَمَنْ رَغِبَ عَنْ سُنَّتِي فَلَيْسَ مِنِّي .

يعنې : نکاح زما د سنتو څخه ده ، که چا زما د سنتو څخه سر غړونه وکړه هغه زما څخه نه دی .

 الله سبحانه و تعالى فرمايي : وَمَا كَانَ لِمُؤْمِنٍ وَلا مُؤْمِنَةٍ إِذَا قَضَى اللَّهُ وَرَسُولُهُ أَمْراً أَنْ يَكُونَ لَهُمُ الْخِيَرَةُ مِنْ أَمْرِهِمْ وَمَنْ يَعْصِ اللَّهَ وَرَسُولَهُ فَقَدْ ضَلَّ ضَلالاً مُبِيناً ( الأحزاب/ 36 ) .

ژباړه : او کله چې الله او د هغه رسول الله صلی الله عليه وسلم  په يو کار حکم کړی وي هيڅ مؤمن او هيڅ مؤمنې ښځې ته نه دي په کار چې د دوی په کار کې کوم واک ولري که څوک د الله او د هغه له رسول څخه سرغړونه وکړي ، بې شکه چې هغه ښکاره لار ورکی دی .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً