له ابى‌سعيد خدري رضی الله عنه نه روايت چې وايي: له رسول اكرم صلی الله عليه وسلم مې اورېدلي چې فرمايل يې : «مَنْ رَأَى مِنْكُمْ مُنْكَرًا فَلْيُغَيِّرْهُ بِيَدِهِ، فَإِنْ لَمْ يَسْتَطِعْ فَبِلِسَانِهِ، فَإِنْ لَمْ يَسْتَطِعْ فَبِقَلْبِهِ، وَذلِكَ أَضْعَفُ الإِيْمَان»([1]).

ژباړه : د تاسې څخه چې څوک نا روا کار وويني نو بايد هغه په لاس سره منع کړي ، کچېرې ددې توان ونه لري نو په ژبه او وينا سره دې هغه منع کړي ، او که په ژبه يې اصلاح نشو کړای نو په زړه کې دې د هغه څخه انکار او کرکه وکړي او دا ( د زړه په وسيله انکار او بد ګڼل ) ډير کمزوری ايمان دی .

تشريح :

امر بالمعروف او نهی عن المنکر په دين کې يوه محکمه فريضه ده په دې اړه په قرآن او سنتو کې ډير ټینګار او فضيلت راغلی دی او دا ددې امت اصلي وظيفه ده او دا چې دا زمونږ اصلي وظيفه نو د خپلې دندې پيژندلو لپاره دغه موضوع څه تفصيل ورکول غواړم :

د پورته حديث لنډه تشريح :

« مَنْ رَأَى مِنْكُمْ مُنْكَرًا فَلْيُغَيِّرْهُ بِيَدِهِ، فَإِنْ لَمْ يَسْتَطِعْ فَبِلِسَانِهِ، فَإِنْ لَمْ يَسْتَطِعْ فَبِقَلْبِهِ » د منکر منع او اصلاح به لومړی په لاس سره تر سره کيږي چې دا مسئوليت ټولو مسئولينو او مشرانو ته متوجه دی هغه که د هيواد ، ولس او يا هم يوې کورنۍ پر سطحه وي دوی به د منکر مخه په لاسه کوي ، د مسلمانانو امير به د خپل رعيت څخه منکراتو په زور سره منع کوي او والدين به پخپل کور کې د کور منکرات په لاس سره منع کوي ، او که د لاس په ذريعه د منع کولو توان نه وي په ژبه او نصيحت سره به د هغه اصلاح کوي ځکه چې :[ لاَ يُكَلِّفُ اللّهُ نَفْسًا إِلاَّ وُسْعَهَا] ، او علماء به په دعوت او نصيحت سره خلکو ته امر په نيکی او منع له بدۍ کوي مګر که پر چا کې دا دواړه قدرتونه نه وي چې دا مسئوليت بيا ټولو عامو خلکو ته متوجه دی نو بيا به په زړه کې د ګناه څخه کرکه او نفرت کوي ، په زړه کې به خپله نا خوښي څرګندوي چې دا د ايمان ورستی درجه ده ، که څوک د ګناه او منکر پر وړاندې حتی د زړه کرکه او نفرت ونلري هغه مؤمن نه دی .

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي :« فَمَنْ جَاهَدَهُمْ بِيَدِهِ فَهُوَ مُؤْمِنٌ، وَمَنْ جَاهَدَهُمْ بِلِسَانِهِ فَهُوَ مُؤْمِنٌ، وَمَنْ جَاهَدَهُمْ بِقَلْبِهِ فَهُوَ مُؤْمِنٌ، وَلَيْسَ وَرَاءَ ذَلِكَ مِنَ الإِيمَانِ، حَبَّةُ خَرْدَلٍ» (أخرجه مسلم في الصحيح(

ژباړه: پس هر چا چې  په لاس سره جهاد وکړ هغه مؤمن دی ، او هر چا چې په ژبه سره د هغوی سره جهاد وکړ هغه مؤمن دی او هر چا چې په زړه سره د هغوی سره جهاد وکړ مؤمن دی ، وروسته له دې ( ددې درجې څخه تيټ ) کس کې د سپنلې د دانې قدر ايمان هم نشته .

[1]– رَوَاهُ مُسْلِمٌ.

لأربعين النووية

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email