د دنيا د ډيرولو مينه د ټولو بدبختيو بنسټ دی

زهد او د هغه ثمره

له ابى‌عباس سهل بن سعد ساعدى رضی الله عنه نه روايت دی چې: «جَاءَ رَجُلٌ إِلَى النَّبِيِّ صلی الله عليه وسلم فَقَالَ: يَا رَسُولُ اللهِ دُلَّنِي عَلَى عَمَلٍ إِذَا عَمِلْتُهُ أَحَبَّنِي اللهُ، وَأَحَبَّنِي النَّاسُ. فَقَالَ: ازْهَدْ فِي الدُّنْيَا يُحِبَّكَ اللهُ، وَازْهَدْ فِيمَا عِنْدَ النَّاسِ يُحِبَّكَ النَّاسُ»([1]).

ژباړه : يو سړی رسول الله صلی الله عليه وسلم ته راغی او ويې ويل : ای د الله رسوله ، ما ته د داسې کار لارښوونه وکړه چې په هغو باندې عمل وکړم تر څو ما الله تعالی خوښ کړي او خلک مې خوښ کړي . ويې فرمايل : زړه له دنيا سره مه تړه او له هغه څخه لرېوالی غوره کړه څو الله تعالی تا خوښ کړي ، او هغه څه چې د خلکو سره دي بې رغبته شه او د هغو څخه لرې اوسه تر څو خلک تا خوښ کړي .

تشريح:

«الزهد» : زهد د هغه څه ترک کولو ته وايي چې په آخرت کې ګټه نه لري ، او يا زهد د حاجت څخه پرته د دنيا د طلب او د هغه رغبت ترک کولو ته وايي ، ځکه چې د دنيا سره مينه او محبت د ټولو ګناهونو بنسټ دی لکه په حديث شريف چې راغلي :«حب الدنيا رأس کل الخطیئة ».

رسول الله صلی الله عليه وسلم د شرک نه وروسته د خپل امت په باره کې د دنيا سره د زيات محبت په وجه وېرېدلی دی او داسې يې فرمايلي دي :

«إِنِّي فَرَطٌ لَكُمْ وَأَنَا شَهِيدٌ عَلَيْكُمْ، وَإِنِّي وَاللَّهِ لأَنْظُرُ إِلَى حَوْضِي الآنَ، وَإِنِّي أُعْطِيتُ مَفَاتِيحَ خَزَائِنِ الأَرْضِ، أَوْ مَفَاتِيحَ الأَرْضِ، وَإِنِّي وَاللَّهِ مَا أَخَافُ عَلَيْكُمْ أَنْ تُشْرِكُوا بَعْدِي، وَلَكِنْ أَخَافُ عَلَيْكُمْ أَنْ تَنَافَسُوا فِيهَا» (بخارى:۱۳۴۴).

ژباړه: زه به (د قيامت په ورځ) ستاسو نه مخکې وم او پر تاسې به شاهد وم ، په الله تعالی قسم چې همدا اوس خپل حوض (کوثر) وينم .او د ځمکې د ټولو خزانو کليانې ماته راکړ شوی دي ، زما وېره دا نه ده چې زما څخه به وروسته تاسې ټول مشرکان شئ بلکي ددې څخه وېرېږم چې تاسې به د مال په جمع کولو کې يو د بل سره سيالي کوئ .

همدارنګه په حديث شريف کې د آنحضرت صلی الله عليه وسلم څخه روايت دی : «من‌ كانت‌ الدنيا همه‌، فرق‌ الله‌ عليه‌ أمره‌ وجعل‌ فقره ‌بين‌ عينيه‌ ولم‌ يأته‌ من‌ الدنيا إلا ما كتب‌ له،‌ ومن‌ كانت‌ الآخرة‌ نيته‌ جمع‌ له‌ أمره‌ وجعل‌ غناه‌ في‌ قلبه‌ وأتته‌ الدنيا وهي‌ راغمة‌: ( ابن ماجه او سلسلة الصحيحة )

ژباړه: څوک چې د دنيا په خيال او غم کې وي ، الله تعالی د ده کار ده ته تيت کړي او د ده په سترګو کې به فقر ځای کړي او دی به بل څه په لاس را نه وړي مګر څه چې ده ته ليکل شوی وي ، او د هر چا چې نيت آخرت وي ، الله تعالی به د ده کار جوړ کړي او د هغه زړه به غني وګرځوي او دنيا به د ده طرف ته راځي ).

ښکاره ده چې نن خلک د دنيا په جمع کولو کې څومره چالاک او سرګردانه دي چې هيڅ بس نه لري په هر ډول چې کيږي بايد مالداره او شتمن شي .

چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم ددې قول مصداق ګرځي چې فرمايي : الله (جل جلا له) فرمايي : مونږ مال او دارايي د لمونځ او زکات د ادا او قيام د پاره نازل کړل ، که انسان د مال او ثروت څخه يو ډکه دره هم ولري ، هغه ددې آرزو هم لري چې دوهمه هم ولري او که د دوو درو لرونکی وي ددې آرزو لري چې دريمه هم ولري ، د انسان خيټه بغير له خارو په بل څه نه ډکيږي ( د انسان حرص او آرزو د مرګ بغير نه خميږي ) پس الله تعالی د هر توبه کوونکی توبه قبلوي (روایت احمد -۵/۲۱۹، صحیح الجامع -۱۷۸۱)

[1]– رَوَاهُ ابْنُ مَاجَه وَغَيْرُهُ بِأَسَانِيدَ حَسَنَةٍ.

شرح الأربعين النووية

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً