له معاذ بن جبل رضی الله عنه نه روايت دی چې: و مې ويل ای د الله رسوله!، «أَخْبِرْنِي بِعَمَلٍ يُدْخِلُنِي الْجَنَّةَ، وَيُبَاعِدُنِي عَنِ النَّارِ، قَالَ: لَقَدْ سَأَلْتَ عَنْ عَظِيمٍ، وَإِنَّهُ لَيَسِيرٌ عَلَى مَنْ يَسَّرَهُ اللهُ تَعَالَى عَلَيْهِ: تَعْبُدُ اللهَ لاَ تُشْرِكُ بِهِ شَيْئًا، وَتُقِيمُ الصَّلاَةَ، وَتُؤْتِي الزَّكَاةَ، وَتَصُومُ رَمَضَانَ، وَتَحُجُّ الْبَيْتَ. ثُمَّ قَالَ: أَلاَ أَدُلُّكَ عَلَى أَبْوَابِ الْخَيرِ: الصَّوْمُ جُنَّةٌ، وَالصَّدَقَةُ تُطْفِىءُ الْخَطِيئَةَ كَمَا يُطْفِىءُ الْمَاءَ النَّارَ، وَصَلاَةُ الرَّجُلِ فِي جَوْفِ اللَّيْلِ، ثُمَّ تَلاَ: ﴿تَتَجَافَىٰ جُنُوبُهُمۡ عَنِ ٱلۡمَضَاجِعِ﴾ [السجدة: 16]. حَتَّى بَلَغَ ﴿يَعۡمَلُونَ﴾. ثُمَّ قَالَ: أَلاَ أُخْبِرُكَ بِرَأْسِ الأَمْرِ وَعَمُودُهُ وَذِرْوَةِ سَنَامِهِ؟ قُلْتُ: بَلَى يَا رَسُولُ اللهِ. قَالَ: رَأْسُ الأَمْرِ الإِسْلاَمُ، وَعَمُودُهُ الصَّلاَةُ، وَذِرْوَةُ سَنَاِمِه الْجِهَادُ. ثُمَّ قَالَ: أَلاَ أُخْبِرُكَ بِمَلاَكِ ذلِكَ كُلِّهِ؟. قُلْتُ: بَلَى يَا رَسُولَ اللهِ، فَأَخَذَ بِلِسَانِهِ وَقَالَ: كُفَّ عَلَيْكَ هذَا. قُلْتُ: يَا نَبِيَّ اللهِ، وَإِنَّا لَمُؤَاخَذُونَ بِمَا نَتَكَلَّمُ بِهِ؟ فَقَالَ: ثَقِلَتْكَ أُمُّكَ يَا مُعَاذُ، وَهَلْ يَكُبُّ النَّاسَ فِي النَّارِ عَلَى وُجُوهِهِمْ -أَوْ قَالَ: عَلَى مَنَاخِرِهِمْ- إِلاَّ حَصَائِدُ أَلْسِنَتِهِمْ؟»([1]).

ژباړه : له داسې عمل څخه مې خبر کړه چې ما جنت ته داخل کړي او له دوزخ څخه مې لرې کړي ، حضرت رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل : په حقيقت کې تا د ډير لوی شي پوښتنه وکړه او دا آسان دی د هغه کس لپاره چې هغه ته الله تعالی هغه کار ورته آسان کړي . ( او دا عبارت دي له ) :

د الله تعالی بندګي کوه او د هغه سره هيڅ شی مه شريکوه ، لمونځ ادا کوه ، زکات ورکوه ، د رمضان روژه نيسه ، د بيت حج وکړه ، بيا يې وفرمايل :

آیا تا د خير له ټولو دروازو خبر نه کړم ؟ روژه سپر ده چې د روژه نيونکي حفاظت کوي ، او صدقه ګناهونه داسې محوه او له مينځه وړي لکه اوبه چې اور سړوي او د شپې په زړه کې د سړي د (تهجد ) لمونځ ، او بيا يې دا آیت تلاوت کړ :[ تَتَجَافَىٰ جُنُوبُهُمۡ عَنِ ٱلۡمَضَاجِعِ] تر دې چې [يعملون] ته ورسید . بيا يې وفرمايل :

آیا تا د ټولو کارونو د رأس ، ستنې او لوړې څوکې څخه خبر نه کړم؟ و يې ويل : هو ، يا رسول الله ، ويې فرمايل : د ټولو کارونو سر اسلام دی ، او ستنه يې لمونځ دی او لوړه څوکه يې جهاد دی . بيا يې وفرمايل :

آيا تا د د ټولو د آساس او بنسټ نه خبر نه کړم ؟ و مې ويل : هو ،يا رسول الله ! هغه خپله ژبه ونيوله او يې فرمايل : دا وساته . ومې ويل ای د الله پيغمبره ! ايا مونږ په هغه څه باندې پوښتل کيږي چې په دغه (ژبه ) سره يې وايو ؟ رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل : مور دې ستا په غمرازی کېني ( الله تعالی ) خلک په مخونو خپلو او يا دا چې ويې فرمايل : په پوزو خپلو سره د دوزخ په اور کې غورځوي ، مګر دا يوازې په بيهوده خبرو او د دوی د ژبو د کرلو په وجه .

تشريح:

« لَقَدْ سَأَلْتَ عَنْ عَظِيمٍ، وَإِنَّهُ لَيَسِيرٌ عَلَى مَنْ يَسَّرَهُ اللهُ تَعَالَى عَلَيْهِ » : د عظيم نه مطلب ستر عمل دی ځکه چې جنت ته داخلېدل او د دوزخ څخه نجات ډير ستر هدف دی او د همدې هدف لپاره الله تعالی کتابونه او رسولان نازل کړې دي .

مګر د ښو اعمالو تر سره کول هغو کسانو ته آسان دي چې الله تعالی توفيق ورکړی کوم چې حق ته غاړه ږدې او نفسی خواهيشاتو او د شيطان پيروي نه کوي .

او دغه اعمال عبارت دي له : د اسلام پنځه ارکان ( توحيد ، لمونځ سره له ټولو احکامو ، زکات ، د رمضان روژه او بيت الله شريف حج کول ) .

« أَبْوَابِ الْخَيرِ » : نور نوافل لکه : روژه نيول چې صاحب يې په دنيا کې له ګناهونو نه ساتي او په آخرت کې د اور څخه ساتي ، او صدقه چې ګناهونه داسې له مينځه وړي لکه اوبه چې اور له مينځه وړي ، او د تهجد نفلي لمونځ چې په احاديثو کې يې زيات فضيلت ذکر شوی دی .

« وَذِرْوَةُ سَنَاِمِه » : لوړه څوکه چې هغه جهاد دی او د جهاد د فضيلت په باره کې ابی هريرة رضی الله عنه روايت کوي چې : يو سړی رسول الله عليه وسلم ته راغلی او يې ويل : ما ته داسې عمل را وښيه چې د جهاد سره برابر وي ، و يې فرمايل : (لا أجده ) ثم قال ( هل تستطيع اذا خرج المجاهد أن تدخل مسجدک ، فتقوم و لاتفتر و تصوم و لا تفطر ؟ فقال : و من يستطيع ذالک ؟ .

يعې : ( داسې عمل نشته ) ، بيا يې وفرمايل : ( آيا ته کولای شي چې کله مجاهد ووځي او ته دې خپل جومات ته لاړ شي او هلته د لمانځه لپاره ودريږې او هيڅ دمه ونه کړي او روژه ونيسې او هيڅ يې ماته نه کړې ؟) ويې ويل : او څوک به ددې توان ولري ؟ .

« مَلاَكِ ذلِكَ كُلِّهِ »: معنی دا چې ددې ټولو مجموع ژبه ده ، چې رسول الله صلی الله عليه وسلم د تأکيد لپاره خپله ژبه ونيوله چې دا وساته ، ځکه چې ډير ګناهونه د ژبې په وسيله تر سره کيږي .

[1]– رَوَاهُ التِّرْمِذِيُّ وَقَالَ: حَدِيثٌ حَسَنٌ صَحِيحٌ.

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email