له ابى‌ نجيح العرباض بن ساريه رضی الله عنه نه روايت دی چې هغه وايي: «وَعَظَنَا رَسُولُ اللهِ صلی الله عليه وسلم مَوْعِظَةً وَجِلَتْ مِنْهَا الْقُلُوبُ، وَذَرَفَتْ مِنْهَا الْعُيُونُ، فَقُلْنَا: يَا رَسُولَ اللهِ كَأَنَّهَا مَوْعِظَةُ مُوَدِّعٍ، فَأَوْصِنَا، قَالَ: أُوصِيكُمْ بِتَقْوَى اللهِ، وَالسَّمْعِ وَالطَّاعَةِ وَإِنْ تَأَمَّرَ عَلَيْكُمْ عَبْدٌ، فَإِنَّهُ مَنْ يَعِشْ مِنْكُمْ فَسَيَرَى اخْتِلاَفاً كَثِيرًا، فَعَلَيْكُمْ بِسُنَّتِي وَسُنَّةِ الْخُلَفَاءِ الرَّاشِدِينَ الْمَهْدِيِّينَ، عَضُّوا عَلَيْهَا بِالنَّوَاجِذِ، وَإِيَّاكُمْ وَمُحْدَثَاتِ الأُمُورِ، فَإِنَّ كُلَّ مُحْدَثَةٍ بِدْعَةٌ، وَكُلَّ بِدْعَةٍ ضَلاَلَةٌ، وَكُلَّ ضَلاَلَةٍ فِي النَّارِ»([1]).

رسول الله صلی الله عليه وسلم مونږ ته وعظ وکړ ، داسې وعظ چې زړونه د هغه څخه ووېرېدل ، او سترګو د هغه څخه اوښکې وبهولې ، نو ومو ويل : د الله رسوله ! لکه چې دا دی د وداع وعظ دی نو مونږ ته وصيت وکړه ، و يي فرمايل : تاسې ته د الله تعالی څخه وېره او د هغه امير اطاعت چې پر تاسې مې مقرر کړی وي وصيت کوم که څه هم يو غلام پر تاسې امير شي ، ځکه چې د تاسې څخه وروسته چې څوک پاتې کيږي نو و به ويني ډير اختلافات ، پس تاسې ته زما په سنتو او د هدايت شويو خلفاء راشدينو په سنتو ټينګار کوم چې هغه په خپلو عقلي غاښونو ټينګ ونيسئ او تاسې د نويو لارو څخه چې زما د سنتو او د خلفای راشدينو د سنتو خلاف وي منع کوم ځکه په دين کې هر نوی شی بدعت دی او هر بدعت ګمراهي ده او هره کمراهي به په دوزخ کې وي .

تشريح :

دا حديث شريف د رسول الله صلی الله عليه وسلم په مهمو وصيتونو باندې شامل دی چې صحابه کرامو رضی الله عنهم او د هغو نه وروسته ټولو مسلمانانو لپاره دی او په دې کې د الله نه وېرې کولو او د خپلو عادلو حاکمانو د اطاعت کولو او همدارنګه په سنتو باندې د منګولو نښلولو او د بدعاتو څخه پرهيز کولو وصيت شوی دی .

« مَوْعِظَةً وَجِلَتْ مِنْهَا الْقُلُوبُ، وَذَرَفَتْ مِنْهَا الْعُيُونُ » يعنې داسې وعظ او بیان چې زړونه ورڅخه ووېرېدل او سترکو له ويري اوښکې وبهولې .

« وَالسَّمْعِ وَالطَّاعَةِ وَإِنْ تَأَمَّرَ عَلَيْكُمْ عَبْدٌ » او د هغه امير اطاعت چې پر تاسې مې مقرر کړی وي وصيت کوم که څه هم يو غلام پر تاسې امير شي.

او ځېنې علماء وايي چې غلام امير کيدای نشي او دلته د مثال په توګه بيان شوی دی .

په ديني مسائلو کې د فقهاء کرامو لارښونه او په شرعي امورو کې د اميرانو اطاعت پر مونږ الله تعالی واجب ګرځولی دی ، لقوله سبحانه وتعالی :

{أَطِيعُوا اللَّهَ وَأَطِيعُوا الرَّسُولَ وَأُوْلِي الأَمْرِ مِنْكُمْ} [النساء: 59]

مګر که د شريعت خلاف وي بيا يې اطاعت نشته .

« فَعَلَيْكُمْ بِسُنَّتِي وَسُنَّةِ الْخُلَفَاءِ الرَّاشِدِينَ الْمَهْدِيِّينَ » :سنت لارې او طرېقې ته وايې ، يعنې زما لاره او د خلفاء راشدينو چې هدايت کړ شوی ونيسئ او د خلفاء راشدينو څخه د امت اوليني څلور خلفاء : ابوبکر صديق رضی الله ، عمر فاروق رضی الله عنه ، عثمان رضی الله عنه او علي رضی الله عنه مراد دي .

«َّنوَاجِذِ»: د ژامې آخرني عقلي غاښونه ، چې د کلک نيولو کنايه ده .

« وَمُحْدَثَاتِ الأُمُورِ » : په دين کې داسې نوي پيدا شوې کارونه چې هيڅ شرعي اصل ونه لري .

« بِدْعَةٌ »: په لغت کې نوي پيدا شوي ته وايي چې پخوا یې مثل نه وي او په اصطلاح کې د داسې شي پيدا کېدل چې په شريعت کې اصل ونه لري او په هغه باندې امر نه وي شوی .

« ضَلاَلَةٌ » : ګمراهي يعنې د حق څخه لرېوالی ته وايي .

[1]– رَوَاهُ أَبُو دَاوُدَ وَالتِّرْمِذِيُّ وَقَالَ: حَدِيثٌ حَسَنٌ صَحِيحٌ.

Print Friendly, PDF & Email