د چاښت د لمانځه وخت د ساعت له مخې

گرانه محترمه وروره
زه په جرمنی کی اوسیژم او دوه  پوشتنی لرم:
لومری:په جرمنی کی د اشراق لمونز بعد لمر خته نه په سو دقیقو بعد روا دی؟
دوهمه پوشتنه:  صلا تسبیح  لمونز په کومو وختونی کی مکروه دی
مننه

فضل غني – جرمني

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د چاښت د لمانځه وخت : کله چې لمر د يوې نېزې په اندازه راوخيږي او رڼا خپره شي د چاښت د لمانځه وخت شروع کيږي او د زوال نه مخکې پورې دوام کوي .

د يوې نيزې اوږدوالی له دوولس متوسطو لوشتو سره مساوي کيږي.

مشکاة الأسلامي دغه وخت د لمر ختلو (20) دقيقې وروسته بللی دی .

د جرمني د فرانکفورت لوی ښار دی چې په څو برخو ويشل شوی مثلاً (Bayern) سيمه کې مهال (6 جنوري) لمر په 8:14 راخيږي او د چاښت لمونځ په 8:34 روا کيږي .

د چاښت د لمانځه نور تفصيل دلته ولولئ :

https://dawat610.com/archives/8560

دوهم ځواب : د تسبيح لمونځ د مکروهه وختونو پرته هر وخت ادا کيږي .

مکروهه وختونه په اجمالي ډول دری دي :

۱- د سهار د لمانځه وروسته تر لمر ختلو پورې ( تر څو لمر د يوې نېزې په اندازه پورته شي ) .

۲- غرمه ، د لمر د برابرۍ وخت .

۳- د ماذديګر د لمانځه نه تر ماښام پورې .

يوازې په پورته دريو وختونو کې نه ادا کيږي نور هر وخت ادا کول يې جايز دي .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً