د سهار د لمانځه قضايي کله ادا کيږي ؟

د سهار او د لمانځه د قضا ادا کولو طریقه څه ده که مرسته راسره وکړی ډیر زیات به خوشحال شم مننه

اکبر خان

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

که کله د کوم عذر يا خوب له امله نه عادتاً د سهار لمونځ قضاء شي .

د احنافو په نزد د سهار د لمانځه قضايي به د لمر پورته کېدو وروسته ادا کيږي .

په دليل د دغه حديث شريف : وَلأَنَّ النَّبِيَّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ ، لَمَّا نَامَ عَنْ صَلاةِ الْفَجْرِ حَتَّى طَلَعَتِ الشَّمْسُ أَخَّرَهَا حَتَّى ابْيَضَّتِ الشَّمْسُ (رواه مسلم 1/475 ) .

يكره تحريماً فيها كل صلاة مطلقاً، فرضاً أو نفلاً، أو واجباً،ولو قضاء لشيء واجب في الذمة، أو صلاة جنازة أو سجدة تلاوة أو سهو، إلا يوم الجمعة على المعتمد المصحح، وإلا فرض عصر اليوم أداء.

(3) فتح القدير مع العناية:161/1-166، مراقي الفلاح: ص31، الدر المختار:1/343-349.

مګر د دريو نورو مذاهبو (شافعيه ، مالکيه ، حنابله ) په نزد د چا څخه لمونځ د هيرېدو يا خوب په وجه قضا شو نو چې کله ور په ياد يا بيدا شي فوراً به د لمانځه قضايي راوړي ولو که مکروهه وخت هم وي او غوره دا ده چې د سنتو قضايي د لمر ختلو وروسته ادا کړي.

په دليل د لاندې حديث شريف :

” من نسي صلاة أو نام عنها فکفارتها أن يصليها إذا ذکرها” (رواه مسلم : 684- 315/477/1 )

الموسوعة الفقهية . و الله سبحانه وتعالی اعلم

د سهار د لمانځه فضائل او ګټې

https://dawat610.com/archives/7921

د سهار د لمانځه د ترک کولو وعيدونه

https://dawat610.com/archives/5150

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً