د نيکۍ او ګناه نښې

له نواس بن سمعان رضی الله عنه نه روايت دی چې رسول اكرم صلی الله عليه وسلم فرمايلي: «الْبِرُّ حُسْنُ الخُلُقِ، وَالإِثْمُ مَا حَاكَ فِي نَفْسِكَ وَكَرِهْتَ أَنْ يَطَّلِعَ عَلَيْهِ النَّاسُ»([1]).

ژباړه : نيکي ښه اخلاق دي ، او ګناه داسې نا آرامي او نا راحتي ده چې ستا په زړه کې مينځته راځي او دا نه خوښوې چې خلک له هغه څخه خبر شي .

او له وابصه بن معبد رضی الله عنه نه روايت دی چې وايي: «أَتَيْتُ رَسُولَ اللهِ صلی الله عليه وسلم فَقَالَ: جِئْتَ تَسْأَلُ عَنِ الْبِرِّ؟ قُلْتُ: نَعَمْ، قَالَ: اسْتَفْتِ قَلْبَكَ، الْبِرُّ مَا اطْمَأَنَّتْ إِلَيْهِ النَّفْسُ وَاطْمَأَنَّ إِلَيْهِ الْقَلْبُ، وَالإِثْمُ مَا حَاكَ فِي النَّفْسِ وَتَرَدَّدَ فِي الصَّدْرِ وَإِنْ أَفْتَاكَ النَّاسُ وَأَفْتَوْكَ»([2]).

«د رسول صلی الله عليه وسلم خدمت ته راغلم ، رسول صلی الله عليه وسلم وفرمايل:

راغلی يې چې د نيکی په اړه سوال وکړې ؟ ومې ويل : هو ، و يې فرمايل : د زړه څخه دې و پوښته . نيکي داسې څه ده چې په هغه سره دې نفس او روح آرام او زړه دې آرام او مطمئن کيږي ، او ګناه داسې څيز ده چې نا آرامي او په سينه کې شک او ترديد مينځته راولي ، کچېرې (جاهل) خلک ستا د زړه د احساس خلاف فتوی ورکړي ته په هغه فتوا اعتماد مه کوه .

تشريح :

د « الْبِرُّ حُسْنُ الخُلُقِ » نيکې کول په خپل ذات کې ښه اخلاق دي ، او ښه اخلاق عبارت له : په معاملاتو کې انصاف او صداقت ، د اهل عيال ، خپلوانو ، ګاونډيانو سره ښه سلوک ، رحم او بښنه او په مصيبتونو باندې صبر کول ، په احکامو کې عدل ، احسان او ټول هغه صفات چې په هغه باندې مؤمنان موصوف شوې دي حسن الخلق بلل کيږي .

« وَالإِثْمُ مَا حَاكَ فِي نَفْسِكَ » مطلب دا چې هر هغه وينا او عمل چې زړه ورنه نفرت وکړي په زړه کې شک پيدا کړي ګناه ده او مرتکب يې دا نه خوښوي چې خلک ورباندې خبر شي . والله اعلم

[1]– رَوَاهُ مُسْلِمٌ.

[2]– حَدِيثٌ حَسَنٌ رَوَيْنَاهُ فِي مُسْنَدَي الإِمَامَيْنِ أَحْمَدَ بْنِ حَنْبَلٍ وَالدَّارِمِيِّ بِإِسْنَادٍ حَسَنٍ.

شرح الأربعون النوويه / ابن سابق العيد رحمه الله

ژباړه : آن لاين اسلامي لارښود خفظها الله

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً