اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاتو!

  محترمه څو پوښتنی لرم غواړم درسره شریکی یی کړم.

۱- په ترک دواجب اوپه تاخیر دفرضو سجدسهوه لازیمیږی که په اخیر خالی رکعت کی سورت وویل شی تاخیر دفرضو خو راغی سجدسهوه هم لازیمیږی اوکنه ؟

۲- په هر رکعت کی له الحمدالله څخه مخکی بسم الله ویل څه پروا لری اوکنه ؟

۳- په کومو حالاتو کی په ښځه پدی خاطر غوسل واجبیږی چی ګنی شیطان خطا ایستلی ده؟

 په احترام

 عبدالولی له هند څخه


ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

اول: هو په ترک د واجبو او تأخير د فرضو سجده سهوه واجبيږي ، د سجدې سهوې د وجوب صورتونه دا دي :

http://www.dawat610.com/archives/29

په تش رکعت کې د سورت ويلو په باره کې د احنافو تر مينځ څه اختلاف شته :

فتاوی دارالعلوم ديوبند ليکي : د فرضو په دوو ورستيو رکعتونو کې د الحمدلله نه وروسته د سورت ويلو د تاخير په وجې سره سجده سهوه نه لازميږي ځکه د فرضو په وروستيو دوو رکعتونو کې د الحمدلله سره د سورة ضم کول واجب نه دي ، خو قصداً داسې کول مکروه دي د سنتو خلاف دي .(فتاوی دارالعلوم ديوبند ج ۴ ص ۲۶۰ ) (۱) حواله

(۱) – وضم اقصر سورة الخ فی الاولين من الفرض وهل يکره فی الاخرين (درالمختار ) .

مګر منيه او شرح المنيه بيا ليکي : په دې صورت کې سجده سهوه لازميږي ځکه د فرضو تاخير وشو .

قال فی منيه وشرحها فان ضم السورة ای الفاتحة ساهياً يجب عليه سجده السهو فی قوله ابو يوسف لتاخير الرکوع من محله وفی الظر روايات لايجب الخ فلا ينا فی کونه خلاف اولی کما اقاد فی الحلية (درالمحتار صفة الصلاة).

دوهم : دهر رکعت په شروع کې د الحمدلله نه مخکې د بسم الله ويل سنت دي.

دريم :

د ښځې د احتلام تفصيل دلته ولولئ

http://www.dawat610.com/archives/11510

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email