په حکومت کې د ښځو برخه او ونډه

ایا زنانوو ته په خکومتی چارو کی داسلام له نگاه نه کار کول رواه ده که نارواه
ایا زنانه په خکومتی چارو کی دمشوری مستخق دی کنه

عبدالصبور قريشي


ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د ښځې د پاره د رياست او قضاء دنده جواز نلري تفصيل دلته ولولئ :

https://dawat610.com/archives/5117

ښځه په اسلامي شوری کې چې هغه به د فقهاء او علماء څخه تشکيل شوې وي په هغه صورت کې چې شرعي اهليت ولري د مشورې ورکولو حق لري ، مګر د غړيتوب حق نلري ځکه د نارينه سره اختلاط را مينځته کيږي .

د ديموکراسۍ پارلمان د شوری حيثيت نلري .

د الشوری او پارلمان تر مينځ څه فرق دی ؟

د الشوری او ډيموکراسۍ تر مينځ څه فرق دی ؟

او پاتې شوې نورې دندې :

اصل دا دی چې د نفقي او کورني احتياجاتو پوره کول د نارينه مسئوليت دی نه د ښځې ، د ښځې نفقه د پلار په کور کې د هغې پلار ، يا نيکه ، ورور او يا کاکا پر غاړه ده او د خاوند په کور کې د هغې نفقه د هغې په خاوند ، خسر ، زوی باندې واجب ده .

لقوله سبحانه وتعالی : [الرِّجَالُ قَوَّامُونَ عَلَى النِّسَاء بِمَا فَضَّلَ اللّهُ بَعْضَهُمْ عَلَى بَعْضٍ وَبِمَا أَنفَقُواْ مِنْ أَمْوَالِهِمْ] (النساء/34 ).

ژباړه: سړي پر ښځو حاکمان دي له دې کبله چې الله پاک ځېنې د دوی ته پر ځينو نورو افضليت او غوراوی ورکړی دی او له دې امله چې نارينه ( د ښځو لپاره ) خپله شتمني لګوي .

او فرمايي [وَعلَى الْمَوْلُودِ لَهُ رِزْقُهُنَّ وَكِسْوَتُهُنَّ بِالْمَعْرُوفِ] (البقرة/233) .

ژباړه: په دې صورت کې به د ماشوم پلار په ښه توګه هغوی (مور او ماشوم ) ته په ښه توګه خواړه او جامې ورکوي .

او حضرت جابر رضی الله عنه روايت کوي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم د حجة الوداع په خطبه کې وفرمايلي :

«…ولهن عليكم رزقهن وكسوتهن بالمعروف ». (رواه مسلم ( 1218 ) .

يعنې : او د هغوی (ښځو) پر تاسې باندې دا حق دی چې هغوی ته به په ښه شان نفقه او د استوګني ځای برابروئ .

بل اصل دا دی چې ښځه به په کور کې اوسيږي د کور چارې به تر سره کوي او نارينه به د باندې چارې تر سره کوي ، ښځه به د ضرورت پرته له کور څخه نه وځي ، لقوله سبحانه وتعالی : [وقرن في بيوتكن ولا تبرجن تبرج الجاهلية الأولى] (الأحزاب :۳۳ ) .

مګر کچېرې ښځه بې سرپرسته شي د نفقي پيدا کولو څوک نلري ، يا داسې چارې وي چې نارينه يې نشي تر سره کولی او د ښځو په موجوديت کې يې هغوی ته کول رواه نه وي لکه : د ښځو درملنه په خاصه توګه نسايي او ولادي څانګه ، د ښځو تدريس ، د ښځو د جامو ګنډل او داسې نور .

د لاندې شرعي ضوابطو په صورت کې جايز دی :

۱- دا چې د نارينه سره به کډون او اختلاط نه وي ، يعنې کار به په کامل ښځينه چاپيريال کې وي هغه علمي څانګه وي ، روغتون ، دفتر او يا بل کار ځای وي ، لقول رسول صلی الله عليه وسلم : :«إياكم والدخول على النساء.. (متفق عليه).

ژباړه: د بيګانه ښځو د خلوت نه ځان وساتئ.

۲- دا چې د هغې د ولي او سرپرست په اجازې به وي ځکه نارينه پر ښځو باندې مشران ټاکل شوي دي ، لقوله سبحانه وتعالی :[ الرِّجَالُ قَوَّامُونَ عَلَى النِّسَاء] .

۳- دا چې دا کار به د والدينو او يا خاوند د حقوقو او همدارنګه د اولاد د روزنې او پالنې په لاره کې خنډ نه وي بلکي د هغوی د حقوقو پر ځای کول به مقدم وي .

۴- دا چې دغه کار به هغې د طبعې جوښت سره مناسب وي لکه : د الله تعالی طرف ته دعوت ، درملنه ، تعليم او تدريس ، ليکنه ، خياطي او نور ، داسې سخت او وزمين کار به نه وي چې د هغې د توان څخه لوړ وي .

۵- دا چې شرعي حجاب به مراعاتوي .

۶- دا چې په هغه کې به سفر نه وي او که سفر وي د محرم څخه پرته به نه وي .

۷- او دا کار به اصلاً حرام نه وي لکه : د آرايشګاه حرام سينګار ، فلم ، سريال او د موسيقي څانګه کې کار کول .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً