له ابى مالك حارث بن عاصم اشعرى رضی الله عنه نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي: «الطُّهُورُ شَطْرُ الإِيْمَانِ، وَالْحَمْدُ للهِ تَمْلأُ الْمِيزَانَ، وَسُبْحَانَ اللهِ وَالْحَمْدُ للهِ تَمْلآنِ -أَوْتَمْلأُ- مَا بَيْنَ السَّمَاءِ وَالأَرْضِ، وَالصَّلاَةُ نُورٌ، وَالصَّدَقَةُ بُرْهَانٌ، وَالصَّبْرُ ضِيَاءٌ، وَالْقُرْآنُ حُجَّةٌ لَكَ أَوْ عَلَيْكَ، كُلُّ النَّاسِ يَغْدُو فَبَائِعُ نَفْسَهُ فَمُعْتِقُهَا أَوْ مُوبِقُهَا»([1]).

ژباړه : پاکي او نظافت نيم ايمان دی ، او الحمدلله (ويل داسې نيکي ده) چې د ميزان پله ډکوي او سبحان الله او الحمدلله د آسمان او ځمکې مينځ ډکوي او لمونځ نور او روښنايي دی ، او صدقه د ايمان لرلو دليل دی ، او صبر ضياء او قرآن تا لره او په تا باندې دليل دی ، ټول خلک سبا کوي ( له خپلو کورونو څخه وځې ) پس خپل ځان خرڅوي ، چې يو يې خپل نفس آزادوي ( له عذاب څخه) او بل خپل ځان هلاکوي .

تشريح :

دا حديث د اسلام له اصولو څخه يو اصل دی چې د اسلام پر مهمو قواعدو بناء شوی دی .

د «الطهور» په معنی کې اختلاف دی ، ځېنې وايي : د الطهور څخه ظاهري او باطني پاکې مراد ده او ځېنې وايي : چې اجر ددې د نيم ايمان د اجر سره مساوې دی ، ځېنې وايي : د ايمان څخه دلته الصلاة (لمونځ) مراد دی چې د لمانځه د پاره طهارت شرط دی نو طهارت داسې دی لکه شطر .

او د « وَالْحَمْدُ للهِ تَمْلأُ الْمِيزَانَ » څخه مراد لوی اجر دی چې د مزان پله ډکوي او همدارنګه د « وَسُبْحَانَ اللهِ وَالْحَمْدُ للهِ تَمْلآنِ -أَوْتَمْلأُ » څخه ستر اجر مراد دی .

قول د « وَالصَّلاَةُ نُورٌ » څخه مطلب داسې روښنايي ده چې د صواب طرف ته بلنه کوي او د فحشاء او ګناهونو څخه سړی ساتي ، او يا لمونځ د هغه د صاحب لپاره نور دی په ورځ د قيامت او يا لمونځ د مخ نور دی په ورځ د قيامت .

قول د « وَالصَّدَقَةُ بُرْهَانٌ » يعنې صدقه د مؤمن لپاره داسې دليل دی چې کله د قيامت په ورځ له هغه څخه وپوښتل شي چې مال دې په څه کې لګولی دی نو دی به صدقه د ليل په توګه یادوي .

او يا صدقه ورکول دليل دی په ايمان باندې ځکه چې منافق د الله تعالی په لار کې د انفاق او خرچ څخه مخ اړوي .

او « وَالصَّبْرُ ضِيَاءٌ » ، صبر دری قسمه دی ، د الله تعالی په اطاعت باندې صبر کول ، له ګناهونو څخه د پرهيزکولو صبر ، او په مصيبتونو باندې صبر کول .

« ضِيَاءٌ » داسې روښنايي چې له ځانه سره حرارت هم لري ، لکه دغه قول د الله تعالی : [هُوَ الَّذِي جَعَلَ الشَّمْسَ ضِيَاءً وَالْقَمَرَ نُوراً] .

د لمر سره روښنايي او حرارت دواړه شته ، همداسې صبر له تکليفونو سره وي چې داسې کومک کوي لکه : حرارت په سړه هوا کې .

« وَالْقُرْآنُ حُجَّةٌ لَكَ أَوْ عَلَيْكَ » يعنې چا چې په قرآن باندې عمل وکړ د هغه د پاره حجت او دليل وي او که يې د قرآن خلاف عمل وکړ بيا هم په هغه باندې د بغاوت حجت او دليل وي .

« كُلُّ النَّاسِ يَغْدُو فَبَائِعُ نَفْسَهُ فَمُعْتِقُهَا أَوْ مُوبِقُهَا » ددې څخه مطلب ورځنې اعمال دي که چا د اسلامي شريعت موافق اعمال تر سره کړ هغه کامياب شو او که چا د شيطان پيروي وکړه هغه خپله ځان هلاک کړ .

[1]– رَوَاهُ مُسْلِمٌ.

شرح الأربعون النوويه / ابن سابق رحمه الله

ژباړه :آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email