له ابى عبدالله جابر بن عبدالله انصارى رضی الله عنه نه روايت دی چې: «أَنَّ رَجُلاً سَأَلَ رَسُولَ اللهِ صلی الله عليه وسلم فَقَالَ: أَرَأَيْتَ إِذَا صَلَّيْتُ الْمَكْتُوبَاتَ، وَصُمْتُ رَمَضَانَ، وَأَحْلَلْتُ الْحَلاَلَ، وَحَرَّمْتُ الْحَرَامَ، وَلَمْ أَزِدْ عَلَى ذَلِكَ شَيْئاً، أَأَدْخُلُ الْجَنَّةَ؟ قَالَ: نَعَمْ»([1]).

ژباړه: يو سړي د رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه پوښتنه وکړه و يې ويل چې : ګوره يا ستا څه نظر دی که فرض لمونځونه ادا کړم ، د رمضان روژه ونيسم ، او حلال حلال وبولم ، او حرام حرام و بولم ( د هغه څخه لرې ووسوم ) او په هغو باندې نور څه زيات نه کړم ، آيا جنت ته به داخل شم ؟ و يې فرمايل : هو .

تشريح :

سوال کوونکی النعمان بن قوقل وو .

د « وَحَرَّمْتُ الْحَرَامَ » نه دوه څيزونه مراد دي ، اول د حرامو په حرمت باندې ايمان لرل داسې چې حرام به حلال نه ګڼې ، او بل د حرامو څخه پرهيز کول .

رسول الله صلی الله عليه وسلم سوال کوونکي ته د نفلو ذکر ونه کړ او دا په دې باندې دلالت کوي چې کله د نفلو ترک کول جواز لري ، مګر که څوک تطوعات (نوافل) هيڅ ادا نه کړي نو هغه لويه ګټه او ثواب له لاسه ورکړ .

که چا د نفلو او سنتو په ترک باندې هميشوالی وکړ د هغه په دين کې نقص دی او که چا د سستی او ټمبلی په وجه ترک کړل هغه فاسق دی .

زمونږ علماء وايي : که د يو ښار ټول خلک سنت ترک کړي نو د هغه سره به تر هغه پورې قتال کيږي څو رجوع وکړي .

فقهاء کرامو چې د فرض او تطوع تر مينځ فرق کړی دی هغه يې د وجوب له امله کړی دی ، او رسول الله صلی الله عليه وسلم چې کله نفل او سنت ترک کړي د آسانۍ په وجه يې ترک کړي دي ، ځکه د رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه چا د لمانځه په باره کې پوښتنه وکړه ، ویې فرمايل :«فأخبر أنها خمس ، فقال :هل علی غيرها ؟ قال : لا الا أن تطوع» .

يعنې : هغه يې پوه کړ چې پنځه لمونځونه دي ، بيا هغه وويل : د دغه پنځو سربيره نور څه شته ؟ رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل : نه ، مګر د تطوع (سنت ) لمونځونه (شرح اربعون النوويه / ابن سابق ) .

د دغه سنتو لمونځونه فضيلت په حديث شريف کې داسې بيان شوی دی :

«عن أم حبيبة زوجة النبي صلى الله عليه وسلم؛ أنها قالت:سمعت رسول الله صلى الله عليه وسلم يقول: “ما من عبد مسلم يصلي لله كل يوم ثنتي عشرة ركعة تطوعا، غير فريضة، إلا بني الله له بيتا في الجنة. أو إلا بني له بيت في الجنة”. قالت أم حبيبة: فما برحت أصليهن بعد»(المسلم ۷۲۸ ).

ژباړه : ام حبيبه د جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم مبارکه بی بی وايي چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم نه مې واوريدل چې فرمايل يې : چې هر مسلمان بنده په شپه او ورځ کې د فرضو څخه علاوه دولس رکعته نفل لمونځ ادا کړي ، الله سبحانه وتعالی به هغه لره په جنت کې کور بنا کړي تر څو هغه ته په جنت کې کور برابر شي ،ام حبيبه رضی الله عنها وايي : مونږ وروسته له هغه هميشه دغه دولس رکعته لمونځ ادا کوو .

تشريح : دا دولس رکعته لمونځ همغه دولس رکعته سنت لمونځونه دي چې دوه رکعته د سهار د فرضو مخکې ، څلور رکعته د ماسپخين د فرضو مخکې او دوه رکعته د ماسپخين د فرضو وروسته او دوه رکعته د ماښام د فرضو وروسته او دوه رکعته د ماسختن د فرضو وروسته ادا کيږي .

سنت او نفل لمونځونه د فرض لمونځونو پوره کوونکي دي ،رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي :

«إن أول ما يحاسب به العبد يوم القيامة من عمله صلاته فإن صلحت فقد أفلح وأنجح وإن فسدت فقد خاب وخسر فإن انتقص من فريضته شيء قال الرب عز وجل انظروا هل لعبدي من تطوع فيُكَمَّلَ بها ما انتقص من الفريضة ثم يكون سائر عمله على ذلك» ]
(رواه الترمذي و النسائي وابن ماجة وأحمد في مسنده)

ژباړه:  د قيامت په ورځ به د بنده په اعمالو کې (د ټولو نه مخکې ) دهغه د لمانځه حساب وي کچرې دهغې د لمانځه حساب صحيح ووتلو نو کامياب شو اونجات يې ومود اوکه چيرې خراب راووت نو نا مراد او تاواني شو که د فرضو څخه کم را ووتل نو الله تعالی به وفرمايي وګورئ که د ده په عمل نامه کې نفل وي نو د هغه په ذريعه دا کمي پوره کړئ ددې ورسته د پاتې اعمالو حساب کتاب هم له دې انذازې کيږي

[1]– رَوَاهُ مُسْلِمٌ.

شرح اربعون النوويه / ابن سابق رحمه الله

ژباړه : آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email