محترمو مشرانو، ستاسو علمي تشريحات جه له كلونو كلونو روان دي دير خوندور او مؤثر دي له الله تعالى نه تاسو علمي هيات ته ددى علمي جهاد لوى اجر غوارم، او هيله كوم يوه مهمه موضوع درسره د علمي توضيح له باره شريكه كرم جه هغه د اهل كتابو ،كفارو ، مشركينو، يهوديانو او عيسايانو تَر منز تفكيك دى،بعضى كسان به خبلو تلويزيونونو كى تبليغات كوى جه اهل كتاب يعنى عيسويان او يهود كافران نه دي او د خبلى ادعا لباره د بقرى او مائدة ايت دليل رأوري ستاسو نظر ته به ستركي به لار يم مهرباني

عبيد الله


ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

کافر حق پټوونکي او د حق څخه انکار کوونکي ته وايي ، لکه د الله تعالی د توحيد څخه انکار ، د الله تعالی د اوامرو ، رسولانو ، کتابونو او نور څخه انکار ، نه منلو او پټولو ته کفر وايي .

مشرک د الله تعالی څخه پرته د بل څه عبادت کوونکي ته وايي لکه : بت پرستنان او نور .

شرک او کفر پر يوه معنی هم دلالت کوي ، مشرک ته کافر ويلای شو او کافر ته مشرک ويلای شو دواړه د حقې لارې منکرين دي .

جاء في شرح صحيح مسلم / امام نووي رحمه الله :

الشرك والكفر قد يطلقان بمعنى واحد وهو الكفر بالله تعالى ، وقد يفرق بينهما فيخص الشرك بعبادة الأوثان وغيرها من المخلوقات مع اعترافهم بالله تعالى ككفار قريش ، فيكون الكفر أعم من الشرك ” انتهى .

“شرح صحيح مسلم” (2/71).

اهل کتاب :

اهل کتاب د آسماني کتاب خاوندانو ته وايي لکه : يهود او نصارا .

يهود ځانونو ته د موسی عليه السلام پيروان او نصارا ځانونو ته د عيسی عليه السلام پيروان وايي .

په يهودو او نصاراؤ د کفر او شرک دواړه اطلاق کيږي ، کافر ځکه دي چې پخپل دين باندې کافر شوي ، حق يې پټ کړی دی ، د رسول الله صلی الله عليه وسلم رسالت يې پټ او د خپل دينې حکم څخه يې انکار کړی دی ، خپل دين يې تحريف کړی دی .

او د شرک اطلاق ځکه ورباندې کيږي چې دا دواړه ډلې مشرکين دي ، يهود د «عزيز ابن الله) عقيده لري او نصارا د تثليث شرکي عقيده لري .

لقوله سبحانه وتعالی : ( وَقَالَتِ الْيَهُودُ عُزَيْرٌ ابْنُ اللَّهِ وَقَالَتِ النَّصَارَى الْمَسِيحُ ابْنُ اللَّهِ ذَلِكَ قَوْلُهُمْ بِأَفْوَاهِهِمْ يُضَاهِئُونَ قَوْلَ الَّذِينَ كَفَرُوا مِنْ قَبْلُ قَاتَلَهُمُ اللَّهُ أَنَّى يُؤْفَكُونَ . اتَّخَذُوا أَحْبَارَهُمْ وَرُهْبَانَهُمْ أَرْبَابًا مِنْ دُونِ اللَّهِ وَالْمَسِيحَ ابْنَ مَرْيَمَ وَمَا أُمِرُوا إِلا لِيَعْبُدُوا إِلَهًا وَاحِدًا لا إِلَهَ إِلا هُوَ سُبْحَانَهُ عَمَّا يُشْرِكُونَ ) التوبة/30،

او د کفر اطلاق يې په دغه آيت کريمه کې بیان شوی دی ، الله سبحانه وتعالی فرمايي : ( لَمْ يَكُنِ الَّذِينَ كَفَرُوا مِنْ أَهْلِ الْكِتَابِ وَالْمُشْرِكِينَ مُنْفَكِّينَ حَتَّى تَأْتِيَهُمُ الْبَيِّنَةُ ) البينة/1 .

بلاخره ويلای شو چې ايمان مدار په مؤمن به شيان ايمان راوړل دي :

لقوله سبحانه وتعالی :[آمَنَ الرَّسُولُ بِمَا أُنزِلَ إِلَيْهِ مِن رَّبِّهِ وَالْمُؤْمِنُونَ كُلٌّ آمَنَ بِاللهِ وَمَلآئِكَتِهِ وَكُتُبِهِ وَرُسُلِهِ] (البقرة: ۲۸۵).

ژباړه : رسول او مؤمنانو په هغه څه ايمان راوړی دی چې رسول ته نازل شوي دي . دوی ټولو په الله ، او د هغه په ملائکو ، او کتابونو او رسولانو ايمان راوړی دی .

الإيمان : أن تؤمن بالله، وملائكته، وكتبه، ورسله، واليوم الآخر، وتؤمن بالقدر خيره وشره (رواه مسلم) .

پورته مؤمن به شيان په اجمالي توګه بيان شوي .

ځکه دا اجمالي ايمان دی چې تر هر رکن لاندې ټول احکام او اوامر شامل دي ، په الله تعالی ، د هغه په رسول او په قرآن باندې د ايمان لرلو مقصد دا دی چې د الله تعالی او رسول الله صلی الله عليه وسلم ټول اوامر به مني ،ټول رسولان به مني ، ټول کتابونه به مني ، ټول قرآن به مني حتی د قرآن د يو آيت څخه ، يوې کلمې او يو حرف څخه انکار کفر دی .

امر بالمعروف او نهی عن المنکر ، جهاد او نور په قرآن او سنتو ثابت دي منکر يې کافر دی .

د شرابو ، زنا ، سود ، رشوت او نور حرمت په قرآن او سنتو ثابت دي د حرمت څخه منکر يې کافر دی .

او څوک چې د رسول صلی الله عليه وسلم د رسالت او قرآن منکر ته کافر نه وايي هغه په اجماع د امت کافر او مرتدد دی ځکه د پورته ټولو نصوصو څخه منکر دی .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

و ماتوفيقي الا بالله عليه توکلت و اليه انيب

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email