۱- دا سنته طريقه ده چې کور واله به د مېلمه سره د هغه د رخصت پر مهال تر دوازې پورې ځې ، رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي : «إِنَّ مِنَ السُّنَّةِ أَنْ يَخْرُجَ الرَّجُلُ مَعَ ضَيْفِهِ إِلَى بَابِ الدَّارِ» (رواه ابن ماجه ) .

ژباړه : داهم سنت دی چې ميلمه د کور تر دوازي پوری بدرګه او استقبال شي .

۲- مسلمان باید د خپل ورور دعوت قبول او په دې نیت په میلمستیا کې ګډون وکړي چې د دعوت قبلول سنت او د ورورولۍ د ټینګښت او د اجر څخه خالي نه ده.

نبی صلی الله علیه و السلام فرمایي : «لو دعیتُ إلی کراع لقبلت» (صحیح البخاری)

يعنې : که د پسه پښې ته دعوت شم خامخا به یې قبول کړم.

۳- لرې او نږدې دعوت او هم داسې دعوت چې د شرعې خلاف اعمال پکې نه وی قبلول، او که څوک دوه ځایه دعوت شی لومړی دعوت قبولول او له دوهمی څخه بښنه غوښتل.

۴- د غریب او بډاۍ دعوت کوونکي فرق ونه شي ځکه د فقیر د خفګان سبب ګرځي او یوه نوع تکبر او خپل ځان لوړ ګڼلو سبب جوړیږي.

۵- میلمه ته د خوب، ناستي، اوداسه ځای تیارول او هم ورته د قبلې سمت ښوول.

۶- په دوستانه میلمه پالنه کې د میلمه څخه د ده د خوښۍ خوراک پوښتنه او د امکان په صورت کې تیارول د دې یوه ګټه به دا وي چې که میلمه د بعضې خوراکونو نه پرهیز وي کوربه به پرې خبر شي او هم به کوم مصرف چې کوربه کړی وی بې ځایه به نه وي مصرف شوی.

۷- میلمه ته په وخت خوراک تیارول ځکه بعضې وخت میلمه وږي، ستړی او ستومانه وي او هم استراحت ته اړتیا لري نو که خوراک وځنډیږي د میلمه د اذیت سبب جوړیږي.

۸- که په میلمنو کې نر او ښځې دواړه شامل وي، کوربه ته پکار دي چې د نر او ښځو لپاره جلا جلا ځایونه تيار کړي تر څو د نا محرمو د اختلاط سبب جوړ نه شي او پاک سیرته نر او پاک سیرته ښځې په اسوده ګۍ سره خپل خواړه وخوري.

۹- د میلمه څخه باید د ډوډۍ خوړلو او نه خوړلو پوښتنه ونه شي چې ډوډۍ مو خوړلې او که نه ځکه بعضې میلمانه کم جراته وي او که پوښتنه ترې وشي نو دی وایې هو ډوډۍ مې خوړلې ده حالانکه ده به ډوډۍ نه وي خوړلې.

۱۰- کوربه ته پکار دي چې له میلمه سره په ډوډۍ کښیني او تر اخیره پورې له میلمه سره لاس ووهي ځکه بعضې میلمانه تر تاثیر لاندې راځي او له خوړلو په شا کیږي.

۱۱- میلمه ته مناسب انداز سره ډوډۍ ایښودل ځکه کمه ډوډۍ ایښودل هم خپل او هم د میلمه کمي دی او د حد نه زیاته ډوډۍ ایښودل هم د ریا، افتخار او اسراف سبب جوړیږي چې دواړه ناروا دي.

۱۲- ځينې میلمانه خاص اخلاق لري او یا بعضې عیبونه لري، کوربه باید د میلمه په مخ کې د هغه عیب طرف ته هیڅ اشاره هم ونه کړي ځکه د میلمه د اذیت سبب جوړیږي.

۱۳- کوربه باید په خبرو او مجلس کې د میلمه ذوق او خوښه په نظر کې ولري.

۱۴- کوربه باید له میلمه نه تر مخه ویده نه شي.

۱۵- کوربه باید د میلمه په مخ کې له کمیو او مشکلاتو خبرې ونه کړي.

۱۶- کوربه باید د میلمه په مخ کې د خپلې کورنۍ په وګړو قهر ونه کړي.

۱۷- په میلمستیا کې به لومړي حق او شروع له عالم یا داسې شخص څخه چې د دیني امورو له مخې مشر وي ورکول کیږي ورپسې د هغه له ښی اړخ کسانو څخه، نبی علیه السلام فرمایی: «لیس منّا من لم یرحم صغیرنا و لم یوقّر کبیرنا»څوک چې په کوچنیانو ترحم نه کوی او د مشرانو عزت نه کوی له مونږ څخه نه دي. [مشکوة المصابیح:رقم 497]

۱۸- میلمه چې کله وغواړي په کوم کور کې میلمه شي هغه ته باید خبر ورکړي یا حد اقل په داسې وخت کې ورشي چې کوربه د ډوډۍ تیارولو وخت ولري.

۱۹- میلمه باید په ټاکلي وخت کې ځان ورسوي ډیر ناوخته نه شي چې د کوربه او نورو میلمنو د انتظار او اذیت سبب شي او نه هم دومره وختي ولاړ شي چې کوربه د ډوډۍ تیارولو موقع له لاسه ورکړي.

۲۰- میلمه ته پکار ده په همغه ځاي کښیني چې کوربه ورته ښوولي وي او د کوربه سره د کیناستو په ځای باندې زیات بحث ونه کړي ځکه کوربه ته مناسب ځای معلوم وي.

۲۱- میلمه به د خپلو سترګو حفاظت کوي او له هر خوا لیدلو او نورو تجسسي اعمالو ځان ساتي.

۲۲- میلمه به له کوربه څخه د هغه له وس او توان څخه زیاتې غوښتنې نه کوي.

۲۳- د میلمه نیت به د دعوت له اجابت څخه د نبي صلی الله علیه و السلام پیروي او متابعت وی او د ګیډې مړولو او د خوراکونو د لذت د پاره به نه وي نبی صلی الله علیه و سلام فرمایی:«إذ دعی أحدکم فلیجب» ( څوک چې له تاسې ډوډۍ ته دعوت کیږي پس قبول یې د کړی) .

۲۴- میلمه ته پکار ده چې اخیر کې کوربه او کورنۍ ته یې د خیر دعا او مننه وکړي حدیث شریف کې راځي:« من لم یشکرالناس لم یشکرالله» (څوک چې د خلکو منندوی نه شو د الله جل جلاله شکر یې هم نه دی ادا کړی.(جامع الترمذی، رقم الحدیث: 1955).

۲۵- لکه څرنګه چې کوربه به د میلمه د رازونو او اسرارو ساتنه کوي میلمه به هم د کوربه د اسرارو او رازونو ساتنه کوي.

۲۶- میلمه به د کوربه په اجازه او خوښه سره مجلس ترک کوي او هم به مجلس دومره نه اوږدوي چې د کوربه کورنۍ ته د مزاحمت او اذیت سبب شی الله جل جلاله فرمایي:[فإذا طعمتم فانتشروا ] (احزاب: 53) (کله مو چې ډوډۍ وخوړه نو تیت شي) .

کله چې دعوت او میلمستیا د اسلام د مبارک دین له اصولو او سنتو سره موافق وي دا بیا د خیر، برکت او ورورولۍ سبب جوړیږي.

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email