له ابى هريره رضی الله عنه نه روايت دی چې رسول اكرمر صلی الله عليه وسلم فرمايلي: «مَنْ كَانَ يُؤْمِنُ بِاللهِ وَالْيَوْمِ الآخِرِ فَلْيَقُلْ خَيْراً أَوْ لِيَصْمُتْ، وَمَنْ كَانَ يُؤْمِنُ بِاللهِ وَالْيَوْمِ الآخِرِ فَلْيُكْرِمْ جَارَهُ، وَمَنْ كَانَ يُؤْمِنُ بِاللهِ وَالْيَوْمِ الآخِرِ فَلْيُكْرِمْ ضَيْفَهُ»([1]).

ژباړه: څوک چې په الله او ورځ د آخرت ایمان لري، باید د خير خبرې وکړي يا چوپ اوسيږي، او څوک چې په الله او ورځ د آخرت ایمان لري، باید خپل ګاوندی محترم وګڼې عزت او اکرام يې وکړي ، او څوک چې په الله او په ورځ د اخرت ایمان لری باید د خپل مېلمه عزت وکړي .

تشريح :

دا قول « مَنْ كَانَ يُؤْمِنُ بِاللهِ وَالْيَوْمِ الآخِرِ فَلْيَقُلْ خَيْراً أَوْ لِيَصْمُتْ » معنی دا چې څوک کامل ايمان لري نو هغه دې د خير خبره کوي او يا د چوپ اوسي .

ځکه چې داسې کول د الله تعالی د رضا او د عذاب څخه د نجات سبب ګرځي ، لقوله سبحانه وتعالی :[إِنَّ السَّمْعَ وَالْبَصَرَ وَالْفُؤَادَ كُلُّ أُوْلَئِكَ كَانَ عَنْهُ مَسْئُولًا](الإسراء:36)

ژباړه: بې له شکه ، چې غوږ ، سترګه او زړه هر يو له دغو پوښتنه کړې شوي (په قيامت کې چې تا ولې په دنيا کې ګناه کوله ) .

او فرمايي :[مَا يَلْفِظُ مِنْ قَوْلٍ إِلَّا لَدَيْهِ رَقِيبٌ عَتِيدٌ] (قّ:18) .

ژباړه:نه وايي دغه بنده هيڅ خبره مګر خو وي ده لره دوه ساتونکي ، حاضر او تيار چې ژر يې وليکي .

د ژبې په ساتنه ډير تينګار شوی دی :

د رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه چا پوښتنه وکړه چې :«يا رسول اللَّه أَي الإِسلامِ أَفضل؟ قال: من سلم الْمسلِمون مِن لِسانهِ ويدِه»(رواه البخارى:11).

ژباړه: ای د الله رسوله ! د چا اسلام (د الله تعالی په نزد ) غوره دی ؟ ويي فرمايل : د هغه چا اسلام غوره دی چې نور مسلمانان د ده د لاس او ژبې له ضرر څخه په امن وي .

همدارنګه فرمايي :«من صمت نجا » (راوه احمد 10/140) .

ژباړه: څوک چه پټه خوله شو هغه خلاص شو ( ځکه چې ډير ګناهونه د ژبې په وسيله تر سره کيږي ).

او فرمايي : «من يضمن لي ما بين لحييه وما بين رجليه أضمن له الجنة » (متفقٌ عليه ) .

ژباړه: کوم سړی چه ماته د خپلې ژبې او شرمګاه د (حفاظت ) ضمانت راکړئ زه هغه د پاره د جنت ضمانت ورکوم .

او قول د « فَلْيُكْرِمْ جَارَهُ » معنی دا چې خپل ګاوندی دې محترم وګڼې د هغه سره ښه سلوک کول او هغه ته ضرر نه رسول .

رسول الله عليه وسلم فرمايي :«لا يدخل الجنة من لا يأمن جاره بوائقه» (رواه مسلم 46).

ژباړه : هغه سړی به جنت ته داخل نه شي چه د ده همسايګان دده له شر او ضرر نه په امن نه شي .

او همدارنګه « فَلْيُكْرِمْ ضَيْفَهُ » د مېلمه خدمت کول د ايمان څخه دي .

[1]– رَوَاهُ البُخَارِيُّ وَمُسْلِمٌ.

شرح الأربعين النوويه / ابن سابق رحمه الله

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email