د تير شوي نيک عمل صفت کول څه حکم لري ؟

السلام علیکم ورحمت الله و برکاته؛
گرانو محترمو؛پوختنه می داده چه تیر نیک عمل  چه بغیر له ریاکاری ترسره سویوي چاته یی ذکر وکری چه پخوا ماداسی نیک اعمال کول او مقصد دی ریاکاري نه وي نو په داسی کولو کی خو به ریا نه وي؟؟
په درنخت

محمد عالم

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

رياء څو مرحلې لري :

اوله مرحله :

دا چې په اصل عمل کې وي داسې چې اصلاً يو عمل د الله تعالی د خوښۍ لپاره نه بلکي د ځان ښوودنې او رياء لپاره وي نو دا عمل د قبول وړ نه دی  .

دوهمه مرحله :

دا چې اصلاً عمل خالص د الله تعالی لپاره وي مګر رياء هم ورسره وي ، کچېرې هسې شيطاني وسواس وي ، نو دا وسواس به د خپل توان په اندازه دفعه کوي او د هغه د شر څخه به پر الله تعالی فنا غواړي چې عمل ته څه نقصان نه رسوي بلکي ددې وسواسو څخه د شيطان هدف دا دی چې د خير کار لکه : لمونځ ، روژه او کوم بل د خير کار ترک کړي او بنده لره نه ښايي چې د رياء له وېرې د خير کار ترک کړي ځکه چې دا شيطاني وسواس دی .

مګر ددې وسواسو زياتوالی د عمل اجر کموي لکه په لمانځه کې ډير وسواس چې د لمانځه اجر کموي .

دريمه مرحله :

دا چې رياء د يو عمل د ادا کولو په پای او يا د ادا کولو وروسته وي په عمل باندې هيڅ اثر نلري ځکه چې هغه په حقيقت کې صحيح شان تمام شوی وو ، نو وروسته د رياء په خيال سره نه فاسديږي .

إذا كان في أصل العمل في بدايته، فهذا العمل باطل من أصله بلا شك؛ لأن العمل لم يكن لله في الأصل، وأما إن كان قد طرأ على العمل في أثناء العمل، يعني هو كان خالصًا، هو صلى أصلاً لله، هو صام لله، لكن دخل عليه الرياء في أثناء العمل، فإذا كان هذا مجرد خواطر، ووساوس شيطانية يدخلها عليه الشيطان وهو يدفعها لا تضره، ولا ينبغي أن يترك العمل، لا يقطع الصيام، ولا يقطع الصلاة، ولا يترك بذل العلم، ما دام أن الأصل كان لله، فأدخل عليه الشيطان هذه الخواطر؛ لأن الشيطان قد يدخل عليه هذه الخواطر لأجل أن يصرفه، فيترك الصلاة، يترك الصيام، يترك عمل الخير، فإذا كان مجرد خواطر ووساوس عليه أن يدفعها، ويستعيذ بالله من شرها، ويستمر في العمل، فإنها لا تضره، أما إن استرسلت معه هذه الخواطر، فإنها تنقص الأجر، مثل كثرة الوساوس في الصلاة، إذا كثرت فإنها تنقص الأجر، لكن تبقى الصلاة صحيحة لا يؤمر بإعادتها.

أن يطرأ الرياء بعد انتهاء العبادة، فإنه لا يؤثر عليها ولا يبطلها، لأنها تمت صحيحة فلا تفسد بحدوث الرياء بعد ذلك. ( الاکاديمية الاسلامية – عقيده / دوکتور عتيبي )

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً