اسلام عليكم ورحمة الله وبركاته
لنډ سوْال
زموژ پلار خپله زمكه يوه زوي ته وركره او پر هغه زمكه يي تجارت شروع كرو او دغه تجارت اوج ته ورسيد چه حساب يي تنها يو ورو او خداي ته معلوم دي دا نور ورون پر هيث خبر نه دي دغه ورو چه تجار دي دا داسي فكر كوي چه دا تول تجارت شخصي زما ده او پلار هم په دي زان نه پوه كوي چه دا زمكه ما دي زوي ته وركره او نور زامن مي پكي حق نه لري
نو زموژ حق پردي تجارت او زمكه كي حق شته ؟
ولو كه پلار دا زمكه په دي يو زوي خرثه كري هموي؟

بشر مل


ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د پلار لخوا زوی ته د ځمکې ورکول د هبې په نوم ياديږي ، پلار چې کله خپل اولاد ته هبه ورکوي بايد عدل په نظر کې ونيسي ، دا چې يو ځوی ته خپل ټول مال ورکوي او نور ترې محروموي د اسلامي شريعت خلاف کار دی او په دې مسئله کې د فقهاؤ دوه اقوال دي :

اول – په هبه کې د اولاد تر مينځ مساوي والی مستحب او او غير مساويتوب مکروه دی .

مګر که نورو ته د ضرر او يا په ټول مال سره وي مکروه تحريمي دی .

) ابن نجيم ، البحر الرائق ، ج7 ، ص288 . الطحاوي ، مختصر اختلاف العلماء ، ج4 ، ص142 . الحصكفي ، الدر المختار ، ج5 ، ص696 .

دوهم : د امام احمد ، ثوري ، طاوس ، اسحقاق او نورو په نزد په هبه کې مساويتوب واجب دی او د غير مساواتو په صورت هبه باطله ده .

وقال جماعة (وهم أحمد والثوري وطاووس وإسحاق وآخرون): تجب التسوية بين الأولاد في العطية أو الهبة، وتبطل العطية مع عدم المساواة (فقه الاسلامي وادلته ) .

دوکتور محمد محمود په همدې مسئله باندې کتاب ليکلی دی او د مذاهبو ټول اقوال يې په تفصيل سره توضيح کړي دي او وروسته يې ليکلي دي : د هبې حکم په تحريم ورکول کيږي په هغه صورت کې چې د هبه څخه قصد د نور محروميت او ضرر وي په دليل د حديث د نعمان بن بشير رضی الله عنه :

عَنْ النُّعْمَان بْنَ بَشِيرٍ رَضِي اللَّه عَنْهمَا قال: أَعْطَانِي أَبِي عَطِيَّةً، فَقَالَتْ عَمْرَةُ بِنْتُ رَوَاحَةَ: لا أَرْضَى حَتَّى تُشْهِدَ رَسُولَ اللَّهِ صلی الله عليه وسلم، فَأَتَى رَسُولَ اللَّهِ صلی الله عليه وسلم فَقَالَ: إِنِّي أَعْطَيْتُ ابْنِي مِنْ عَمْرَةَ بِنْتِ رَوَاحَةَ عَطِيَّةً، فَأَمَرَتْنِي أَنْ أُشْهِدَكَ يَا رَسُولَ اللَّهِ قَالَ: «أَعْطَيْتَ سَائِرَ وَلَدِكَ مِثْلَ هَذَا»؟ قَالَ: لا قَالَ: «فَاتَّقُوا اللَّهَ وَاعْدِلُوا بَيْنَ أَوْلادِكُمْ» قَالَ: فَرَجَعَ فَرَدَّ عَطِيَّتَهُ. (صحيح البخارى)

ژباړه : نعمان بن بشير رضي الله عنهما وايي پلار مې ماته يو شي هديه کړل ، عمرة بنت رواحه (مور مې) وويل ترهغه به راضی نه شم ترڅو چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ورباندې شاهد شوی نه وي ، پس پلار مې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته ورغی ورته ویې ویل زوی مې چې له رواحه نه دی يو شی مې ورته هديه (سوغات ) کړل مګر مور یې دا تأقيد کړی چې رسول الله به شاهد نيسی .

رسو ل الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: ايا تا ټولو زامنو ته همدا ډول هديه ورکړې ده هغی وویل نه رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمايل: له خدای (جل جلاله) څخه وويريږه او د زامنو تر منځ عدالت سره رفتار وکړه ورسته مې پلار وګرځید او هديه يې واپس واخيسته .

الحكم بالتحريم إذا كان التفضيل بقصد الإضرار والحرمان، لحرمة قصد الإضرار،أو إذا كان يترتب عليه إضرار بالباقين، أو مفاسد شبه مؤكدة من الخلافات والأحقاد التي تنشأ بين الإخوة؛ نظرا لمآلات الأفعال، و (النظر إلى مآلات الأفعال معتبر مقصود شرعا ، ويمكن أن يحمل حديث النعمان بن بشير رضي الله عنهما على ذلك وإن لم يكن فيه ما يدل على ذلك صراحة.

(التفضيل بين الأولاد في الهبة والأحكام المتفرعة عنه/ الدكتور محمد محمود )

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email