د هر کار په شروع کې د بسم الله ويل حکمت او ستره ګټه

په اسلام کې د هر کار په شروع کې د بسم الله ويل ددې وجې نه شروع شوی دي چې په داسې کولو سره به مسلمان په هره ګړۍ کې د خپل رب جل جلاله سره د وفادارﺉ تجديد کوي چې د هغه وجود او د هغه هر کار د الله تعالی د ارادی بغير نشي کيدای .دا کار که هر څومره کوچنی وي ،کم وخت نيسي او نه پکې دومره تکليف او مشقت وي ليکن فايده يې دومره کيمياوي او لويه ده چې دنيوي کار يې د دين کار ګرځي .
یوکافرهم خوراک کوي او مسلمان هم خوراک کوي – لکن مسلمان د خوراک نه مخې بسم الله ووايي نو دا اقرار وکړي چې دغه مړۍ چې زه يې اوس خورم د کرلو نه تر پخولو پورې څومره مخلوق ورباندې ستړی شوی او محنت يې ګاللې دی ،د ځمکې د نرمولو چونجې ،حيوانات ،انسانان ،باد او باران ،لمر او نورو پدې باندې محنت او خوارۍ ګاللې دي نو د داسې نمړۍ حاصلول خو بالکل زما په قدرت کې نه وو بس دا د الله تعالی ذات دی چې دغه نمړۍ له دومره مراحلو تيره کړه او بيا یې ماته راکړه .
همدارنګه مسلمان او کافر دواړه ويده کيږي خوب کوي او د خوب نه بيداريږي ،لکن مسلمان د بيده کيدو په وخت کې بسم الله وايي نو د خدای جل جلاله سره خپل تعلق تجديد کړي بس دا ټول دنيوي او معاشي ضرورتونه د الله تعالی ذکر او عبادت وګرځي په همدې ډول سورلۍ ته د پورته کيدو په وخت کې د بسم الله ويل او د هر کار په پيل کې بسم الله الرحمن الرحيم ويلو کې لوی حکمت او فائدې دي .
فکر وکړﺉ چې د اسلام په دې مختصر تعليم باندې انسان د کوم ځای نه کوم ځای ته پورته کيږي نو له دې وجې دا ويل بالکل صحي دي چې بسم الله يوه اکثيره نسخه ده چې په دې سره تنبه خولاڅه کوي چې خاورې سره زر کيږي
الحمدالله علی دين الاسلام وتعليماته (معارف القرآن )

آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email