د ټيپ او تلويزيون جوړول څه حکم لري ؟

محترم داسلامی سایت مسول ته سلامونه او نیکی هیلی وړاندی کوم

محترما د ټیپ او تلویزیون جوړولو کسب د اسلام له نظره سنګه دی او همدارنګه د ږیری خریلو دوکان داری او کسب سنګه کار دی  که یی حواله  هم راته ولیکی ډیره مهربانی به مو وی به احترام

روح الله

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د ټيپ او تلويزيون استعمال او جوړول په خپل ذات کې مباح دي ، مګر دا چې په حرامو کې ونه کارول شي ، اوس عصر کې په غالب ګمان د ټيپ کارول د موسيقۍ لپاره دی او موسیقي حرامه ده ، او تلويزيون هم په غالب ګمان د حرامو لپاره کارول کيږي ځکه زمونږ په هيواد کې په عام ډول تلويزيون د اسلام د اصولو له ولکې وتلی دی او د ډيرو شبکو واک د اسلام دوښمنو په لاس کې دی ، چې د اسلام ، مسلمانانو او اسلامي شعائرو په ضد کارول کيږي او شيطاني ورکشاپونه بلل کيږي.

پس په اوس عصر کې د ټيپ او تلويزون جوړل په غالب ګمال د حرامو په لاره کې مرسته کول دي او دا کار حرام دی .

اللجنة الدائمة په دې فتوی ورکړي چې هر شي په غالب ګمان د حرامو لپاره کارول کيږي په هغه کې مرسته کول جايز نه دي .

جاء في فتاوى اللجنة الدائمة :

” كل ما يستعمل على وجه محرم ، أو يغلب على الظن ذلك ، فإنه يحرم تصنيعه واستيراده وبيعه وترويجه بين المسلمين” اهـ

“فتاوى اللجنة الدائمة ” (13/109) .

وسئلت اللجنة الدائمة للإفتاء ، ما نصه : أنا أعمل مهندس إلكترونيات ، ومن عملي إصلاح الراديو والتليفون والفيديو ومثل هذه الأجهزة ، فأرجو إفتائي عن الاستمرار في هذه الأعمال ، مع العلم أن ترك هذا العمل يفقدني كثيرا من الخبرة ومن مهنتي التي تعلمتها طوال حياتي ، وقد يقع علي ضرر خلال تركها .

فأجابت : ” دلت الأدلة الشرعية من الكتاب والسنة أنه يجب على المسلم أن يحرص على طيب كسبه، فينبغي لك أن تبحث عن عمل يكون الكسب فيه طيبا. وأما الكسب من العمل الذي ذكرته فهذا ليس بطيب؛ لأن هذه الآلات تستعمل غالبا في أمور محرمة” اهـ .

“فتاوى اللجنة الدائمة” (14/420).

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً