د مسلمان حرمت

له عبدالله بن عمر رضی الله عنه څخه روايت دی چې رسول اكرم صلی الله عليه وسلم فرمايلي: «أُمِرْتُ أَنْ أُقَاتِلَ النَّاسَ حَتَّى يَشْهَدُوا أَنْ لاَ إِلهَ إِلاَّ اللهُ وَأَنَّ مُحَمَّداً رَسُولُ اللهِ، وَيُقِيمُوا الصَّلاَةَ، وَيُؤْتُوا الزَّكَاةَ، فَإِذَا فَعَلُوا ذلِكَ عَصَمُوا مِنِّي دِمَاءَهُمْ وَأَمْوَالَهُمْ، إِلاَّ بِحَقِّ الإِسْلاَمِ، وَحِسَابُهُمْ عَلَى اللهِ تَعَالَى»([1]).

ژباړه: د الله پاک د طرف نه ما ته امر شوی دی چې تر هغه پورې د خلکو سره جهاد وکړم څو پورې چې د توحید کلمه «لا إله إلاَّ الله» ووايي په او د محمد صلی الله عليه وسلم په رسالت شاهدې ور کړي ، او لمونځ ادا کړي ، زکات ورکړي ، مګر کله چې هغوی دا کارونه وکړل ، د دوی سر او مال به محفوظ وي مګر په حق (هغه څه کې چې اسلام تعين کړي دي ) ، او حساب د دوی (په آخرت ) کې د الله تعالی سره دی .

تشريح :

دا عظيم حديث دی د دين له قواعدو څخه يو قاعده ده ، چې په بل حديث شريف کې د ابی هريرة رضی الله عنه په روايت سره راغلي دی چې «حتی يشهدوا أن لا اله الا الله ، و يؤمنوا بما جئت به » د دواړو حديثونو معنی يوه ده .

قول د ««أُمِرْتُ أَنْ أُقَاتِلَ النَّاسَ حَتَّى يَشْهَدُوا أَنْ لاَ إِلهَ إِلاَّ اللهُ وَأَنَّ مُحَمَّداً رَسُولُ اللهِ، وَيُقِيمُوا الصَّلاَةَ، وَيُؤْتُوا الزَّكَاةَ…»

په اصل کې په توحيد باندې د ايمان غوښتنه دا ده چې د الله تعالی له طرف ټول نازل شوي احکامو باندې ايمان لرل دي لکه : لمونځ ، زکات ، روژه او نور .

ځکه که څوک کلمه ووايي او د زکات څخه انکار وکړي نو هغه اصلاً د کلمې څخه منکر دی ، د الله تعالی د حکم څخه منکر دی ، همداسې د شريعت د هر حکم څخه انکار ايمان نه دی بلکي په ټولو هغو شيانو باندې ايمان لرل واجب دي کوم چې د الله تعالی د جابنه په رسول الله صلی الله عليه وسلم باندې نازل شوې وي ، په دليل د دغه حديث شريف :« حتی يشهدوا أن لا اله الا الله ، و يؤمنوا بما جئت به »

ځکه چې ابوبکر صديق رضی الله عنه پخپل دور خلافت کې د زکات د منکرينو پر وړاندې د جهاد اعلان کړی وو .

وَعَنْ أَبي هُريرةَ رَضِي اللَّه عَنْه، قال: لمَّا تُوُفي رَسُولُ اللَّهِ صَلّى اللهُ عَلَيْهِ وسَلَّم، وَكانَ أَبُو بَكْر، رَضِي اللَّه عَنْه، وَكَفَرَ مَنْ كَفَرَ مِنَ العرب،فَقَالَ عُمرُ رَضيَ اللَّه عَنْه: كيفَ تُقَاتِلُ النَّاسَ وَقدْ قَالَ رسُولُ اللَّهِ صَلّى اللهُ عَلَيْهِ وسَلَّم: « أُمِرتُ أَنْ أُقاتِل النَّاسَ حتَّى يَقُولُوا لا إِلهَ إِلاَّ اللَّه فَمَنْ قَالهَا، فقَدْ عَصَمَ مِني مَالَهُ وَنَفْسَهُ إِلاَّ بِحَقِّه، وَحِسَابُهُ عَلى اللَّه؟ » فَقَالَ أَبُو بَكْر: واللَّهِ لأُقَاتِلَنَّ مَنْ فَرَّقَ بَيْنَ الصَّلاةِ والزَّكاة، فإِن الزَّكَاةَ حَقُّ المَال. واللَّهِ لَو مَنعُوني عِقَالاً كانَوا يُؤَدونَهُ إِلى رَسُولِ اللَّهِ صَلّى اللهُ عَلَيْهِ وسَلَّم، لَقَاتَلْتُهُمْ على منعِه، قَالَ عُمرُ رَضِيَ اللَّه عَنْه: فَوَاللَّهِ مَا هُو إِلاَّ أَن رَأَيْتُ اللَّه قَدْ شَرَحَ صَدْرَ أَبي بَكْرٍ للقِتَال، فَعَرفْتُ أَنَّهُ الحَق. مُتفقٌ عليه.

ژباړه :له ابی هريرة رضی الله عنه روايت دی چې کله جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم وفات شو ، ابوبکر صديق رضی الله عنه خليفه ؤ او د عربو ځينې خلکو کفر اختيار کړ . عمر فاروق رضی الله عنه وويل : په څه وجه له خلکو سره جنګيږې حال دا چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي چې زه مأمور شوی يم تر څو له خلکو سره تر هغه پورې وجنګيږم څو پورې چې ووايي : لااله الا الله او هغه چا چې دا (کلمه ) وويله د هغه نفس او مال محفوظ شول مګر په حق سره او حساب د الله تعالی سره دی ، ابوبکر صديق رضی الله عنه وويل :پر الله تعالی قسم دی هغه کس سره جنګيږم چې د لمانځه او زکات تر مينځ فرق کوي ځکه زکات د مال حق دی ، او په الله قسم چا چې رسول الله صلی الله عليه وسلم ته د اوښ د غاړې پړی ورکړی وي او ما ته يې را نه کړي له هغه سره به جنګ کوم .

عمر فاروق رضی الله عنه وويل : پس و الله نه وو هغه مګر دا چې ومې ليدل چې الله تعالی د ابوکر سينه د قتال د پاره روښانه کړې او پوه شوم چې هغه پر حقه دی .

قول د « إِلاَّ بِحَقِّ الإِسْلاَمِ، وَحِسَابُهُمْ عَلَى اللهِ تَعَالَى » : شرعي احکام په ظاهر فيصله کوي ، دا چې چا په سينه کې څه پټ کړي وي د هغه حساب د الله تعالی سره دی او يا دا چې د اسلامي دعوت او جهاد فی الله سبيل نتجې ورکولو ته به نه کتل کيږي بلکي دا کار به جاري وي د هر چا حساب له الله تعالی سره دی .

اربعين النوويه

شرح اربعين النوويه / ابن سابق رحمه الله

ژباړه / حمدالله شاکري

آن لاين اسلامي لارښود

[1]– رَوَاهُ الْبُخَارِيُّ وَمُسْلِمٌ.

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً