مخکې له دې چې د بي بي عایشې رضی الله عنها د نکاح بحث وڅیړو نو لومړی باید د نکاح په هکله خبرې وکړو تر څو معلومه شي چې اسلام په دغه اړه څه وایي؟

د نكاح شرطونه:

۱- تړون كوونكي به عاقل بالغ او آزاد وي, نو د ليوني او هغه ماشوم چې عقل نلري نكاح نه منعقده كيږي, او د مريي او هغه ماشوم چې عقل ولري نكاح بيا د (ولي) تر اجازې پورې موقوفه بلل كيږي.
۲- محل به د نكاح وړ وي, يعنې داسې ميرمن به وي چې له هغې سره شرعاً نكاح روا وي.
۳ – تړون كوونكي به د يوه او بل خبرې اوري.
۴ – د نكاح پر مهال به دوه شاهدان نارينه يا يو نارينه او دوه ښځينه موجود وي, په شاهدانو كې هم اسلام, عقل, آزادي او بلوغ شرط دي.
۵ – شاهدان به د تړون كوونكو خبرې اوري, ځكه نو د ويدو خلكو په شاهدي سره نكاح نه تړل كيږي.
۶- ايجاب او قبول به په يوه مجلس كې وي.
۷ – ايجاب او قبول به سره مختلف نه وي, د ساري په توګه كه يو سړي چاته وويل چې زه خپله لور تاته په يو لك روپۍ ولور په نكاح دركوم او دوهم سړي وويل چې نكاح مې قبوله ده خو ولور نه قبلوم نو دا نكاح باطله ده.
۸ – نكاح به د ښځې ټول بدن ته یا داسې اندام ته راجع وي چې هغه په ټول بدن باندې تعبيريږي لكه سر او غاړه, ځكه نو كه چا وويل چې زه دلور لاس يا پښه تاته په نكاح دركوم نو دا نكاح نه تړل كيږي, خوكچيرې يې ګيډه يا شا وښودله نو داحنافو د مشايخو په اند يې نكاح تړل كيږي, او كچيرې يې وويل چې نيمايي لور تاته په نكاح دركوم نو غوره قول دادى چې نكاح يې نه كيږي.
۹ – خاوند او ميرمنه به څرګند وي, نو كه د چا دوه لوڼې وي او ويې ويل چې زه يې يوه تاته په نكاح دركوم او څرګنده يې نكړه چې كومه يوه ده، نو نكاح يې نه كيږي.
۱۰ – ښځه به په نوموړې نكاح خوښه او راضي وي, كه هغه باكره بالغه (پېغله) وي او كه ثيبه (يو ځل واده شوې) وي.

اوس پر بي بي عایشې رضی الله عنها نیوکه کول او د هغې په هکله ناروا څرګندونې کول دا د انساني عقل خلاف عمل دی، د هغې نکاح بلکل د شریعت مطابق او د هغې د پلار او کورنۍ په رضایت ترسره شوې وه. نو چې ملحدین یا کفار پرې نیوکه کوي او ډول ډول خبرې کوي، کله وایي عمر یې کم وو کله وایی دا جبر یا ظلم وو، زه دغو خلکو ته وایم چې د بي بي عایشې اصلي وارث یا مشر خو حضرت ابوبکر صدیق رضی الله عنه وو، ولې هغه پرې نیوکه یا اعتراض ونکړ، آیا تاسو د بي بي عایشې څخه هم ډیر هوښیار یئ چې هغې نیوکه نه کوله او په دغه کار راضي وه نو تاسو کفارو او ملحدینو ته یې څه؟ داسې یو کافر او ملحد به وموندل شي چې د بي بي عایشې په لار روان شي او هغه درسونه او علم چې بي بي عایشې له حضرت نبي کریم صلی الله علیه وسلم څخه ترلاسه کړی وو پر هغو عمل وکړي او دوی هم هغه لار ونیسي کومه چې بي بي عایشې رضی الله عنها نیولې وه؟ دا هم د اسلام او د دغې نکاح برکت وو چې له بي بي عایشې رضی الله عنها څخه یې داسې عالمه بي بي جوړه کړه چې د نړۍ په سطحه یې سارۍ نه تر سترګو کیږي.

حضرت عایشه رضي الله عنها فرمايي چې د جهالت په دوران کې د نکاح څلور ډولونه وو :

لومړي ډول نکاح:

دا د اوسني نکاح په ډول وه، چې یو کس به د بل کس لور، خور … وغوښتله نو هغه به ورسره منله او نکاح به یې تړل کېدله.

دوهم ډول نکاح:

دغه ډول نکاح به د استبضاع په نوم سره نومول کېدله او یوازې د بچیانو د پيدا کېدو پخاطر به ترسره کېدله.

داسې چې کله به د کوم کس ښځه له حیض څخه پاکه شوه، نو میړه به یې ورته وویل: زه له فلاني کس سره یو ځای یا کوروالۍ وکړه یعنې د زنا عمل ورسره وکړه، خپل میړه به یې تر هغو ور نږدې کېدلو نه تر هغو چې د دغه بل یا پردي کس څخه به یې حمل نه وو اخستی. یا ربه توبه.

درېیم ډول نکاح:

هغه په دې ډول چې له یوې ښځې سره به تر لسو کسان یو ځای کېدل او کله به چې هم هغه ښځه حامله شوه نو اولاد به یې وځیږیده، بیا به یې ټول کسان راوغوښتل او هیچا به سرغړونه ځنې نشوای کولی.

ښځې به خطاب کې ورته وویل: تاسو چې څه وکړل نو دادی زما اولاد ځنې پیدا شو، نو دا ستا (د هغه کس نوم به یې واخست) ځوی دی ای فلانیه!!! چې د چا نوم به یې په دغو کسانو کې یاد کړ، نو نوموړی ماشوم به د هغه سړي پر برخه رسیدلو.

څلورم ډول نکاح:

هغه وخت به د فاحشو ښځو په کورونو جنډې درول شوې وې تر څو خلک پوه شي چې دا د فلانۍ فاحشې ښځې کور دی، له دا ډول فاحشو سره به ډیر خلک یو ځای کېدل تر څو یې اولاد پيدا شي، نو چې کله به یې اولاد پيدا شو نو بیا به یې یو ماهر (څېره پيژندونکی) راوست او هغه کس به د خپلې تجربې له مخې دغه ماشوم هغه کس ته منسوب یا ورکولو.

هغه داسې وخت وو، چې انجونې به ژوندی خښول کېدلې او دا یو رواج وو او بل خلکو به د تورې او نیزې په زور پردۍ ښځې د خپل ځان کولې / نومولې.

نو د حضرت بي بي عایشې رضی الله عنها نکاح په دغو پورتنیو څلور ډولونو کې په یوه کې هم نه راځي او نه په اسلام کې د دا ډول نکاح کولو کوم ځای شته، دا کومې ناروا او ظالمانه نکاح او ودونه چې تر سره کېدل دا ټول په کفري او بې دینه ټولنو کې ترسره کېدل، مسلمانان او د اسلام د دین پيروان ور څخه بلکل پاک ول. اوس هغه خلک چې د بي بي عایشې په نکاح یا په کم عمري باندې نیوکه کوي دا پورته موارد دې په ښه غور سره ولولي او له بېځایه نیوکو څخه دې تیر شي.

د اسلام د ستر لار ښود حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم په رسالت سره دغه ټول ډولونه د منځه ولاړل پر ځای یې یوازی پاکه اسلامي نکاح منځته راغله.

د بي بي عایشې د کم عمري او نکاح په اړه یو وضاحت:

پر اسلام او حضرت محمد صلی الله علیه وسلم یوه نیوکه دا هم کیږي چې هغه مبارک ولې بي بي عایشې رضی الله عنها سره په وړوکوالي کې نکاح کړې او ددې حکمت څه شی دی؟

  د الله د دین دښمنان وايي، چې عائشة رضي الله عنها ماشومه وه، نو باید اوس ددې په معنا پوه شو چې ماشومه یعني څه؟؟

په هکله د علماوو لومړۍ ډله داسې وایي:

په داسي حال کې چې د هغې خِطبه په مكه کې او نكاح ئې په مدينه کې ترسره شوې، د عمر په اړه ئې روايات بېل بېل او متعارض دي، ځيني یې د عمر په اړه يو څه وايي او ځيني بل څه، داسي دليل او شاهد هم نه تر سترګو كېږي چې د دغو متعارضو رواياتو له منځه يوه ته پر بل ترجيح وركړای شي، په داسي مواردو کې د محققينو محدثينو رأيه دا ده چې احتياط وشي او د متعارضو رواياتو له منځه پر كوم يوه له استناد ډډه وشي، په ځانګړې توګه كله چې دا متعارض روايات د احكامو په اړه وي، د متن له پلوه په قرآن کې كوم شاهد ونه لري او د سند له پلوه غريب وي. كه څه هم د بخاري يو روايت چې اوه ځلي یې تكراري راوړى، غريب دی او په دوو طبقو کې يوازې يو يو راوي لري، وايي چې د عایشې رضي الله عنها نكاح په نهه كلنۍ کې تر سره شوې، او همدا خبره په مسلمانانو کې مشهوره شوې، ځيني د دغه روايت د توجيه لپاره وايي چې د تودو سيمو نجلۍ او هلكان د سړو سيمو په پرتله ژر بلوغ ته رسېږي، دوى هم بلوغ شرط ګڼي، او رأيه یې دا ده چې كېداى شي يوه نجلۍ په نهه كلنۍ کې پېغلتوب ته ورسېږي، خو له يوې خوا په مكه کې د عایشې رضي الله عنه خِطبه ښيي چې عایشه رضي الله عنها به له كوم شك پرته هغه مهال بلوغ ته رسېدلې وه، او په مدينه کې درې كاله وروسته د هغې نكاح ترسره شوه، له بلي خوا داسي روايات شته چې ښيي ابوبكر رضي الله عنه په مكه کې او د رسول الله صلى الله عليه وسلم تر خطبې وړاندي بل چا ته د عایشې رضي الله عنها د نكاح كولو پرېكړه كړې وه خو هغه له ايمان راوړلو ډډه وكړه نو ځكه یې هغه موافقه فسخ كړه. بل روايت وايي چې علي رضي الله عنه د خپلي لور كلثوم رضي الله عنها په اړه د عمر رضي الله عنه خطبې ته په دې دليل د نفي ځواب وركړ چې صغيره ده، او هغه مهال یې په نكاح وركړه چې پېغلتوب ته ورسېده. له دې رواياتو په صريح توګه معلومېږي چې د نكاح او جنسي نږدېوالي لپاره بلوغ شرط دی.

وضاحت: دا د علماوو خپل نظر وو، موږ ته امام بخاري او ټول فقهاء او محدثین ډیر محترم دي. د علماوو دا ډله هم وایي چې بي بي عایشه رضی الله عنها بلوغ ته رسېدلې وه او په دې کومه ستونزه نه وه. یوازې اختلاف په روایاتو کې ده ځینې د نهو کلو عمر بیانوي او ځینې بیا وایي چې هغه له دغه عمر څخه پورته وه. والله اعلم.

 د علماء دوهمه دله داسې وایي: د هغه وخت لس کلن یا لس کلنه د دې وخت له لس کلنې یا لس کلن سره نه پرتله کیږي، ځکه دلته د زمانو او حالاتو توپیر دی او په هیڅ صورت هغه وخت له اوسني وخت سره نشي  پرتله کیدای.

عائشة رضي الله عنها په نهه کلنۍ کې پیغله وه، بالغه وه، نو هغه ماشومه نه وه، او په هغه زمانه کې به د ښځو لوي غم دا وو، چې د دولس کلو څخه يې عمر واوړي، او چا لا په نکاح کړې نه وي.
نو په هغه وخت کې د نکاح کولو یا واده کولو طبیعي عمر له نهو کلو څخه تر دولسو کالو پورې وو، او د بلوغ د وخت نه شروع کېدلو تر ما بعد البلوغه.

زه تاسو ددې خپلې خبرې دلیل وړاندې کوم، او هغه دا چې په صحيح سند ثابت دي، چې نبي کریم صلی الله علیه وسلم ته د خديجې رضي الله عنها له وفات څخه ووروسته یو صحابۍ ښځه راغله، دغه صحابۍ خولة بنت حکیم وه، چې د عثمان بن مظعون رضي الله عنه ښځه وه، دې ښځې سره د خديجې رضي الله عنها له مرګ څخه وروسته د پیغمبر صلی الله علیه و سلم ډیر غم وو، او هر وخت به پریشانه وه، یوه ورځ نبې کریم صلی الله علیه وسلم ته يې وویل: آیا ښه به نه وي، چې له خديجې رضي الله عنها څخه وروسته یو بله ښځه وکړي، نو نبې کریم صلی الله علیه وسلم ورته وویل: څوک یادوي، څوک دې په فکر کی دي؟؟

نو هغې ځواب ورکړ: سودة د زمعه لور، او یا عائشة د أبوبکر لوررضي الله عنهم أجمعین:

اوس لوستونکي کولی شي چې پوه شي، کله چې خولة رضي الله عنها نبی کریم صلی الله علیه وسلم ته د عائشې نوم وړاندې کولو، نو د هغې دا عقیده وه چې دغه دواړې ښځې د نبې کریم صلی الله علیه وسلم سره مناسبې دي، او کولی شي هغه تشه ډکه کړي کومه چې د خدیجې رضي الله عنها مرګ پریښې وه .

دغه وخت کې عائشة رضي الله عنها باکره وه، او سوده کونډه وه، او عمر يې هم ډیر وو، مخکې يې یو میړه هم کړې وو، نو د خولې رضي الله عنها دغه مجرده طرحه ددې ښوودنه کوي، چې هغه په دې پوهیدله چې دواړه جینکۍ د ښځې کولو لپاره ښې جوړې دي، او ددې معنا دا هم ده چې د عائشې رضي الله تعالی عنها د جسم نمو، او پوخووالې دا له ورایه ښکاره کوله چې انوثت او پیغلتوب يې کامل ده، او لږ تر لږه خولة رضي الله عنها دا خبره ښه حس کړې وه، ځکه چې هغه پوهیدله چې سړي له ښځې څه غواړي، نو هغه څه چې غواړي باید په جیلکۍ کې هغه موجود وي.

دغه وخت کې په عائشه رضي الله عنها باندې له نبې کریم صلی الله علیه وسلم څخه پرته بل صحابي هم جرګه کوله، چې د هغه صحابي نوم جبیر بن المطعم وو، خو کله چې د عائشې رضي الله عنها مور د پیغمبر صلی الله علیه وسلم له جرګې خبره شوه، ډیره خوښي يې څرګنده کړه، او جبیر بن المطعم صحابي يې فوراً قاطع ځواب کړ.

که د پیغمبر صلی الله علیه وسلم جرګه نه وای، نو هغوی به دغه جیلکۍ هغه صحابي ته ورکوله، ځکه نو ام رومان خپل میړه ابو بکر رضي الله عنهما ته وویل: ګوره ستا لور الله جل جلاله د جبیر له لارې بچه کړه، نو نبې کریم صلی الله علیه وسلم ته يې ورکړه، چې له خیر او برکت څخه بهرمنده شي.

هو! یوه مور پوهیږي چې کله د خپلې لور لپاره واده کول وغواړي، مور په خپلې لور د پوخوالي او بلوغ ته د رسیدلو علامې تر نور هر چا ښې ویني، او هم يې پیژني.

مور په خپله لور کې د انوثت انقلاب درک کولی شي، نو ډیر پیرزو او آرزو يې شي چې د لور واده وویني، او هغې ورځې لپاره په ډیر شوق خپلې شپې ورځې سبا کوي، هره مور غواړي چې د خپلې لور لپاره د سعادت مصدر وي، او د کورني ژوند اساساتو څخه يې خبره کړي، او په ډیره خوشحالۍ يې نوي کورته رخصت کړي.

اوس که څوک له دغو لادینیانو، مسیحیانو، مستشرقینو، هندوانو او یهودو څخه سوال وکړي، او هغه دا چې، آیا له دوی سره یو دلیل شته چې دا ثابته کړي چې عائشة رضي الله عنها په هغه نهه کلنۍ عمر یا څه د پاسه نهو کالو عمر کې بلوغ ته نه وه رسیدلې؟ یا د هغې أنوثت نه وو کامل شوې؟

سر بیره پردې د حدیثو په ډیرو کتابونو کې په صحيح سند راغلي دي، چې د جزیرة العرب په ځمکه ډیرې جینکیانې په نهه کلنۍ کې بلوغ ته رسیږي.

له امام شافعي رحمه الله څخه روایت چې هغه ويلي دي: په تهامة جینکۍ په نهه کلنۍ کې بلوغ ته رسیږي، بلکه له هغه څخه روایت دی، چې ویلي يې دي: ما په صنعاء ښار کې، د یمن په پلازمینه کې یوه یویشت کلنه ۲۱ نیا ولیدله، یعنې د لمسیانو خاونده وه، بیا وايي: په نهه کلنۍ کې بلوغ ته رسیدلې وه، او لس کلنۍ کې يې لور راوړې وه، او هغه بیا په نهه کلنۍ کې بلوغ ته رسیدلې وه، او په لس کلنۍ کې يې بچۍ راوړې وو.

 سربیره پر دې خپله د عائشې رضي الله عنها څخه روایت دی چې وايي: جیلکۍ چې کله نهه کلنۍ ته ورسیږي، نو هغه ښځه شي.

تاسو په انټرنټ او میډیا کې پلټنه وکړئ چې همدا اوس اوس په هند، د افریقا لویې وچې او نورو هیوادونو کې تر لس کلنو جنکیانو بچي ځیږولي او کومه پټه خبره نه ده.

ځینې خلک وایي چې بي بي عایشې ته واک یا اختیار نه وو ورکړل شوی چې له حضرت محمد صلی الله علیه وسلم سره واده وکړي او که نه؟.

قرآن کریم د دغې شبهې ځواب داسې وایي:

[28] يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ قُلْ لِأَزْوَاجِكَ إِنْ كُنْتُنَّ تُرِدْنَ الْحَيَاةَ الدُّنْيَا وَزِينَتَهَا فَتَعَالَيْنَ أُمَتِّعْكُنَّ وَأُسَرِّحْكُنَّ سَرَاحًا جَمِيلاً [29] وَإِنْ كُنْتُنَّ تُرِدْنَ اللَّهَ وَرَسُولَهُ وَالدَّارَ الْآَخِرَةَ فَإِنَّ اللَّهَ أَعَدَّ لِلْمُحْسِنَاتِ مِنْكُنَّ أَجْرًا عَظِيمًا الأحزاب

ژباړه: ای پیغمبره! ووایه خپلو ښځو ته، کچیرې تاسې دنیا غواړۍ، او د دنیا د ژوند ښایست غواړۍ، نو راځۍ چې فایده در ورسوم تاسی ته، او آزادې کړم تاسې په آزادۍ نیکې سره، او کچیرته تاسې الله جل جلاله غواړۍ او د هغه پیغمبر غواړۍ، او ورځ د آخرت غواړۍ نو په تحقیق چې الله جل جلاله تیار کړی دی ستاسو د نیکو لپاره لوی اجر.

عائشة رضي الله عنها فرمايي: کله چې دغه آیت نازل شو، نبې کریم صلی الله علیه وسلم ماته راغۍ، او راته ويي ویل: زه تا ته یوه خبره کول غواړم، ته په هغې کې فیصله ژر مه کوه، تر څو چې دې مور او پلار سره فیصله نه وي کړې، نو هغې ورته وویل: څه خبره ده؟

نبې کریم صلی الله علیه وسلم ورته آیتونه تلات کړل، نو عائشې رضي الله عنها وویل: بلکه الله جل جلاله اختیاروو، او تا اختیاروو، او ورځ د آخرت اختیاروو، هغې وویل: نو نبې کریم صلی الله علیه وسلم ډیر خوشحاله شو. اوس که حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د شهوت او نفسي غوښتنو پخاطر دا کار کاوه، نو شاید د مکې ډیرو پیغلو او ښکلو نجونو سره یې واده کړی وای، ځکه د قریشو ټولو مشرانو غوښتل چې هغه له خپلې داعیې څخه تېر شي.

که څوک ووایي چې دومره لوی توپیر د ښځې او خاوند د عمر په منځ کې دا ولې؟

ځواب: عائشه رضي الله عنها په خپل دې واده ډیر خوشحاله وه، او د هغې غوندې په لسهاوو ښځې وي چې دا ارزو يې درلودله چې د نبې کریم صلی الله علیه وسلم میرمنې جوړې شي، داسې هم شويدي چې ډیرې ورته راغلې دي ځانونه يې وربخښلي، نو بیا نبې کریم صلی الله علیه وسلم نورو صحابه کرامو ته په نکاح کړي دي، عائشه رضي الله عنها ته غیرت ورتللو کله چې به نبې کریم صلی الله علیه وسلم مړه شوې خدیجه یادوله، او هغه ته به يې وویل: هغه ولې یادوې، د هغې په بدله کې الله جل جلاله له هغې څخه ښه بدله درکړې، کچیرته دغه توپير د عمر عیب وای، نو د قریشو کافرو به ورته پیغور ور کړی وو، هغه وخت یهودو به پرې ګوت نیونه کړې وه.

د نبي کریم صلی الله علیه وسلم له نکاح مخکې بل چا هم د ځان لپاره غوښتې وه، نو ولې په دې څه مشکل دې؟

د یوې جیلکۍ د واده کولو لپاره فسیولوجي او عقلي موانع باید موجود نه وي، او چی دغه رنګ موانعو دلته وجود نه لرلو؟ نو څه مشکل ده چې نکاح تر سره نشي.

هغه وخت له اوسني وخت سره پرتله کول دا ستره نا پوهي ده، د هغه مهال خلک له فزیکي پلوه ډیر غښتلي وو، کیدای شي ځیني به وايي چې عقلي رشد ته نه وه رسیدلې، څنګه نه وه رسیدلې، او هغې مور موږ ته د شرعي فقهې لویې لویې برخې رانقل کړي دي، او اوس چې څومره وخت تیریږې ځوانۍ ختمیږي، د نبي کریم صلی الله علیه وسلم په زمانه کې به یو اووه لس کلن مشر به د زرهاوو کسانو قیادت کاوه، یو مثال يې اسامة بن زید دی، او بل مثال ابن القاسم دی چې په اوولس کلنۍ کې يې سند او شاو خوا علاقې ختمې کړې، اما اوس به ډیر پنځه ویشت کلن ځوانان ووینئ چې عقلي رشد به نه لري، امام بخاري رحمه الله په پنځلس کلنۍ په نبوي حدیث کې یو لوی مرجع جوړ شو، او په اتلس کلنۍ کې يې ډیر حدیث په مجلداتو تألیفات کړي دي، خو اوس حالت بدل دی.

باید یو بل لوی حقیقت او نعمت ته اشاره وکړم، هغه دا چې د نبي کریم صلی الله علیه وسلم له مرګ څخه وروسته عائشة رضي الله عنها ۵۰ کاله ژوندۍ وه، او په دغو پنځوسو کلونو کې هغې د نبي کریم صلی الله علیه وسلم تعلیمات، فقه، او احادیث نورو ته ورسول.

په دغه وخت کې نه یهودو، او نه نصاراوو، اونه فارسیانو، او نه رومیانو، او نه قریشو په نبې کریم صلی الله علیه وسلم باندې دا ګوت نیونه کړې، سره له دې چې هغوی د نبي کریم صلی الله علیه وسلم په هره وړه او غټه خبره غږیدل، نو په حقیقت کې هغوی ټولو د دغه واده اقرار کړی دي.

 لادینیان، منصرین، او یهود، اوس هر وخت وايي: چې د عائشي نفسیات به دغه وخت کې څنګه وو؟

اوس سوال دادی: چې آیا بي بي عائشه رضي الله عنها ستاسو کومې حقوقي نړیوالې مؤسسې یا ملګرو ملتونو ته شکایت کړی ده، چې تاسو اوس د هغې مدافع وکیلان جوړ شوئ، آیا عائشې رضي الله عنها له خپلو درې زره روایاتو څخه په یوه روایت کې له خپل دغه ژوند واده څخه شکایت کړی ده، او یا يې سر ټکولی ده؟

او یا هغه په دغه واده پښیمانه وه؟

آیا دې باره کې تاسې یو حرف لرۍ چې ويې وایئ؟

ألا لعنة الله علی الظالمین.

بر عکس هغه ډیره خوشحاله وه، په خپل میړه يې ډیر غیرت کولو، مینه يې ورسره کوله، یوه لحظه يې هم دا شک نه ده کړی چې هغه پیغمبر نه دی، او د نبي کریم صلي الله علیه وسلم سره يې بقا اختیار کړه کله چې نبي کریم صلی الله علیه وسلم هغې ته د پاتې کیدو او د تګ اجازه ورکړه، چې کورنۍ ژوند پریږدي.  دا خلک د عائشې رضي الله عنها له زندګۍ داسې خبرې کوي، لکه هغې چې د خپلې زندګۍ څخه نفسي غوټه لرله، نه برعکس عائشې د خپل واده له لومړۍ لحظې څخه ټولې پیښی ثبت کړې، او موږ ته يې رانقل کړي، فقه يې مونږ رانقل کړې، او د نبي کریم صلی الله علیه وسلم له وفات څخه وروسته يې داسې علماء کرام او فقهاء وروزل، چې هغسې علم اوس په پوهنتونو کې د دوکتورا لرونکو

لیک او ترتیب: استاذ نورالله خان حمدزی

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email