ځيني آيتونه هم د قرآن د سورتونو غوندي نومونه لري

 د قرآن کریم د سورتونو نومونه زیاتو خلکو ته معلوم دي، خو زیات شمېر داسي آیتونه هم سته چي فقهاوو او مفسرينو نومونه پر ايښي دي . د ځينو آيتونو نومونه نبي کریم صلی الله علیه وسلم او اصحابو کرامو ايښي دي او دا نومونه غالباً هغي بنسټيزي موضوع ته اشاره کوي چي په دغو آيتونو کي راغلې وي.

د دغو آيتونو د نومونو د پېژندګلوۍ، د هغو د ګټو ، فضايلو او احکامو او نورو اړتياوړ مسايلو په اړه د قرآن کريم په تفسيرونو کي لنډي او تفصيلي څرګندوني راغلي دي. د دې تر څنګ ځينو علمای کرامو پر دې موضوع باندي بېل کتابونه او مقالې هم لیکلي دي.

د دغو کتابونو او تفسيرونو د مطالعې پرمهال د دغو آيتونو د نومونو سره مخامخ کيږو، خو څنګه چي يې په اړه مخکني معلومات نه لرو د پوهېدو په اړه يې په ذهن کي څه تشه رامنځ ته کيږي. دغي اړتیا ته په کتو سره موږ د اوس لپاره دلته له دغو آيتونو څخه د شلو آيتونو په باب څه لنډي څرګندوني کوو او د پاته آیتونو د نومونو په اړه به که خدای کول په راتلونکې کي بیا څه ولیکو.

د دغو آيتونو نومونه او د هغو په باب لنډي څرګندوني په دې ډول دي:

۱۔ آیةالکرسی

د قرآن کريم دغه آيت د بقرې د سورې (۲۵۵) آيت دی. په دي آيت کي د لوی څښتن جل جلاله د کرسۍ یادونه سوې ده، ځکه نو دغه آيت ته ”آية الکرسي“ وايي. د دې آيت د فضایلو او ښېګڼو په هکله د احاديثو او تفاسيرو په کتابونو کي ډېري څرګندوني سوي دي.

۲. خواتيم سورة البقرة

د بقرې د سورې دوو وروستيو آيتونو ، یعني: ۲۸۵ او ۲۸۶ آيتونو ته (خواتيم سورة البقرة) وايي. د صحیح مسلم، د کتاب الایمان ۳۲۰ / ۱۷۳ شمېره حدیث دی : کله چي رسول الله صلی الله علیه وسلم د معراج پرمهال سدرة المنتهی ته ورسېدی، هلته درې شیان ورته ورکړه سول:۱. پنځه وخته لمونځ. ۲. د بقرې د سورې وروستي آيتونه (خواتيم سورة البقرة). ۳. الله د ده له امت څخه د هغو کسانو ټول تباه کوونکي ګنهونه ور وبخښل چي په الله پوري يې شرک نه وي نيولی.

۳. آيات المباهلة

د آل عمران د سورې ۵۹، ۶۰ او ۶۱ آيتونو ته ” آيات المباهلة “ وايي. ”مباهله“ پر يو بل باندي د لعنت ويلو او يو له بله ښېرا کولو ته وايي. کله چي د دوو بحث کوونکو ډلو څخه يوه خوا د دلايلو د منلو پر ځاى له سر زورۍ څخه کار اخلي، نو وروستۍ لار داده چي هغه”مباهلې“(پر ملامت لوري باندي له لوى څښتن څخه د لعنت لېږلو سوال او ښرا) ته وبولي او دا ښېرا وکړي چي هر څوک چي له موږ څخه پر ناحقه او درواغجن وي د خداى په لعنت دي اخته او هلاک سي.

۴. آیة التخییر

د احزاب د سورې ۲۸ شمېره آيت ته ” آیة التخییر“(د واک اختیار ورکولو آيت) وايي. په صحیح مسلم، مسند امام احمد او نورو کي د جابر رضي الله عنه له روايت څخه څرګنديږي چي د پيغمبرصلی الله علیه وسلم مېرمني هغه ته کښېنستلي وې او په نفقه کي يې داسي څه ځني غوښته چي ورسره نه وه. نو رسول الله صلی الله علیه وسلم له دې امله خواشينی سوی وو، ځکه نو لوی څښتن همدغه آیة التخییر نازل کړ.

په دغه او ورپسې ۲۹ آيت کي ویل سوی دی:” اي پيغمبره! خپلو ميرمنوته ووايه كه تاسي دنيا او دهغې ښكلاغواوئ نوراسئ چي زه تاسي ته څه دركړم او په ښه وضعيت سره مورخصتي كړم .

اوكه تاسي الله او دهغه رسول او د آخرت كور غواړئ نو وپوهېږئ چي له تاسي څخه چي څوك نيكوكاري دي الله د هغو لپاره لوى اجر چمتو كړى دى “.

رسول الله صلی الله علیه وسلم خپلو ټولو مېرمنو، هري يوې ته جلا جلا دغه آيتونه ولوستل، خو هغو په اتفاق سره پر طلاق باندي د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره پاتېدو ته ترجیح ورکړه.

۵. آیة الرجم

د رجم معنا ده: په ډبرو ويشتل، سنګسارول.

په شرعي اصطلاح کي :

۱. د ناواده سوو زنا کارو(بدلمني کوونکو) لپاره د درو وهلو حد ټاکل سوی دی. یعني:

د هغه چا لپاره چې واده یې نه وي کړی او د زنا ناوړه فعل ترسره کړي د الله تعالی په په حکم دغو کسانو ته د سلو درو وهلو حد یا سزا ټاکل سوې ده. د دې سزا یا شرعي حد ثبوت د قرآن کریم د النور سورت په دوهم آیت کې راغلی دی، لوی څښتن فرمایي:

﴿الزَّانِيَةُ وَالزَّانِي فَاجْلِدُوا كُلَّ وَاحِدٍ مِّنْهُمَا مِائَةَ جَلْدَةٍ وَلَا تَأْخُذْكُم بِهِمَا رَأْفَةٌ فِي دِينِ اللَّهِ إِن كُنتُمْ تُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ وَلْيَشْهَدْ عَذَابَهُمَا طَائِفَةٌ مِّنَ الْمُؤْمِنِينَ ﴾.

ژباړه: زنا كاره ښځه او زناكار سړى(چي مسلمان، بالغ، آزاد او ناواده سوي وي) ، نو له دوی څخه هر يو سل درُى ووهئ . او كه تاسي پرالله او د آخرت په ورځ باندي ايمان لرئ، نو د الله د دين(د قوانينو د اجرا کولو) په اړه پردوى باندي د زړه سوی احساس دي په تاسي كي نه وي(چي پر دوی باندی حد پلی نه کړي او یايې ور سپک کړي) . او دا هم اړینه ده چي هغوته د سزاوركولو په وخت كي دي د مومنانو يوه ډله حاضره وي.

۲. د واده سوو زنا کوونکو لپاره د رجم (په ډبرو ویشتلو) حد ټاکل سوی دی، یعني:

د هغو کسانو لپاره چې واده یې کړی وي او له واده کولو سره سره بیا د زنا (بدلمنۍ) بې حیاعمل ترسره کړي، د هغو لپاره د اسلام په مبارک دین کې د رجم ( په تیږو ویشتلو) حد اوسزا – ترڅو چي مري، په نبوي سنتو او حدیثونو او په هغه آیت چي تلاوت يې منسوخ سوی او حکم يې ثابت پاته سوی دی ، ټاکل سوې ده.

د رجم د آيت متن دادی:

﴿الشَّيْخُ وَالشَّيْخَةُ إِذَا زَنَيَا فَارْجُمُوهُمَا الْبَتَّةَ نَكَالًا مِنْ اللَّهِ وَاللَّهُ عَلِيمٌ حَكِيمٌ ﴾.

ژباړه: واده سوی نارینه او واده سوې ښځه (که څه هم د عمر له پلوه ځوانان وي) قطعاً(خامخا، بې له پرېښوولو) د الله له لوري د سزا او عبرت په دود په تيږو وولئ (رجم ، سنګسار يې کړئ). او الله په هره خبره (د خپلو بنده ګانو په زړونو) ډېر ښه پوه او (د خپلو بنده ګانو د چارو په تدبير کي) د سمي او لوړي کچي پوهي(حکمت) څښتن دى.

د یادولو وړ ده چي: د رجم آیت قرآني آيت دی. د لوی څښتن له خوا نازل سوی دی، د احزاب په سوره کي وو. تلاوت کېدی، رسول الله صلی الله علیه وسلم او اصحابو کرامو عمل په کړی دی. په صحيحو احاديثو لفظاً او حکماً ثابت دی، خو وروسته يې د مصلحت له مخي الفاظ او تلاوت منسوخ سول او حکم يې پاته سو.

۶۔ آیات المیراث

د قرآن کریم د نساء د سورې يوولسم او دوولسم آیت ته ” آیات المیراث “ (د میراث آیتونه) وايي. یعني: هغه آيتونه چي د وراثت احکام پکښي بیان سوي دي. يو بل آيت چي ”آیة الکلالة یا آیة الصيف“ ورته وايي (او وروسته بحث پر کيږي)  هم د ميراث په اړه دی.

۷. آیة الکلالة يا آية الصیف

د قرآن کریم د نساء د سورې وروستي، يعني: (176) آیت ته ” آیة الکلالة “ وايي. او کلاله هغه مړه ته وايي چي نه يې پلار يا نيکه ژوندى وي، نه يې زوى او لمسى. دغه راز دغه آیت ته ” آية الصیف“ (په دوبي نازل سوی آیت) هم وايي. څنګه چي دغه آيت د دوبي په موسم کي نازل سوی دی، ځکه يې ” آية الصیف“ هم بللی دی. د دغه آیت دغه نوم د حضرت رسول الله صلی الله علیه وسلم له خولې څخه ثابت دی، لکه چی حضرت عمر رضی الله عنه وايي: ما د کومي بلي مسئلې په هکله له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه دوني پوښتني نه دي کړي، لکه د” آیة الکلالة “ په اړه چي مي کړي دي، تر دې چي رسول الله صلی الله علیه وسلم خپله مبارکه ګوته زما پر ټټر کښېښوده او ويې فرمایل: « يَا عُمَرُ أَلَا تَكْفِيكَ آيَةُ الصَّيْفِ الَّتِي فِي آخِرِ سُورَةِ النِّسَاءِ ».

ژباړه: ای عمره آیا تاته آیة الصیف(هغه آیت چي د ګرمۍ په موسم کي نازل سوی دی) کوم چي د نساء د سورې په آخر کي دی کفایت نه کوي؟ (مسلم، کتاب المساجد، باب نهي من أكل ثوم أو بصلا أو كراثا أو نحوها،۱۱۴۵ / ۵۶۷ شمېره حدیث).

۸۔ آیات الربیٰ

د قرآن کریم د البقرې د سورې د ۲۷۵ تر ۳۸۱ پوري آيتونه د سود په اړه نازل سوي دي. بقره سوره د مدني پېر په لومړيو کي نازله سوې وه. ځکه نو په دې سوره کي د یهودو په هکله په تفصیل سره یادوني سوي دي. څنګه چي هغو سود روا باله او له دې امله يې اسلامي ټولني ته تاوان رساوه، ځکه نو باید دا ټولنه د هغو له دغه ضرره ژغورل سوې وای. رشتیانۍ اسلامي ټولنه هغه باله سي چي د سود له ټولو ډولونو او نورو محارمو څخه پاکه او سپېڅلې وي.

د سود په باب د اړوندو آيتونو لنډيز په دې ډول دی: سود يو ظلم دی. سود خور به د قیامت په ورځ په ډېر بد حالت کي راپاڅي. له سود څخه په ظاهره شته زیاتيږي، خو برکت نه لري. بر عکس لوی څښتن د خیراتونو او صدقو ورکولو چاري ته هڅونه کوي. نو که کومه سودي معامله در څخه سوې ده، بیا يې مه کوئ او توبه ځني وکاږئ. خو که اوس هم کوم څوک دغه کار کوي، نو هغه دي دغه کار د الله او د هغه د پیغمبر صلی الله علیه وسلم د جګړې اعلان وبولي.

۹. آیة الحجاب

د احزاب د سورې (۵۳) شمېرې آیت ته ” آیة الحجاب “ وايي. په دغه آیت کي د رسول الله صلی الله علیه وسلم له سپېڅلو مېرمنو څخه د پردې تر شا د پوښتني کولو حکم سوی دی. د احزاب د سورې په ۵۵ او ۵۹ آیت کي د پردې نور زیات احکام نازل سول. کتابونه وايي چي د پردې یا حجاب دغه حکم د حضرت عمر فاروق رضي الله عنه په خواهش وو. هغه د لوی څښتن پيغمبر ته عرض وکړ چي : ای د الله رسوله! ستا مطهرو مېرمنو ته ښه او بد هر ډول خلک د ځينو خبرو د پوښتلو لپاره ورځي، نو که ته هغو ته د حجاب کولو حکم وکړې ډېر به ښه وي. ځکه نو لوی څښتن د حجاب حکم نازل کړ.

۱۰. آیات اللعان

د قرآن کریم د نور د سورې له (۶) آیت څخه تر (۱۰) آيت پوري د اللعان یا الملاعنة آيتونه بلل سوي دي.

د لِعَان معنا ده یو پر بل لعنت ویل ، د ملاعنة غوندي مصدر دی، لکه قِتال چي د مقاتلې هم معنا او د یوه باب مصدر دی .

کله چي مېړه پر خپله مېرمن باندي تور ولګوي چي د يو چا سره يې زنا کړې ده او پر خپله دې ادعا باندي څلور شاهدان ونه لري او مېرمن يې ګردسره منکره سي، یا مېړه ادعا وکړي چي د مېرمني اولاد يې د ده نه دی او ښځه د هغه دا خبره ونه مني او انکار وکړي او څلور شاهدان نه وي، نو دوی دواړه به د لعان د هغي طريقې تر سره کولو ته اړ کيږي چي د قرآن کریم د لعان په آیتونو کي راغلې ده او هغه داده چي مېړه د قاضي په حضور کي څلور واره په اشهد بالله شاهدي ادا کړي ، چي ما د زنا کوم تور پر خپلي ښځي لګولی دی په هغه کي زه رښتینی یم او پنځم ځل ووایي : پر ده دي لعنت وي که دی په دې تور لګولو کي درواغجن وو .

د مېړه تر لِعَان وروسته د ښځي نوبت دى ، ښځه به هم څلور ځلي په اشهد بالله شاهدي ادا کوي چي زما مېړه چي د زنا کوم تور پر ما لګولی دى ، په هغه کي دی درواغجن دى او پنځم ځل به وايي : که يې مېړه په دې تور لګولو کي رښتینی وو، نو پر دې دي د الله جل جلاله غضب وي.

د مېړه او ښځي تر منځ چي لِعَان وسي ، بیا یو له بل څخه بېلیږي، یعني قاضي د دواړو تر منځ د بېلتون حکم کوي ، دا بېلتون د امام ابوحنیفه رحمة الله علیه او امام محمد رحمة الله علیه په اند یو بائن طلاق ګڼل کیږي ، خو د امام ابویوسف رحمة الله علیه په اند يې دغه بېلتون د دوی تر منځ د تل لپاره حرمت راولي او بیا یې هیڅکله هم تر منځ نکاح نه تړل کیږي .

که سړي پر خپلي ښځي د زنا داسی تور ولګوي چي زما له مېرمني څخه چي کوم اولاد زېږېدلی دی زما نه دی ، نو بیا يې هغه اولاد ددې سړي اولاد نه بلل کیږي او نه میراث یو د بل څخه وړي ، ځکه په لِعَان یې د پلار څخه نسب قطع کیږي ، بلکي هغه یوازي د مور اولاد بلل کیږي ، مور او هغه اولاد یې یو د بل څخه میراث وړي .

۱۱. آیة المداینة

د قرآن کریم د بقرې سورې (۲۸۲) ګڼه آيت په ”آیة المداینة “یا” آية الدين“ مشهوردى. دغه آيت چی اقتصادي نظام او مسايلو ته د اسلام د سپېڅلي دين د پاملرني څرګندويي کوي د قرآن کريم تر ټولو اوږد آيت دى او په دې کي د سود د حرمت تر بيانولو وروسته، په پور د پېر او پلور په لړ کي ډېر مهم هدايتونه ورکول سوي دي. چي موخه يې داده چي ټولي معاملې بايد ښې پاکي او رڼې وي. که چيري پر چا څه پور باندي کيږي، نو هغه دې داسي وليکي يا دې ليکونکي ته د ليکلو لپاره بيان کړي چي خبره ښه سپينه او څرګنده کړي. په دې ليکنه کي بايد بشپړي خبري له چل ول څخه پرته وليکل سي او په هغې کي دي د چا د حق د تلفولو په موخه له غبن او کمي زياتي څخه ډډه وسي.

۱۲. آیة الخمر يا آیات الخمر

د امام احمد د مسند په لاندي صحیح روایت کي د مندرجو آيتونو یوه ته ”آیة الخمر“ او د هغو مجموعې ته”آیات الخمر“ ويل سوي دي.

له حضرت عمر رضي الله عنه څخه روايت دى: کله چي د لوى څښتن له خوا د شرابو
د څښلو د حرمت د نازلېدو وخت نژدې ښکارېدى، نو حضرت عمر دعا وکړه چي: اى لويه څښتنه موږ ته د شرابو په اړه څرګند حکم بيان کړه! نوهغه وو چي د بقرې د سورې (۲۱۹) آيت نازل سو . نو حضرت عمر راوغوښتل سو او دغه آيت ورته وويل سو. بيا هغه وويل : اى لويه څښتنه موږ ته د شرابو په اړه څرګند حکم بيان کړه! بيا د نساء د سورې (۴۳) آيت نازل سو. نو کله چي پر لمانځه باندي د درېدو مهال سو د رسول الله آواز کوونکي ناري کړه: څوک چي نشه وي پر لمانځه دي نه دريږي. بيا يې حضرت عمر راوغوښت او د هغه په مخ کي يې دا آيت ووايه. بيا حضرت عمر وويل: اى لويه څښتنه موږ ته د شرابو په اړه څرګند حکم بيان کړه! بيا د مائدې د سورې (٩٠ او ٩١) آيتونه نازل سول. او حضرت عمر ته وويل سول. کله چي د (٩١) آيت وروستۍ جمله، يعني ﴿فَهَلْ أَنْتُمْ مُنْتَهُونَ﴾(نو آيا تاسي له دې چارو څخه لاس اخلئ؟) وويل سول، نو حضرت عمر وويل: هو، موږ له دې چارو څخه لاس اخلو.

دغه حديث حاکم، ذهبي، الباني د امام احمد د مسند تحقيق کوونکو شعيب الأرنؤوط، عادل مرشد او نوروصحيح بللى دى.

۱۳. آیة السیف

د توبې د سورې (۵) آيت په آية السيف نومول سوى دى، ځکه په دې کي د جګړې امر راغلى دى. ضحاک بن مزاحم وايي چي دغه آيت د رسول الله صلی الله علیه وسلم او مشرکانو ترمنځ کومو چي خپلي ژمني يې ماتي کړي وې ، ټولي معاهدې له منځه يووړې او د دغسي مشرکانو سره نوره پرېکړه په توره کېده. ”السیف“ توري ته وايي او د ”آیةالسیف“ مطلب دی: د توري آيت. دغه توره د هر غیر مسلم پر ضد نه وه او نه ده، لکه چي ختيځپوهان تور لګوي. بلکي د هغو مشرکانو پرضد يې استعمال جايز بلل سوی دی چي د مسلمانانو سره پر خپلو ژمنو په نه درېدو سره د خیانت مرتکب سوي وه.

۱۴. آیة القتال

د آية القتال په اړه د زیاتو مفسرینو رایه داده : په کومو آيتونو کي چي د قتال (جګړې) یادونه سوې ده، هغه ټوله آيات القتال(د جګړې آيتونه) دي. ځيني آية السيف (کوم چي مخکي خبري پروسوې) آية القتال بولي. خو سمه داده چي د توبې د سورې (۲۹) آیت آية القتال دی. دا هغه آیت دي چي په حکم يې د تبوک د غزا لپاره تیاري ونيول سول او د قرآن کریم یو شمېر آیتونه يې منسوخ کړل.

۱۵. آیة المحاربة یا آية المحاربین

د قرآن کریم د مائدې سورې (۳۳) آيت په ” آیة المحاربه “ یا ” آیة المحاربین “ شهرت موندلی دی. دا ځکه چي په دغه آيت کي د هغو کسانو د سزاو یادونه سوې ده چي د الله او د هغه د پیغمبره سره ” محاربه “ ( جګړه )کوي او په مځکه کي د ورانۍ (فساد)خپرولو هڅي کوي.

د مفسرينو او فقهاوو تقريباً پر دې خبره اتفاق دى چي په دې آيت کي له یادو سوو خلکو څخه مراد هغه لاري وهونکي دي چي د وسلې په مټ خلک شکوي. د هغو په هکله چي ويل سوي دي چي هغوى د الله او د هغه د پيغمبر سره جګړه کوي ، د دې مطلب دادى چي هغوى د الله او د هغه د پيغمبر د قوانينو بې حرمتي کوي او د خلکو سره د هغو جنګېده، ګواکي د الله او د هغه د رسول سره جنګېده دي. دغو خلکو ته په دې آيت کي څلور سزاوي بيان سوي دي. د دغو سزاوو تشرېح امام ابوحنيفه رحمة الله عليه کړې ده، چي د فقهي او تفسیر په کتابونو کي يې تفصیل راغلی دی.

۱۶. آیة القصر

د قرآن کریم د النساء د سورې (۱۰۱) آیت ته ” آية القصر“ وايي، دا ځکه چي په دغه آيت کي د لوی څښتن له خوا لارښوونه سوې ده چي د دښمن سره د مقابلې پرمهال، که وبېرېږئ چي کافران به مو وزوروي، نو د بېري لمونځ (صلاة الخوف) لنډ (قصر) وکړئ. د دې لمونځ مفصله طريقه د احاديثو او فقهي په کتابونو کي راغلې ده.

یاده دي وي چي: الله تعالى د سفر په حالت کي د ماپښين، مازديګر او ماخستن لمونځونه موږ ته نيمى کړي دي، چي دې ته هم” قصر“ وايي. دا لمونځ په عامو سفرونو کي په هر حالت کي واجب دى، له دښمنه بېره وي که نه وي.

۱۷. آیة الخلع

دا د بقرې د سورې (۲۲۹) آيت دی.

خلع دې ته وايي چي مېړه ښځي ته ، له هغې څخه د شتو اخيستلو په بدل کي طلاق ورکړي یا ښځه د طلاق په مقابل کي خپل ولور(مهر) مېړه ته وبخښي. د دې خبرو زیات تفصیل د فقهي په کتابونو کي راغلی دی.

۱۸. آیة الطلاق

دا د بقرې د سورې (۲۳۲) آيت دی. دا چي مفسرین دا د طلاق آیت بولي ښايي له دې امله وي چي دا پر حتمي طلاق باندي دلالت کوي. او د دې سورې په (۲۲۹) آیت کي چي د ﴿الطَّلَاقُ مَرَّتَانِ ﴾ یادونه سوې ده، په هغه کي د حتمي طلاق نه، بلکي د رجعي طلاق ذکرسوی دی.

۱۹. آية التطهیر

د احزاب د سورې (۳۳) آيت ته ” آية التطهیر “ وايي. د ” تطهیر “ مطلب دی پاک او ستره کول. دې آيت ته ځکه ” آية التطهیر “ وايي چي په هغه کي راغلي دي: ”ای د نبي صلی الله علیه وسلم مېرمنو او ای د هغه اهل بیتو(کورنۍ) الله سبحانه غواړي چی له تاسي څخه اذي او بدي ليري کړي او غواړي ستاسي ځانونه (ستاسي نفسونه د ښو اخلاقو په سمبالولو او له رذایلو څخه په پاکولو سره) داسي پاک کړي چي له هره پلوه بشپړ وي(او هيڅ ناولتیا پکښي پاته نه سي)“.

۲۰. آية الزكاة

دا د توبې د سورې (۶۰) آیت دی. څنګه چي په دغه آيت کي د واجب زکات د مصارفو تفصیل بیان سوی دی، ځکه نو ” آية الزكاة“ بلل سوی دی. پای.

عبدالمالک همت

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً