له ابى‌رقيه تميم بن اوس الدارى رضی الله عنه څخه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي:

«الدِّينُ النَّصِيْحَةُ قُلْنَا: لِمَنْ؟ قَالَ: لِلّهِ، وَلِكِتَابِهِ، وَلِرَسُولِهِ، وَلأَئِمَّةِ الْمُسْلِمِينَ وَعَامَّتِهِمْ»([1]).

ژباړه : دين نصيحت دی ، و مو ويل : د چا لپاره ؟ ويې فرمايل : د الله تعالی لپاره ، او د هغه د قرآن لپاره ، او د هغه د پيغمبر لپاره او د مسلمانانو د پيشوايانو لپاره او د ټولو مسلمانانو لپاره .

تشريح :

«النَّصِيْحَةُ» جامع کلمه ده چې معنی خير دی .

« النَّصِيْحَةُ لله» د معنی په باره کې خطابي او نور وايي چې :

د الله د پاره نصحيت دا چې : په هغه باندې ايمان راوړل ، د شرک څخه پرهيز کول ، د الله تعالی د ټولو اوامرو منل او د هغه د منع شويو شيانو څخه پرهيز کول ، په ټولو امورو کې اخلاص لرل ، او خاص د الله تعالی عبادت کول ، نو دا نصيحت په اصل کې د بنده لپاره نصیحت شو او الله تعالی د ناصح نصيحت ته ضرورت نه لري .

او د کتاب الله لپاره نصيحت دا دی چې : د الله تعالی په کلام باندې ايمان لرل او د هغه په اوامرو باندې عمل کول ، د هغه تلاوت کول او د تلاوت حق يې ادا کول او د هغه ضروري علوم زده کول او د هغه طرف ته دعوت کول دي .

د رسول الله صلی الله عليه وسلم لپاره نصيحت دا چې : د هغه تصديق کول ، په هغه باندې چې څه نازل شوي په هغه باندې ايمان راوړل ، او د هغه اطاعت کول .

نصيحة الأئمة المسلمين څخه مطلب دا دی چې د مسلمانانو د مشرانو په حق کې کومک کول او په مشروع کارونو کې د هغوی اطاعت کول او د دين او دنيا په امور کې د هغوی غفلت کولو ته متوجه کول .

او عامه مسلمانانو لپاره نصيحت دا چې : د خير په کارونو د هغوی سره مرسته وشي ، هغوی ته په نيکی امر وشي او له بدی څخه منع شي ، د هغوی پرده کول ، د هغوی نه د ضرر دفع کول او هغوی ته د خير په کار کې ګټه رسول ، د ځان لپاره چې څه سړي خوښوي د نورو مسلمانانو لپاره به يې هم خوښوي او د ځان لپاره چې څه بد ګڼې د نورو مسلمانانو د پاره به يې هم بد ګڼې . والله اعلم .

نصيحت فرض کفايي ده ، که يو ډله يې قيام وکړي د نورو غاړه ورباندې خلاصيږي ، او په قدر د ضرورت لازم دی .

(شرح الأربعين الننوية / ابن سابق رحمه الله ) .

[1]– رَوَاهُ مُسْلِمٌ.

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email