له ابو عبدالله نعمان بن بشيرt نه روايت دی چې وايي: له رسول الله صلی الله عليه وسلم نه مې اورېدلي چې فرمايل يې :

«إِنَّ الْحَلاَلَ بَيِّنٌ، وَإِنَّ الْحَرَامَ بَيِّنٌ، وَبَيْنَهُمَا أُمُورٌ مُشْتَبِهَاتٌ لاَيَعْلَمُهُنَّ كَثِيرٌ مِنَ النَّاسِ، فَمَنْ اتَّقَى الشُّبُهَاتِ فَقَد اسْتَبْرَأَ لِدِيْنِهِ وَعِرْضِهِ، وَمَنْ وَقَعَ فِي الشُّبُهَاتِ وَقَعَ فِي الْحَرَام، كَالرَّاعِي يَرْعَى حَوْلَ الْحِمَى يُوشِكُ أَنْ يَرْتَعَ فِيهِ، أَلاَ وَإِنَّ لِكُلِّ مَلِكٍ حِمًى، أَلاَ وَإِنَّ حِمَى اللهِ مَحَارِمُهُ، أَلاَ وَإِنَّ فِي الْجَسَدِ مُضْغَةً، إِذَا صَلُحَتْ صَلَحَ الْجَسَدُ كُلُّهُ، وَإِذَا فَسَدَتْ فَسَدَ الْجَسَدُ كُلُّهُ، أَلاَ وَهِيَ الْقَلْبُ»([1]).

ژباړه :

ژباړه: يقيناً حلال بيان شوي او واضح دي او حرام بيان دي ددې دواړو تر مينځ دوه مشتبه امور وجود لري چې ډير خلک په هغه باندې نه پوهيږي ، نو هر چا چې له شبهاتو څخه پرهيز وکړ هغه د خپل دين او آبرو حفاظت وکړ ، او څوک چې په مشتبه امورو کې اخته شو نو هغه په حرامو کې اخته شو لکه: شپون چې خپل اوښان د منع شوي ځای څنډو کې د څرودلو لپاره آزاد پرېږدي او په دې حالت کې دا وېره وي چې د چرودلو لپاره منع شوي ځای ته نږدې شي.

خبردار اوسئ ! چې هر پاچا حريم (منع شوې سيمه ) لري چې خاص د هغه لپاره وي .

خبردار اوسئ ! يقیناً چې د الله تعالی منع شوې منطقه ، محرمات ( ناروا کارونه ) دي .

خبردار ! د انسان په بدن کې يو ټوټه غوښه ده چې هر کله دغه (ټوټه ) اصلاح شوه ټول بدن اصلاح کيږي او هر کله چې دا ټوټه فاسده او خرابه شوه ټول بدن فاسدوي ، پوه شئ چې دا د غوښې ټوټه د انسان زړه دی .

تشريح:

دا حديث د اسلامي شريعت ستر اصل دی ، ابؤداود سجستاني وايي : اسلام په څلورو احاديثو احاطه شوی دی چې د هغو څخه يو همدا حديث دی .

قول د « إِنَّ الْحَلاَلَ بَيِّنٌ، وَإِنَّ الْحَرَامَ بَيِّنٌ، وَبَيْنَهُمَا أُمُورٌ مُشْتَبِهَاتٌ » : يعنې : ټول څيزونه په دری قسمه دي ، حلال ، حرام او مشتبه ، حلال او حرام هغه څيزونه دي کوم چې د اسلامي شريعت په نص سره حلال او يا حرام ګرځول شوي دي، لکه دا قول د الله تعالی : [أحل لکم الطبيات ] ، او هغه چې د الله تعالی په نص سره حرام ګرځول شوي لکه دا قول د الله تعالی :[و حرمت عليکم أمهاتکم وبناتکم … الآية ، و حرم عليکم صيد البر … الآية ] .

ټول هغه څيزونه چې اسلامي شريعت يې د نهی حکم کړی وي او يا د هغو په ارتکاب سره الله تعالی حد ، عقوبت او وعيد ټاکلی وي نو هغه حرام دي .

او هر چې مشتبهات دي کوم چې په دغه حديث کې رسول الله صلی الله عليه وسلم هغه ته اشاره کړې ده نو په هغه کې علماؤ اختلاف نظر لري .

يو ډله وايي : دا حرام دي په دليل د دغه قول «استبرأ لدينه و عرضه » . او بله ډله علماء وايي : دا حلال دي مګر ترک يې غوره دی په دليل د دغه قول «کالراعي يرعي حول الحمي »

او بله ډله علماء وايي : په پورته حديث شريف ذکر شوي متشبهاتو په اړه مونږ وايو چې دا نه حلال او نه هم حرام دي بلکي دا د حلال او حرام تر مينځ دي او په دې باره کې مونږ ته توقف کول په کار دي او دا د باب ورع څخه دی .

او ځينې علماء وايي : مشتبهات په دری قسمه دي : يو هغه دي چې انسان پوه وي چې دا حرام دی خو په دې کې شک کوي چې آيا تحريم يې لرې شوی او که نه ؟ لکه : کوم سړي چې په طلاق کې شک وکړي ، نو ددې حکم اباحت دی مګر دا چې یقين مينځته راشي او په حرمت پوه شي.

دوهم قسم : داسې چې څوک شک وکړي چې دا حلال دی او که حرام يعنې دوه شيان سره جمع شي نو پکار ده چې د هغه څخه ځان وساتي .

دريم قسم : د دليل او یقين پرته شکونه لکه : سړی اودس وکړي او وروسته شک وکړي چې ما به اودس کړی وي که نه ، په لمانځه کې د بې اودسۍ سوچونه چې یقين نه وي ، يا داسې چې ما کومې اوبه استعمال کړې هغه نجسې نه وي؟ حال دا چې دری واړه اوصاف يې سم وي دا د شيطان وسواس دي څه اصل نلري او دا مشتبهات نه بلل کيږي .

قول د « لاَيَعْلَمُهُنَّ كَثِيرٌ مِنَ النَّاسِ »: يعنې په حکم يې ډير خلک نه پوهيږي .

قول د « فَمَنْ اتَّقَى الشُّبُهَاتِ فَقَد اسْتَبْرَأَ لِدِيْنِهِ وَعِرْضِهِ وَمَنْ وَقَعَ فِي الشُّبُهَاتِ وَقَعَ فِي الْحَرَام »:يعنې : څوک چې د شبهاتو په ارکاب سره د الله تعالی څخه ونه ويريږي نو بيا د محرماتو په ارکاب هم تيز ورځي .

لکه چې علماء وايي : صغيره ګناه ، کبيره ګناه ته لاره برابروي ، څوک چې په صغيره ګناه زړور شو آخر په کبيره ګناه کولو هم ور زړور شي ، او چا ته چې د کبيره ګناه کول آسان شول هغه ته د کفر ارتکاب هم څه سخت نه وي .

او بل دا چې په اکثرو شبهاتو کې اخته کېدل په خپل زړه باندې ظلم دی ، له جهته د بې علمی او له جهته د پرهيز نه کولو چې په دې سره سړی د محرمات مرتکب ګرځي حال دا چې ده ته د هغه علم نه وي .

قول د « كَالرَّاعِي يَرْعَى حَوْلَ الْحِمَى يُوشِكُ أَنْ يَرْتَعَ فِيهِ» : يو مثال دی د الله تعالی د ټاکل شويو پولو ، نو که څوک د پاچا په ټاکل شويو پولو باندې د ورختلو د عاقبت او بدو پايلو څخه وېره لري ، نو په کار دا ده چې د هغه څخه لرې شي او هغه ته دې نه نږدې کيږي ځکه چې نږدې کيدل د واقع کيدو خطره لري .

کله چې مونږ ته رسول الله صلی الله عليه وسلم پورته دری مهم اصول بيان کړل د هغه وروسته د انسان د بدن د ټولو اندامونو او جواريحو اداره کوونکي اندام (زړه ) ته اشاره کوي چې که دغه (زړه ) اصلاح شو ټول بدن اصلاح دی او که دا زړه فاسد شو ټول بدن فاسدوي (۲) .

نسأل الله العظيم أن يصلح فساد قلوبنا ، يا مقلب القلوب ثبت قلوبنا علی دينک ، يا مصرف القلوب صرف قلوبنا الی طاعتک .

[1]– رَوَاهُ البُخَارِيُّ وَمُسْلِمٌ.

[۲]- شرح ابن سابق رحمه الله.

اربعين النووية / امام نووي رحمه الله

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email