د امام نووي څلويښت حديثونه – دريم حديث ، د اسلام پنځه ارکان:

له ابى عبدالرحمن عبدالله بن عمر بن خطاب رضی الله عنه نه روايت دی چې وايي: اورېدلي مې چې رسول اكرمصلی الله عليه وسلم فرمايل: «بُنِيَ الإِسْلاَمُ عَلَى خَمْسٍ: شَهَادَةِ أَنْ لاَ إلهَ إِلاَّ اللهُ وَأَنَّ مُحَمَّداً رَسُولُ اللهِ، وَإقَامِ الصَّلاَةِ، وَإيْتَاءِ الزَّكَاةِ، وَحَجِّ الْبَيْتِ، وَصَوْمِ رَمَضَانَ»([متفق عليه]).

ژباړه : اسلام پر پنځو څيزونو بنا شوی دی : ګواهي ورکول په دې چې نشته معبود برحق مګر الله دی ، او ګواهي ورکول په دې چې حضرت محمد صلی الله عليه وسلم د الله تعالی رسول دی ، او د لمانځه درول ، او د زکات ورکول ، او د بيت الله شريف حج کول او د روژې نيول .

تشريح :

د اسلام لومړی رکن د توحيد او رسالت په کلمه « شَهَادَةِ أَنْ لاَ إلهَ إِلاَّ اللهُ وَأَنَّ مُحَمَّداً رَسُولُ اللهِ » باندې ايمان لرل دي

اول – د لا اله الا الله معنی :

(لا اله) يعنې: نشه معبود بر حق ،( الا الله) مګر يو الله دی .

يعنې د کلمې توحيد دوه ارکان شول :

اول : لا اله – نفی ده ، يعنې د عبادت هيڅ لائق نشته .

دوهم : الا الله – اثبات ، يعنې : مګر يوازې معبود بر حق او لائق د عبادت الله (جل جلا له) دی .

د «إله» معنی معبود دی، نو ټول هغه عبادتونه او بندګۍ چه د الله تعالی پرته بل چا ته کیږي هغه باطل عبادت دی، او هغه څوک چه د الله تعالی پرته د بل چا عبادت او بندګي کوي هغه مشرک او کافر ګڼل کیږي، لکه چه الله (جل جلاله)  فرمایي: ﴿ [وَمَن يَدْعُ مَعَ اللَّهِ إِلَهًا آخَرَ لاَ بُرْهَانَ لَهُ بِهِ فَإِنَّمَا حِسَابُهُ عِندَ رَبِّهِ إِنَّهُ لاَ يُفْلِحُ الْكَافِرُونَ] (المؤمنون ۱۱۷ ) .

ژباړه : او هغه څوک چه د الله (جل جلاله) سره بل معبود هم رابلي چه له ده سره هیڅ ډول دلیل ورباندې نشته، نو بې شکه د ده حساب کتاب د الله تعالی سره دی، يقيناً چې کافران بری نشي تر لاسه کولای.

په اسلام کښې لمړنې فرض دا دی چه تر هر څه د مخه د لمړني بنسټ معنی او احکام زده کړل شي؛ ځکه رسول الله صلی الله عليه وسلم  چه کله معاذ بن جبل رضی الله عنه  یمن ته د یو داعي، بلونکي او ښوونکي په صفت لیږلو نو ورته یي وفرمايل: «إِنَّكَ سَتَأْتِي قَوْمًا أَهْلَ كِتَابٍ فَإِذَا جِئْتَهُمْ فَادْعُهُمْ إِلَى أَنْ يَشْهَدُوا أَنْ لاَ إِلَهَ إِلاَّ اللَّهُ، وَأَنَّ مُحَمَّدًا رَسُولُ اللهِ فَإِنْ هُمْ أَطَاعُوا لَكَ بِذَلِكَ فَأَخْبِرْهُمْ أَنَّ اللَّهَ قَدْ فَرَضَ عَلَيْهِمْ خَمْسَ صَلَوَاتٍ فِي كُلِّ يَوْمٍ وَلَيْلَةٍ… الحديث». [متفق علیه]

ژباړه: يقيناً ته داسې خلکو ته ورتلونکې یې چه هغوي اهل کتاب او کتابیان دي، نو لومړې یي باید ددې خبرې منلو ته راوبلې چه: نشته وړ، لایق او مستحق دعبادت او بندګۍ مګر یواځی یو الله (جلّ جلاله) دی، او زه- یعنی محمد صلی الله عليه وسلم – د الله تعالی ريښتينې پیغمبر او استاذې یم، که هغوي درسره دا خبره ومنله، نو بیا ورته وښایه چه الله (جل جلاله)  پر دوی په هره شپه ورځ کښې پنځه لمونځونه فرض کړي دي…» الحدیث.

خلاصه او لنډه دا چه:

–   د «لا إله إلاَّ الله» معنی دا ده چه: نشته معبود برحق مګر یو الله تعالی دی.

–   توحید تر هغه پوری نشي پلي کیدې چه تر څو له شرک څخه ځان ونه ژغورل شي.

–   زمونږ د پیدایش هدف یواځی د یو الله تعالی بندګي کول چه شریک او برخَوال ورسره پکښې نه وي.

–   هغه څوک چه د الله تعالی پرته د بل چا عبادت او بندګي وکړي هغه مشرک او کافر ګڼل کیږي ، او ټول ټول نيک عملونه يې برباد دي.

–   هر پیغمبر خپل قوم توحید ته رابللی او له شرک څخه يي د ځان ساتلو امر ورته کړې دی.

–   د رسول الله صلی الله عليه وسلم  لومړی دعوت او بلنه هم توحید ته وه، او په شروع کښې یي خپل قوم توحید ته راوبللو، او د وخت پاچاهانو ته يي هم لیکونه واستول چه هغوﺉ ته يي پکښې د توحید دعوت ورکړې وو، او خپلو ملګرو ته یي هم امر کړې وو چه دهغوﺉ د دعوت لمړې ټکې دی توحید ته بلنه وي.

–   د الله تعالی حق پر بندګانو هم همدا توحید دې.

–   هغه څوک چه په ربوبیت او عبادت او بندګۍ کښی الله تعالی يوازې ونه مني، نو هغه مسلمان کیدې نشي، اګر که ځان ته مسلمان هم ووایي.

(عقيدوي درسونه / ابو زکريا اسماعيل الافغاني )

دوهم – د محمد رسول الله معنی :

د محمد رسول الله معنی دا ده چې رسول الله صلی الله عليه وسلم د الله تعالی رښتینی پیغمبر دی، په رسالت باندې د ګواهي ورکولو غوښتنه دا ده چې مسلمان به ایمان لري چې الله تعالی خپل پیغمبر محمد بن عبد الله بن عبد المطلب صلی الله عليه وسلم ټولو پیریانو او انسانانو ته خپل پیغمبر او استاذی استولی دی، تر څو دوی ته امر وکړي چه یواځې د یو الله تعالی عبادت او بندګي وکړي، او د هغه ټولو شیانو له عبادت او بندګۍ څخه ځان وژغوري چه له الله تعالی څخه پرته یي عبادت او بندګي کیږي، او هم دوی ته د اسلام د مقدس دین احکام بیان کړي.

همدا راز دغه ګواهي ددې غوښتنه کوي چه محمد صلی الله عليه وسلم د الله تعالی بنده او پیغمبر دی ، او د جناب په صفت او مدح کې داسې غلو او مبالغه کول چې د الوهيت حد ورسول شي حرام دی .

ځکه جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم مونږ ته حکم کړی دی چې : «لاَ تُطْرُونِي، كَمَا أَطْرَتْ النَّصَارَى ابْنَ مَرْيَمَ، فَإِنَّمَا أَنَا عَبْدُهُ، فَقُولُوا: عَبْدُ اللَّهِ، وَرَسُولُهُ». [رواه البخاري]

ژباړه: زما په صفت او مدح کښی له حده مه تیریږئ لکه چه نصارا د عیسې عليه السلام په هکله د هغه په مدح او صفت کښې له حده تیر شوي وو، چه هغه ته يي الله، یا د الله تعالی زوی، یا دریم له دریو څخه ویلو، نو بې شکه زه د الله تعالی بنده یم، نو تاسو هم ووایي: چه «عَبْدُ اللَّهِ، وَرَسُولُهُ» یعنی د الله تعالی بنده او د هغه پیغمبر.

پر مونږ باندې د رسول الله صلی الله عليه وسلم دری بنسټيز حقوق دي :

۱- د رسول الله صلی الله عليه وسلم  سره محبت کول، بلکه پر مونږ واجب ده چه د رسول الله صلی الله عليه وسلم محبت د خپل ځان اهل او اولادونو له محبت نه مخکې او زیات وګڼو، ځکه انس رضی الله عنه  له رسول الله صلی الله عليه وسلم  څخه روایت کوي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمایلي دي:

«لاَ يُؤْمِنُ أَحَدُكُمْ، حَتَّى أَكُونَ أَحَبَّ إِلَيْهِ مِنْ وَالِدِهِ وَوَلَدِهِ وَالنَّاسِ أَجْمَعِينَ». [متفق علیه].

ژباړه: له تاسې څخه څوک (کامل) مؤمن نشي کېدای تر څو چه هغه ته زه له اولادونو پلار او ټولو خلکو څخه ډیر محبوب نشم، یعنی د رسول الله صلی الله عليه وسلم محبت دې له ټولو څخه مخکی او زیات وي.

۲- د رسول الله صلی الله عليه وسلم د ټولو هغو قولي ، فعلي او تقريري سنتو چې په قبول شوي سند سره ثابت وي منل یې پر مونږ واجب دي ځکه چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم سنت له ځانه نه وو بلکي د وحې پر بنا وو .

لقوله سبحانه وتعالی :[ وَمَا يَنْطِقُ عَنِ الْهَوَى ، إِنْ هُوَ إِلَّا وَحْيٌ يُوحَى] (النجم ۳-۴ ).

ژباړه : او خبرې نه کوي (محمد) له هوا (خپلې ) نه ، نه دی دغه (قرآن) مګر وحی ده چې ورته ليږل شوی ده .

تفسير انوار القرآن ددې آيتونو په تفسير کې ليکي: په حديث شريف له عبدالله بن عمرو نه روایت چې وايي:ما به هر څه چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه اوريدل هغه مې يادول او ساتل پس قريشو زه له دغه کار څخه منع کړلم او ويې ويل : ته هر څه چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم نه آورې هغه ليکې حال دا چې هغه هم بشر دی او کله د غصې په وخت کې څه وايي . همغه وو چې له ليکلو مې لاس واخيست او دغه موضوع مې له رسول الله صلی الله عليه وسلم سره شريکه کړه : جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل :« اكتب‌، فوالذي‌ نفسي‌ بيده‌ ما خرج‌ مني‌ إلا الحق» (فتح الباری او صحيح الجامع) .

يعنې : وليکه ځکه قسم پر هغه ذات دی چې زما روح د هغه په واک کې دی ، زما د ژبې څخه د حق څخه بغير څه نه دي وتلي .همدارنګه رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : زه بغير له حق څخه بل څه نه وايم  .

دغه مهال ځنو صحابه کرامو عرض وکړ يا رسول الله ! تاسې کله مزاج هم کوې ؟ و يې فرمايل حتی که مزاخ وکړم هم بغير له حق څخه بل څه نه وايم .

۳- د رسول الله صلی الله عليه وسلم  پیروي کول، یعنی د هغه ټول امرونه پر ځان منل او پلي کول، او ټول هغه څه چه رسول الله صلی الله عليه وسلم  ورڅخه منع فرمایلی ده ځان ورڅخه وژغوري.

لقوله سبحانه وتعالی :[وَمَا آتَاكُمُ الرَّسُولُ فَخُذُوهُ وَمَا نَهَاكُمْ عَنْهُ فَانتَهُوا وَاتَّقُوا اللَّهَ](حشر ۷)

ژباړه : او هغه څه چې رسول يې تاسې درکوئ واخلئ او له هغه څه نه چې تاسې منع کوي ډډه وکړئ او له الله څخه ووېرېږئ .

د الله تعالی رضا د رسول الله صلی الله عليه وسلم متابعت او پيروي ده :

[قُلْ إِن كُنتُمْ تُحِبُّونَ اللّهَ فَاتَّبِعُونِي يُحْبِبْكُمُ اللّهُ](ال عمران 31).

ژباړه: ووايه (ای محمده ) !: کچيرې تاسې له الله سره محبت لرئ نو زما پيروي وکړئ چې الله له ستاسې سره محبت وکړي .

او فرمايي : [فَلاَ وَرَبِّكَ لاَ يُؤْمِنُونَ حَتَّىَ يُحَكِّمُوكَ فِيمَا شَجَرَ بَيْنَهُمْ ثُمَّ لاَ يَجِدُواْ فِي أَنفُسِهِمْ حَرَجًا مِّمَّا قَضَيْتَ وَيُسَلِّمُواْ تَسْلِيمًا] (النسآء ۶۵ ) :

ژباړه : نو نه ! ( ای رسوله ) ستا په رب قسم دی چې دوی تر هغه مؤمنان نشي کيدای څو پورې چې تا ته په خپلو ټولو شخړو کې د حکم (فيصله کوونکی) کړي او بيا ستا د پريکړو په اړه پخپلو ځانونو کې کوم خپګان و نه مومئ او ( دغه پريکړه ) په ډيرې خوښۍ سره و مني .

اربعين النووية / امام نوی رحمه الله

شرح : عقيدوي درسونه / ابو ذکريا اسماعيل افغاني

ژباړه / حمدالله شاکري

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email