له عمر بن خطاب رض الله عنه نه روايت چې وايي: «بَيْنَمَا نَحْنُ جُلُوسٌ عِنْدَ رَسُولِ الله صلی الله صلی الله عليه وسلم ذَاتَ يَوْمٍ، إذْ طَلَعَ عَلَيْنَا رَجُلٌ شَدِيدُ بَيَاضِ الثِّيَابِ، شَدِيدُ سَوَادِ الشَّعْرِ، لا يُرَى عَلَيْهِ أَثَرُ السَّفَرِ، وَلا يَعْرِفُهُ مِنَّا أحَدٌ، حَتَّى جَلَسَ إلَى النَّبِيِّ صلی الله عليه وسلم، فَأَسْنَدَ رُكْبَتَيْهِ إلَى رُكْبَتَيْهِ، وَوَضَعَ كَفَّيْهِ عَلَى فَخِذَيْهِ، وَقَالَ: يَا مُحَمَّدُ، أخْبِرْنِي عَنْ الإسْلاَمِ. فَقَالَ رَسُولُ اللهِ صلی الله عليه وسلم : الإِسْلاَمُ أَنْ تَشْهَدَ أَنْ لاَ إِلهَ إِلاَ اللهُ وَأَنَّ مُحَمَّداً رَسُولُ اللهِ، وَتُقِيمَ الصَّلاَةَ، وَتُؤْتِيَ الزَّكَاةَ، وَتَصُومَ رَمَضَانَ، وَتَحُجَّ الْبَيتَ إِن اسْتَطَعْتَ إِلَيْهِ سَبِيلاً. قَالَ: صَدَقْتَ، فَعَجِبْنَا لَهُ يَسْأَلُهُ وَيُصَدِّقُهُ. قَالَ: فَأَخْبِرْنِي عَنِ الإِيْمَانِ، قَالَ: أَنْ تُؤْمِنَ بِاللهِ، وَمَلاَئِكَتِهِ، وَكُتُبِهِ، وَرُسُلِهِ، وَالْيَوْمِ الآخِرِ، وَتُؤْمِنَ بِالْقَدَرِ خَيْرِهِ وَشَرِّهِ. قَالَ: صَدَقْتَ، قَالَ: فَأَخْبِرْنِي عَنِ الإِحْسَانِ. قَالَ: أَنْ تَعْبُدَ اللهَ كَأَنَّكَ تَرَاهُ، فَإِنْ لَمْ تَكُنْ تَرَاهُ فَإِنَّهُ يَرَاكَ. قَالَ: فَأَخْبِرْنِي عَنِ السَّاعَةِ، قَالَ: مَا الْمَسْؤُولُ عَنْهَا بِأَعْلَمَ مِنَ السَّائِلِ. قَالَ: فَأَخْبِرْنِي عَنْ أَمَارَاتِهَا، قَالَ: أَنْ تَلِدَ الأَمَةُ رَبَّتَهَا، وَأَنْ تَرَى الْحُفَاةَ الْعُرَاةَ الْعَالَةَ رِعَاءَ الشَّاءِ يَتَطَاوَلُونَ فِي الْبُنْيَانِ. ثُمَّ انْطَلَقَ فَلَبِثْتُ مَلِيًّا ثُمَّ قَالَ: يَا عُمَرُ أَتَدْرِي مَنِ السَّائِلُ؟ قُلْتُ: اللهُ وَرَسُولُهُ أَعْلَمُ، قَالَ: فَإِنَّهُ جِبْرِيْلُ أَتَاكُمْ يُعَلِّمُكُمْ دِيْنَكُمْ»([روا المسلم ]).

ژباړه: مونږ يو ورځ د رسول الله صلی الله عليه وسلم سره ناست وو چې يو سړی را ښکاره شو چې تکې سپنې جامې يې په تن وې ، تک تور ويښتان يې وو ، په هغه باندې د سفر هيڅ اثر نه ښکارېده ، او له مونږ څخه هيچا نه پېژندلو ، تر دې چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم سره کيناست ، ورنونه يې د هغه د ورنو سره ولګول او دواړه لاسونه يې د هغه په ورونو کيښول او ويې ويل : ای محمده ! ما خبر کړه له اسلام څخه ( اسلام څه دی ؟ ) ، پس رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل : اسلام دا دی چې : ګواهي ورکول په دې چې نشته لايق د عبادت مګر الله دی ، او محمد د الله تعالی رسول دی ، او لمونځ اداکول ، او زکات ورکول ، او د رمضان روژه نيول او د حج ادا کول څوک يې چې (مالي او بدني ) توان ولري، ویې ويل : تا رښتيا وويل .

ويې ويل : ما خبر کړه له ايمان ، ویې فرمايل: ايمان دا دی چې : په الله تعالی ايمان راوړې، په ملائکو د هغه ، په کتابونو د هغه ، په رسولانو د هغه ، په ورځ د آخرت او دا چې ايمان راوړې په قدر او شر ( چې د الله د جانبه دي ) .هغه کس وويل : تا رښتيا وويل .

و يې ويل : ما له احسان څخه خبر کړه . ويې فرمايل : (احسان او ښه کول ) عبارت دي له دې چې ته داسې عبادت وکړي چې ګويا هغه ته ويني ، او کچېرې ته هغه نه ويني نو په دې باندې يقين لره چې هغه تا ويني .

ويې ويل : ما د قيامت له ورځې څخه خبر کړه . و يې فرمايل : پوښتل شوی له پوښتنه کوونکي څخه پوه نه دی .

هغه سړي وويل : پس ما د هغه د نښانو څخه خبر کړه ، ويې فرمايل : دا چې وېنځه خپل بادار وزږوي ( يعنې دا چې ميندې خوارې او حقيرې شميري او ځان د خپلې مور بادار ګڼې ) ، او دا چې ته وويني چې د صحرا په پښو او تن لوچ وږې د پسونو چوپانان په ودانيو او ساختمانونو کې يو له بله مخکې والی کوي .

بيا هغه سړی ولاړو ، او زه څه نور ناست وم ، او حضرت رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل : ای عمر ! ته پوهيږې چې سوال کوونکی څوک وو ؟ ومې ويل : الله او د هغه رسول ښه پوهيږي ، ويې فرمايل : هغه جبرئيل امين عليه السلام وو ، چې راغلی وو ( څو د پوښتنې او ځواب په توګه ) تاسې ته ستاسې دين در زده کړي .

تشريح :

دا حديث شريف د اسلام د سترو قواعدو څخه دی ، چې جبرئيل عليه السلام جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم ته د سوال او ځواب په شان د اسلام ، ايمان او احسان تعليم ورکوي ، همدارنګه په دې حديث شريف د طالب علم او مدرس آدابو ، تواضح ، حلم او نيک سلوک او واضح بيان ته اشاره شوې ده .

د اسلام د ارکان تشريح به وروسته راشي .

د ايمان ارکان عبارت دي له :

اول – پر الله سبحانه وتعالی ايمان :

د ايمان لومړی رکن د الله سبحانه وتعالی په وجود ، ربوبيت ، الوهيت ، اسماء او صفاتو باندې ايمان لرل په الله سبحانه وتعالی باندې د ايمان او اعتقاد لرلو خلاصه :

۱- د الله تعالی په وجود باندې ايمان ، د الله سبحانه وتعالی په وجود د ايمان لرلو دليل او ستره نښه دا ده چې هغه سبحانه وتعالی ورځ په شپه او شپه په ورځ بدلوي ، له ژوندې څخه مړی او له مړي څخه ژوندی پيدا کوي ، نو ايا د الله پرته بل څوک شته چې دا کار تر سره کړي ؟ نه

۲- الله تعالی يو دی په ذات او صفاتو کې شريک نلري ،رب ، خالق او رازق د ټول عالم دی او هيڅ شريک نلري .

دليل دا دی کچېرې الغياذ بالله دوه خدايان وای نو د کائناتو په تنظيم کې به خامخا بې نظمې راغلی وه .

۳- د الله سبحانه وتعالی سره هيڅ شی مشابه نه دي نه په ذات او نه په صفاتو کې :

۴- الله سبحانه وتعالی معبود برحق دی (لا اله الا الله ) چې تفصيل به وروسته راشي .

۵- الله سبحانه وتعالی هميشه دی او هميشه به وي ، فنا کېدل نلري او تل تر تله ژوندی دی .

۶- هر څه چې په جهان او عالم کې تر سره کيږي د الله تعالی په اراده تر سره کيږي ، هغه (جل جلاله) په هر څه قادر دی ، د ټولو شيانو مرګ او ژوند ، عزت او ذلت د هغه (جل جلاله ) په واک کې دی ، ګټه رسول ، دفع ضرر ، خير او شر ټول د الله تعالی د طرفه دي .

۷- الله تعالی په هر څه عالم دی د هغه څخه هيڅ شی پټ نه دي .

دوهم – پر ملائکو ايمان :

پر ملائکو باندې ايمان لرل د ايمان رکن دی او د ملائکو د وجود څخه انکار کفر دی .

ملائکې د الله تعالی مخلوق دی چې له نور څخه پيدا شوې دي ، يو لحظه د الله تعالی نا فرماني نه کوي شپه او ورځ د الله تعالی په عبادت او فرمابدراۍ کې مشغول دي ، زوجيت پکې نشته نه نر دي او نه ښځې ، شمير يې ډير زيات دی چې يوازې الله تعالی پرې پوهيږي .

ملائکې د الله تعالی د حکم او ارادې پرته هيچا ته د نفع او ضرر اجازه نلري په هغه باندې توسل شرک دی .

ملائکې خوړل او څښل نه کوي ، نکاح نه کوي او نه هم خوب کوي.

ابليس او جنيات د ملائکو له ډلې څخه نه دي ځکه ملائکې له نور څخه پيدا دي او ابليس له اور څخه پيدا شوی دی .

ملائکې مؤمنان خوښوي او کافران نه خوښوي .

ملائکو ته الله تعالی ددې قدرت ورکړی چې په مختلفو شکلونو ځان بدل کړي .

د الله تعالی په کتابونو ايمان :

الله سبحانه و تعالی پر خپلو رسولانو باندې د بشر د هدايت او لارښوونې لپاره کتابونه نازل کړي دي چې د هغو په وسيله خلک د الله توحيد بلل شوي ، په نيکو کارونو ورته امر شوی او له بدو کارونو څخه منع شوي وو .

د الله تعالی په کتابونو او صحيفو باندې ايمان لرل د ايمان رکن دی ، د الله تعالی په کتابونو باندې د ايمان لرلو مقصد دا دی چې دغه کتابونه د الله د طرفه نازل شوي ، د هغه (جل جلاله ) بلا کيف کلام دی ، په هغو ټولو کې موجود اوامر او نواهي حق دي .

او دا ايمان لرل چې مخکنې کتابونه د قرآن په نزول سره منسوخ شوي دي .

يعنې دا چې د قرآن پرته په هيڅ پخواني کتاب باندې عمل او حکم کول جايز نه دي .

آسماني کتابونه او صحيفې په لاندې ډول دي :

تورات په موسی عليه السلام نازل شوی .

زبور په داود عليه السلام نازل شوی .

انجيل په عيسی عليه السلام نازل شوی .

قرآن په محمد صلی الله عليه وسلم نازل شوی .

سل صحيفې دي :

۱۰ صحيفې په آدم عليه السلام نازلې شوې .

۱۰ صحيفې په ابراهيم عليه السلام نازلې شوې .

۵۰ صحيفې په شيش عليه السلام نازلې شوې .

۳۰ صحيفې په ادريس عليه السلام نازلې شوې دې .

په قرآنکريم باندې ايمان :

يقيناً چې قرآنکريم د الله تعالی کلام دی ، د الله تعالی آخرنی کتاب دی د قرآن نه وروسته د قيامت تر ورځې بل کتاب نه نازليږي او نه هم بل پيغمبر راځي ، د قرآن په نزول سره ټول آسماني کتابونه منسوخ شوی دي .

دا مقدس کتاب د الله تعالی له طرفه د جبرئيل په واسطه په حضرت محمد صلی الله عليه وسلم باندې په (۲۳) کلونو کې نازل شوی دی چې (۳۰) سپارې او (۱۱۴) سورتونه لري .

مونږ په قرآن ايمان او باور لرو چې الله تعالی دغه کتاب د ټول بشريت د لارښوونې لپاره نازل کړی دی ، عالمي کتاب دی په کوم قوم او ژبې پورې خاص نه دی بلکي د ټول بشريت لپاره لاښوونه کوي او غوښتنه ترې کوي چې د الله تعالی په توحيد باندې ايمان راوړئ ، د طاغوت څخه منع شئ تر څو په دنيا او آخرت کې د سعادت او نيکمرغۍ ژوند مو په برخه شي .

قرآنکريم د لوح محفوظ څخه ټول په يو ځل په همغه ترتيب چې اوس موجود دی د جبرائيل په واسطه د دنيا آسمان کې بيت العزت ته نازل شوی او وروسته لږ لږ په (۲۳) کلونو کې نازل شوی دی .

رسول الله صلی الله عليه وسلم يو شمير صحابه ؤ ته هدايت کاوه چې هغوی قرآن حفظ کړي او ځينو ته يې دنده سپارلې وه چې قرآن وليکي .

قرآنکريم څنګه چې الله تعالی نارل کړی دی جبرئيل عليه السلام به پيغمبر صلی الله عليه وسلم ته لوستلو او رسول الله صلی الله عليه وسلم به په هماغه شان صحابه کرامو ته تعيلم کړی دی او بغير له تغير او تحريف څخه مونږ ته رسيدلی دی او د تل لپاره به د تحريف څخه پاک او منزه وي .

په رسولانو باندې ايمان :

د الله تعالی رسولان د الله تعالی استاذې دي چې د الله توحيد او عبادت ته بلوونکي او لارښوونکی دي او د طاغوت او شر څخه منع کوونکي دي .

په رسولانو باندې ايمان لرل د ايمان څلورم رکن او حتی د يو رسول څخه انکار کفر دی .
په رسولانو باندې د ايمان مقصد دا دی چې هغوی د الله تعالی د جانبه د بشريت د لارښوونې لپاره را ليږل شوی دي ، په هغوی باندې نازل شوي حق دي ، د هغوی شريعت حق دی .

پیغمبران عليه السلام د کبيره او صغيره ګناهونو څخه پاک دي ، ټول نارينه دي ، ځينې پر ځينو نورو افضل دي ، د ټولو پيغمبرانو افضل او آخرنی رسول محمد مصطفی صلی الله عليه وسلم دی .

د قيامت په ورځ ايمان :

يوم القيامة ځکه ورته وايي چې په دې ورځ ټول خلک د حساب او جزاء لپاره را ټوليږي او يوم الآخر ځکه ورته وايي چې دا د دنيا آخري ورځ ده .

د قيامت په ورځ ايمان شامل دی په لاندې امورو باندې :

۱- په قبر کې د ملائکې په پوښتنه کولو او همدارنګه د قبر په نعيم باندې لپاره د اهل طاعت او عذاب باندې لپاره اهل معصيت عقيده لرل .

۲- په بيا ژوندي کېدو باندې ايمان ، کله چې دوهمه شپلۍ ووهل شي نو خلک به د الله حضور ته حاضر کړ شي .

۳- د قيامت په ورځ د رسول الله صلی الله عليه وسلم په حوض کوثر باندې ايمان لرل .

۴- د قيامت په ورځ په حساب او جزا باندې ايمان لرل .

۵- په ميزان باندې ايمان لرل ، داسې تله چې د ذرې په اندازه نيک او بد اعمال تلې .

۶- په پل صراط باندې ايمان لرل ، کوم چې د دوزخ د پاسه جنت ته تير شوی چې هر څوک به د خپل نيک عمل په وسيله له هغه څخه تيريږي څوک د سترګو د رپ په شان ، څوک د برق په شان ، څوک د باد په شان ، څوک د آس د تګ په شان …. به تيز تيريږي .

۷- په جنت او دوزخ ايمان لرل ، چا چې ايمان راوړی وي او ښه عملونه يې کړي وي هغه به جنت ځي ، او چا چې ايمان نه وي راوړی هغه به هميشه په دوزخ کې وي . او د چا چې ګناهونه پر نيکو کارونو ترانه شوی وي هغوی به د څه وخت لپاره دوزخ ته ځي .

۸- د رسول الله صلی الله عليه وسلم په شفاعت باندې ايمان لرل چې الله تعالی هغه ته د شفاعت اجازه کړې ده او په ورځ د آخرت به د خپل امت شفاعت کوي .

نبي صلى الله عليه وسلم فرمايي: « أسعد الناس بشفاعتي يوم القيامة من قال لا إله إلا الله خالصا من قلبه » (رواه البخاري).

ژباړه : د قيامت په ورځ به د خلکو څخه زما د شفاعت زيات سعادت د هغه چا په برخه وي چې چا د زړه په اخلاص سره ويلي وي چې : لا اله الا الله .

په قضاء او قدر ايمان :

قدر يا تقدير په دې معنی دی چې الله (جل جلا له) په ټولو پيدا کړيو اشياؤ باندې د پيدا کيدو مخکې عالم دی او هغه (جل جلا له ) له ځانه سره ليکلي دي او هر څه چې مينځ ته راځي هغه د الله پاک په اراده باندې مينځ ته راځي او په تقدير باندې ايمان لرل د ايمان يو رکن دی .

په تقدير باندې ايمان لرلو مقصد :

۱- د الله تعالی په علم باندې ايمان لرل چې د هغه علم پر ټولو کائيناتو باندې احاطه کړې ده او د هغه له علم څخه د ذرې قدرې شی هم پټ نه دي .

۲- د الله تعالی په اراده باندې ايمان ، يعنې هر څه چې تر سره کيږي هغه به د الله تعالی په اراده تر سره کيږي ځکه دا هر څه د الله تعالی مخلوق دی او ټول مخلوق د ده په واک کې دی .

۳- په دې باندې ايمان لرل چې الله تعالی ټول پيدا کړي شيان په لوح المحفوظ کې ليکلي او ثبت کړي دي .

۴- هر څه د الله خلقت دی ، مثلاً انسان چې هر کار کوي د الله تعالی د تقدير او ارادې پرته يې نشي کولای ځکه د انسان ټول بدن ، د بدن سيسم ، فعاليت کول د الله تعالی مخلوق دی .

إحسان :

إحسان دې ته وائي: چې د إيمان او إسلام په رڼا كې ته د الله (جل جلاله) داسې عبادت وكړي لكه چې ته الله (جل جلاله) ويني، كه ته الله (جل جلاله) نه ويني نو هغه خو تا ويني. معنى دا چې ته په زړه كې دا راولې چې ته دالله (جل جلاله) په وړاندې ولاړ يې او دهغه عبادت كوي . او دغه عبادت به د پيغمبر صلي الله عليه وسلم د سنتو مطابق كوي، او مخالفت به ئي نه كوي.

د قیامت علامې :

«الأمارة » : د همزې په فتحه سره علامې ته وايي .

د قيامت له علامو څخه په پورته حديث کې يوه دا علامه ذکر شوې چې وينځه به بادار وزږوي ، د احاديثو شارحينو يې څو معناوې ذکر کړې دي :

– دا چې اسلام به په دنيا کې نشر شي او مسلمان به د وېنځې سره ازدواج کوي د هغه اولاد پيدا کيږي چې په دې صورت کې به وينځه سيد زږوي ځکه چې د اولاد نسبت پلار ته کيږي .

– دا چې د مور او پلار نا فرماني به زیاته شي ، اولاد به د هغوی سره داسې سلوک کوې لکه د غلامانو سره .

– دا چې وينځه آزاد بچی وزږوي .

– دا چې وينځه پاچا وزږوي .

بله علامه د کوچنانو ځايي کيدل دي :

دا چې د پسونو څرونکي به په ودانيو او ساختمانونو کې يو له بله مخکې والی کوي.

د پسونو د څرونکي څخه د جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم مطلب فقر دی ، ځکه د پسونو خاوند د اوښانو او غوايانو د خاوند په پرتله فقير وي ، نو ځکه يې د اوښانو څرونکی او خاوند نه دی ياد کړی بلکي د پسونو خاوند يې ياد کړی دی ، مطلب دا چې دغه د صحرا په پښو او بدن لوڅ غريب خلک به د لوی ودانيو خاوندان شي او دوی به يو له بله مسابقې کوي .

الأربعين النووية / امام نووي رحمه الله

شرح الأربعين النووية / ابن سابق رحمه الله

ژباړه / حمدالله شاکري حفظه الله

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email