پر اسلامي امت او مسلمانو ولسونو باندې د کفري اشغال او د لنډه غرې ديموکراسۍ تپل شوي حاکميت کفرياتو ، فساد او منکراتو ته زمينه برابره کړې چې د ځمکې پر سر باندې هرې خواته د طاغوت ، فحاشت او بدمعاشۍ سيلابونه را روان دي .

الله تعالی دې خير کړي نن عصر هغه څه وينو د کوم په اړه چې جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم سوونه کاله پخوا وړانديز کړی دی چې په آخر وخت کې زما امت له خطر او عذاب سره مخامخ کېدونکی دی چې دا خطر د سختې نافرمانۍ او ګناهونو په وجه دی کوم چې دا ګناهونه نن عطر کې د لنډغرې ديموکراسي په چوکات کې رسماً تر سره کيږي .

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي :

«يكون في أمتي قذف ومسخ وخسف «، قيل يا رسول الله: ومتى ذلك؟ قال»: إذا ظهرت المعازف وكثرت القيان وشربت الخمور » ( رواه الترمذي في الجامع و ابن ابی الدنيا في ذم الملاهي ) .

او په بل روايت داسې راغلي : « لَيكوننَّ في هذه الأُمَّةِ خسفٌ ، و قذفٌ ، و مسخٌ ، و ذلك إذا شرِبُوا الخمورَ ، و اتَّخذوا القَيْناتِ ، و ضربُوا بالمعازفِ»(سلسلة الصحيحة ۲۲۰۳ ) .

ژباړه: زما په امت کې به د ډبرو ويشونکی عذاب ، مسخ (شکل بدلېدل) ، خسف (په ځمکې کې غرقېدل ) را مينځته شي . چا پوښتنه وکړه يا رسول الله صلی الله عليه وسلم کله به دا را مينځته کيږي ؟ ويې فرمايل : کله چې ساز سرود او موسيقي ظاهره او ښکاره شي ، سينګار ډير شي او شرابو څښل کيږي .

د «ظهرت» : دوې معناوي دي :دا چې دغه ګناهونه حلال وګڼې ، او يا دا چې دغه ګناهونه داسې ښکاره او ظاهر شي چې نه څوک پرې شرميږي او نه يې څوک منع کوي .

د «کثرت القيان » : نه مطلب د سينګار زياتوالی دی .

المعاني ليکي : «القيان» سينګار او «القينة » نه مطلب هغه ښځه ده چې سلماني کوي د ښځو ويښتان جوړوي او سينګار کوي او ناوې ګانې جوړوي چې په نن عصر کې آرايشګاه بلل کيږي .

په موجوده حالاتو کې دا هر څه ښکاره او په ډاګه دي .

اللهم لا تقتلنا بغضبك، ولا تهلكنا بعذابك، وعافنا قبل ذلك

آن لاين اسلامي لارښود

 

 

.

Print Friendly, PDF & Email