د جمعې د دوو خطبو په مينځ څه ويل پکار دي ؟

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته….
د جمعی د ورځی د دو خطبو تر منځ دعا کول یا درود ویل څنګه دی؟

شمس راسخ

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه دا ثابت شوې چې هغه د دوو خطبو تر مينځ لږ شانته کيناستلو او په دغه وخت د خاص ذکر او دعا ثبوت ورڅخه نه دی شوی .

عبدالله بن عمر رضی الله عنه روايت کوي چې : « كَانَ النَّبِىُّ صلى الله عليه وسلم يَخْطُبُ خُطْبَتَيْنِ يَقْعُدُ بَيْنَهُمَا» (البخاري ) .

مګر دا چې ځينې کسان دغه وخت دعا کوي دا په دې وجه چې دا مهال دعا قبليږي او دا د دعا د اجابت وخت دی ، قوي قول دا دی چې د جمعې په ورځ کله چې امام خطبې ته پورته کيږي د جمعې د لمانځه تر پايه پورې د دعا د اجابت وخت دی .

مګر د خاص ذکر څه ثبوت نشته .

ثبت أن النبي صلى الله عليه وسلم كان يخطب يوم الجمعة خطبتين ، يفصل بينهما بجلسة يسيرة على المنبر .
فعَنْ عَبْدِ اللَّهِ بن عمر رضي الله عنهما قَالَ : ( كَانَ النَّبِىُّ صلى الله عليه وسلم يَخْطُبُ خُطْبَتَيْنِ يَقْعُدُ بَيْنَهُمَا ) رواه البخاري (928).
ولم يَرِد عن النبي صلى الله عليه وسلم ، ولا عن الصحابة الكرام – فيما نعلم – : الدعاء أو الذكر بكلام مُعَيَّنٍ بين خطبتي الجمعة ، وإنما ذكر بعض أهل العلم استحباب الدعاء بين الخطبتين ، تحريًّا لساعة الإجابة التي في يوم الجمعة ، ومن أقوى الأقوال في تعيينها : أنها من أول خروج الإمام للخطبة إلى انتهاء الصلاة . (فتاوی الاسلام سوال جواب )

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً

آن لاين اسلامي لارښود حفظها الله په افغانستان کې د اهل سنت والجماعت (مذهب امام ابوحنيفه رحمه الله ) د ديني څيړنو او تحقيقاتو يوه معتبره پاڼه ده چې هدف يې ټولنې ته د شرعي اوامرو رسول د کفر ، شرک ، بدعت او ټولو نا روا کړنو پر وړاندې په دلائلو ولاړه کلکه مبارزه ده دا پاڼه کاملاً شخصي ده او مصارف يې کاملاً شخصي د انفاق فی سبيل الله څخه دي