د لمانځه دنيوي او اخروي فوائد او ګټې

په ټولو شرعي امورو کې د انسان لپاره د دنيا او آخرت مصالح او ګټې شته ، همداسې د لمانځه د ستر بدني عبادت لپاره چې د دين ستن ده هم دنيوي او اخروي ګټه دي چې ځينې په لاندې ډول دي :

۱- په دنيا کې د انسان د ژوند او پيداښت د ستر هدف پلې کول ، کوم چې د الله سبحانه وتعالی عبادت کول دي ځکه چې انسان د الله تعالی د عبادت لپاره پيدا شوي دی،لقوله سبحانه وتعالی : [وَمَا خَلَقْتُ الْجِنَّ وَالْإِنسَ إِلَّا لِيَعْبُدُونِ] (الذاريات: ۵۶ ).

د ټولو پيغمبرانو عليهم السلام د رسالت هدف د الله تعالی عبادت ته د خلکو بلل وو .

لمونځ د الله تعالی سره د بنده ارتباط قائموي او لمونځ د ټولو بدني عبادات بنسټ دی ،لمونځ هغه ورځنی منظم الهي حکم دی چې هره ورځ انسان ته دا پيغام ورکوي چې چا پيدا کړې یې ؟ چا ته به سر ټيټوې ؟ د څه لپاره پيدا شوې یې ؟ او د چا په لورې ور ګرځيدل دي ؟

[وَمَا أُمِرُوا إِلَّا لِيَعْبُدُوا اللَّهَ مُخْلِصِينَ لَهُ الدِّينَ حُنَفَاءَ وَيُقِيمُوا الصَّلَاةَ وَيُؤْتُوا الزَّكَاةَ وَذَلِكَ دِينُ الْقَيِّمَةِ] (البينه :۵ ) .

۲- د رزق او روزۍ وسعت او پراخي:

د چا چې د الله سبحانه وتعالی طرف ته توجه وي ، اصلي هدف يې يوازې د دنيا ګټل نه بلکي د آخرت په لورې فکر وي الله تعالی به يې په دنيا کې غني وګرځوي، دا لمونځ چې هر ورځ او د ورځې په مختلفو وختونو کې د انسان توجه د الله تعالی او آخرت طرف ته ګرځوي.

جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : «من‌ كانت‌ الدنيا همه‌، فرق‌ الله‌ عليه‌ أمره‌ وجعل‌ فقره ‌بين‌ عينيه‌ ولم‌ يأته‌ من‌ الدنيا إلا ما كتب‌ له،‌ ومن‌ كانت‌ الآخرة‌ نيته‌ جمع‌ له‌ أمره‌ وجعل‌ غناه‌ في‌ قلبه‌ وأتته‌ الدنيا وهي‌ راغمة‌: ( ابن ماجه او سلسلة الصحيحة )

ژباړه: څوک چې د دنيا په خيال او غم کې وي ، الله (جل جلا له)  د ده کار ده ته تيت کړي او د ده په سترګو کې به فقر ځای کړي او دی به بل څه په لاس را نه وړي مګر څه چې ده ته ليکل شوی وي ، او د هر چا چې نيت آخرت وي ، الله (جل جلا له)  به د ده کار جوړ کړي او د هغه زړه به غني وګرځوي او دنيا به د ده طرف ته راځي.

۳- د روح او زړه آرام:

قوله تعالی : أَلاَ بِذِكْرِ اللّهِ تَطْمَئِنُّ الْقُلُوبُ (الرعد۲۸) .

ژباړه : خبر شئ چې د الله په ياد زړونه ډاډمن کيږي .

لمونځ تر ټولو ستر ذکر دی .

۴- آسوده او پاک ژوند :

چا چې د الله تعالی عبادت وکړ ، عمل صالح يې غوره کړ الله تعالی هغه د دنيا او آخرت آسوده او پاک ژوند په برخه کړي مګر که چا د الله تعالی نا فرماني وکړه هغه ته تنګ ژوند په برخه کړي ، لمونځ د ټولو عباداتو بنسټ دی د چا چې لمونځ سم وو د هغه نور اعمال به خامخا سم وي او د چا چې لمونځ خراب وو د هغه نور اعمال هم خراب دي .

الله سبحانه تعالی فرمايي : [وَمَنْ أَعْرَضَ عَن ذِكْرِي فَإِنَّ لَهُ مَعِيشَةً ضَنكًا وَنَحْشُرُهُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ أَعْمَى] (۱۲۴ طه ) .

ژباړه : او چا چې زما له ياد څخه مخ واړاوه ، نو بې شکه چې د هغه ژوند به تنګ وي او مونږ به هغه د قيامت په ورځ ړوند را پاڅوو .

تفسير معارف القرآن ليکي : د ژوند د تنکۍ څخه يو مطلب دا دی چې څوک د الله د فرمابردارۍ او ياد څخه سرغوړنه وکړي که څه هم ډیر مال او ډير امکانات او ښه ژوند هم ولري خو ددې سره سره به د ده په زړه کې هيڅ سکون او اطمنان نه وي ، د ډير مال او دولت سره به سخت حريص او او سرګردانه وي ، د امکاناتو ، منزلت سره به د سر او مال په ويره کې بې سکونه او نارامه وي .

همدارنګه فرمايي : [مَنْ عَمِلَ صَالِحاً مِنْ ذَكَرٍ أَوْ أُنْثَى وَهُوَ مُؤْمِنٌ فَلَنُحْيِيَنَّهُ حَيَاةً طَيِّبَةً وَلَنَجْزِيَنَّهُمْ أَجْرَهُمْ بِأَحْسَنِ مَا كَانُوا يَعْمَلُونَ] (سورة النحل: الآية۹۷) .

ژباړه : هر نارينه او ښځينه مؤمن چې نيک کارونه وکړي نو مونږ به پاک ژوند ور په برخه کړو او په آخرت کې به د دوی د نيکو عملونو بدل هرو مرو ورکوو .

۵- د مشکلاتو پر وړاندې صبر او حوصله :

د دنيا ژوند د مشکلاتو او سختيو ډک ژوند دی ، د دنيا ژوند د ابتلاء ژوند دی چې کله په سړي آساني وي کله سختي ، کله غم او کله خوشحالي چې دا هر څه په بنده باندې ابتلاء او امتحان دی ، د مشکلاتو او سختيو پر وړاندې صبر او حوصله پکار ده ، چې د صبر او حوصله سره د مدد کولو غوره وسيله لمونځ دی .

الله تعالی فرمايي : [وَاسْتَعِينُواْ بِالصَّبْرِ وَالصَّلاَةِ ….] (البقره 45-46).

ژباړه : اومدد وغواړی (په هره سختی کې له الله ) په صبر اولمانځه سره .

۶- جسمي او بدني ګټې :

د لمونځ لپاره اودس کول ، د بدن او جامو پاکوالی شرط دی ، د مسواک وهل سنت دي ، د نوکانو او شرمګا د ويښتانو لرې کول فطري سنت دي ، د جنابت غسل او د جمعې د لمانځه لپاره غسل کول سنت دي چې دا ټول د جراثمو د حملي مخنيوي کوي او د امراضو د وقایې سبب ګرځي .

کچېرې په ښه شان اودس وشي ، غاښونه پاک شي ، په پزه او خوله کې صحي اوبه واچول شي او کوښښ پکې وشي د ډيرو امراضو په خاصو توګه هضمي او تنفسي امراضو د وقايې سبب ګرځي .

۷- ټولنيز ګټه :

د پنځه وخته لمونځ په جماعت سره ادا کولو ټولنيزه ګټه دا ده چې د ډير خلکو سره تعارف حاصليږي ، يو له بله يې مينه پيدا کيږي او د يو د بل له حاله خبريږي او يو د بل د مشکلاتو په حلولو کې سره مرسته او مدد کوي او يو له بله يې اتفاق او اتحاد تنګيږي .

۸- د بې حيا او نا روا کارونو څخه ساتنه :

سم او په پابندۍ باندې لمونځ کول بنده د بې حيا او ناروا کارونو څخه ساتي .

الله سبحانه وتعالی فرمايي : [وَأَقِمِ الصَّلاَةَ إِنَّ الصَّلاَةَ تَنْهَى عَنِ الْفَحْشَاء وَالْمُنكَرِ] (العنکبوت :۴۵ ) .

ژباړه : او لمونځ ودروه يقيناً لمونځ د بې حيایی او ناروا کارونو مخه نيسي

د لمانځه اخروي ګټې :

لمونځ په آخرت د نجات او خلاصون وسيله ده .

۱- څوک چې د لمانځه ساتنه کوي (پنځه وخت لمونځ سره له ټولو احکامو ادا کوي ) د هغوی لپاره د جنت الفردوس زېری :

[وَالَّذِينَ هُمْ عَلَى صَلَوَاتِهِمْ يُحَافِظُونَ ، أُوْلَئِكَ هُمُ الْوَارِثُونَ، الَّذِينَ يَرِثُونَ الْفِرْدَوْسَ هُمْ فِيهَا خَالِدُونَ] (المؤمنين ۹-۱۱) .

 ژباړه: اوهغه ( کسان هم کامياب شول ) چه دوی هميشه د لمونځونو خپلو ساتنه کوي (چه تل يې سم ادا کوي سره له ټولو حقوقو ) هم دغه (مؤمنان ) هم دوی دی وارثان هغه (وارثان ) چه په ميراث به اخلي فردوس دوی به پدغه جنت الفردوس کې تل پاتې کيدونکي دي.

۲- پر دوی به د قيامت په ورځ وېره او ډار نه وي :

[إنَّ الَّذِينَ آمَنُواْ وَعَمِلُواْ الصَّالِحَاتِ وَأَقَامُواْ الصَّلاَةَ وَآتَوُاْ الزَّكَاةَ لَهُمْ أَجْرُهُمْ عِندَ رَبِّهِمْ وَلاَ خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَلاَ هُمْ يَحْزَنُونَ]  (البقره ۲۷۷) .

ژباړه: يقيناْ هغه کسان چه ايمان يې راوړی دی او کوي دوی ښه عملونه او قايموي لمونځ (په ښه شان ) او ورکوي دوی زکات شته دوی لره اجر په نزد د رب د دوی او نشته هيڅ ډول وېره پر دوی باندې او نه به دوی ( هيڅکله ) غمجن کيږي.

۳- د لمونځ کوونکو په حق کې د الله تعالی د بښنې ذمه واري :

«عَنْ ابی قتاده بن رِبْعی رضی الله عنه قَال قَال رسول الله صلی الله عليه وسلم قَالَ اللهُ تعالی اِنِّی افْتَرَضْتُ عَلی اُمُّتِکَ خَمْسَ صَلَواَتٍ وَعَهِدْتُّ عِنْدِی عَهْدًا اَنَّه مَنْ خَافَظَ عَلَيْهِنَّ لِوَقْتِهِنَّ اَدْخَلْتُهُ الْجَنَّةَ فِیْ عَهْدِی وَمَنْ لَّم يُحَافِظْ فَلاَ عَهْدَ لَه عِنْدِی» (ابوداود،ابن ماجه،بيهقی).

ژباړه: ابی قتاده بن ربعی رضی الله عنه روايت کوي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: چې الله سبحانه وتعالی فرمايي چې: ما ستا په امت پنځه وخته لمونځونه فرض کړي دي او ددې مې خپل ځان سره وعده کړې ده چه څوک دا پنځه لمونځونه په خپل وخت کښې ادا کولو پابندي وکړي هغه به پخپله ذمه وارۍ جنت ته داخلومه اوڅوک چه ددې لمونځونو اهتمام نه کوي نو په ما باندې د هغوی هيڅ ذمه داري نشته .

۴- د دوزخ د اور څخه نجات :

 «وعن أَبي زهير عُمارة بن رُؤَيْبَةَ قَالَ: سَمِعْتُ رسولَ الله لَنْ يَلِجَ النَّارَ أحَدٌ صَلَّى قَبْلَ طُلُوعِ الشَّمْسِ وَقَبْلَ غُرُوبِهَا » يعني : الفَجْرَ والعَصْرَ (رواه المسلم ).

ژباړه: له ابی زهير عماره بن رويبة رضی الله عنهنه روايت چه ما د رسول صلی الله عليه وسلم څخه واورېدل چه هغه سړی به هيڅ کله دوزخ ته داخل نشي چا چې د نمرختلو او پرېوتلو نه مخکی لمونځونه يعنی د سهار او مازيګر لمونځونه ادا کړي .

 ۵- لمونځ د مؤمن لپاره دليل دی مګر که لمونځ ونه کړي له قارون ، فرعون او هامان سره به حشر کيږي :

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي :«مَنْ حافَظَ عَلَيْهَا، كَانَتْ لَهُ نُوراً وبُرْهَاناً وَنَجَاةً يَوْمَ القيامَةِ، وَمَنْ لَمْ يُحَافِظْ عَلَيْهَا، لَمْ يَكُنْ لَهُ بُرْهَانٌ وَلا نُورٌ وَلَا نَجَاةٌ، وَكَانَ يَوْمَ القِيَامَةِ مَعَ قارُونَ، وَهامَانَ، وَفِرْعَوْنَ، وَأُبَيِّ بْنِ خَلَفٍ » (مسند امام أحمد وابن حبان) .

 ژباړه: څوک چه په لمانځه (سره له حقوق) هميشه پابند وي هغه لمونځ به د قيامت په ورځ دده لپاره دليل ،وسيله او رڼايې وګرځي، او څوک چه د لمانځه پابندي ونه کړي دده لپاره به په قيامت کې نه دليل  وي ،نه وسيله،نه نجات او نه به  نور وي ،او د قيامت په ورځ به له قارون،فرعون،هامان او ابی بن خلف سره يو ځای حشر کيږي.

۶- د قیامت په ورځ لومړی حساب د لمانځه دی :

د ابی هريره رضی الله عنه نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل:« إنَّ أوَّلَ مَا يُحَاسَبُ بِهِ العَبْدُ يَوْمَ القِيَامَةِ مِنْ عَمَلِهِ صَلاَتُهُ ، فَإنْ صَلَحَتْ ، فَقَدْ أفْلَحَ وأَنْجَحَ وَإنْ فَسَدَتْ ، فَقَدْ خَابَ وَخَسِرَ ، فَإنْ انْتَقَضَ مِنْ فَرِيضَتِهِ شَيْءٌ قَالَ الرَّبُ ج انْظُرُوا هَلْ لِعَبدي من تطوّعٍ ، فَيُكَمَّلُ مِنْهَا مَا انْتَقَصَ مِنَ الفَرِيضَةِ ؟ ثُمَّ تَكُونُ سَائِرُ أعْمَالِهِ عَلَى هَذَا » (رواه الترمذي).

ژباړه: د قيامت په ورځ به د بنده په اعمالو کې (د ټولو نه مخکې ) د هغه د لمانځه حساب وي که چېرې د هغه د لمانځه حساب صحيح ووتلو نو کامياب شو او نجات يې وموند او که چېرې خراب راووت نو نامراد او تاواني شو که د فرضو څخه کم را ووتل نو الله تعالی به وفرمايي وګورئ که دده په عمل نامه کې نفل وي نو د هغه په وسيله دا کمی پوره کړئ ددې ورسته د پاتې اعمالو حساب کتاب هم له دې انذازه کيږي .

و ما توفيقي الا بالله عليه توکلت و اليه انيب

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً